ولايت اقچې ولسوالۍ کې د طالبانو په يو بريد کې درې پوليس وژل شوي دي.د جوزجان امنيه قوماندان فقير محمد جوزجاني رسنيوته وويل، چې تېره شپه شاوخوا دوه بجې طالبانو د اقچې ولسوالۍ اړوند سيمه کې د پوليسو پر پوستهبريد وکړ، چې نتيجه کې يې درې پوليس وژل شوي او د پوليسو په ډزو کې يو طالب هم وژل شوی دی.پژواک خبري اژانس د ځايي خلکو له قوله ليکلي، چې د سهار تر څلورو بجو يې ډزو اوازونه اورېدل، مګر د مرګ ژوبلې په اړه يې څه نه دي ويلي.د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد د پېښې مسؤوليت منلیاو زياتوي، چې د دوی ملګرو اقچه ولسوالۍ د شبرغانپر لويه لار د پوليسو پر يوه پوسته بريد کړی،چې له امله يې پنځه پوليس وژل شوي او د هغویوسلې او مهمات يې له ځان سره وړي دي.
|
امتیاز مطلب : 0
|
تعداد امتیازدهندگان : 0
|
مجموع امتیاز : 0