المان چارواکو له هغه پولیس څخه تحقیقات پیل کړي چې یو کال وړاندې يې دوه مسلمان وګړي، چې یو افغانی او بل د المغرب اوسیدونکی وه، شکنجه کړي او بیا یې په یوه باندې په زور د خنزیر غوښه خوړلې.د پولیسو دغه سرتیري د دواړو مسلمانانو د شکنجې او تعذیب انځورونه اخیستي او بیا یې په ډیر افتخار د ټولنیزو رسنیو له لارې له خپلو ملګرو سره شریکول. په پیښه کې ښکیل پولیس ویلي چې د دغو مسلمانانو له ربړولو او سپکولو یې خوند اخیست.د المان د هانور لوی څارنوال وروسته له هغه له مجرم پولیس څخه د تحقیقاتو امر کړی چې د دغه هیواد یو محلي تلویزون NDR له نوموړي افغان سره د پیښې په تړاو خبرې کړي، دغه افغان ورته ویلي چې پولیسو یې لومړی لاسونه او پښې ورتړلي، پر سړک یې کش کړي او بیا یې د نوموړي په ملګري په زور د خنزیر مرداره غوښه خوړلې.د راپورونو له مخې، د المغرب مسلمان وګړی پولیسوپه دې جرم نیولی چې ریل ګاډي کې يې پرته له ټکټ څخه سفر کاوه او د افغاني وکړي جرم دا ښودل شوی چې پرته له پیژندپاڼې څخه ښار ته راوتلی وه.المان یو له هغو اروپايي هیوادونو څخه دی چې د اسلامي هیوادونو ګڼ اوسیدونکي په کې د پنا اخیستلو هڅه کوي، چې ډیری یې د جنګ ځپلو هیوادونواوسیدونکي دي.په تېرو دیارلسو کالو کې د المان تقریبا ۵۰۰۰ عسکر په افغانستان کې د دیموکراسۍ او بشري حقوقو د تطبیق لپاره له افغانانو سره وجنګیدل.
استشهاد ته سلام