
هم د نوي حکومت له پیله نږدې درې میاشتې تېرېږي، خو لا هم د ګډ حکومت دواړه مشران د کابینې پرسر هوکړې ته نه دي رسېدلي.خو ګډ حکومت د نوي کابینې اړوند وروستی پرمختګدا وښود چې په راتلونکیو دوو اونیو کې به کابینه اعلان شي، خو ولس وايي چې ورته ژمنې وړاندې هم شوې دي.پر دې سربېره د ولسي جرګې غړو د تاییدي نظرونو په اکثریت پرېکړ وکړه چې په راتلونکې کابینه کې به دوه تابعیته وزیران نه وي.د دوی په قول هغه څوک چې د خپل هېواد پر تابعیت سربېره د کوم بل هېواد تابعیت هم ولري، خپل هېواد ته ژمن نه شي پاتې کېدی.د ولسي جرګې غړو نن شنبه پرېکړه وکړه چې راتلونکي کې کابینه کې هغه څوک نشي وزیر کېدلای، چې د خپل هېواد پر تابعیت سربېره د بل هېواد تابعیت هم ولري.ولسي جرګې په داسې حال کې د راتلونکي کابینې لپاره دغه شرط ایښی دی، چې لاهم د کابینې د اعلان باوري وخت نه دی په ګوته شوی.د کارپوهانو په نظر سره له دې چې په تېرو دیارلسو کلونو کې د دولت ډېری لوړپوړي مسوولین او آن د ولسي جرګې ځينې غړي دوه تابعیته پاتې شوي دي، د دې شرط عملي کول به د کابینې اعلان نور هم له ځنډ سره مخ کړي.د نوي حکومت له پیله نږدې درې میاشتې په تېرېدو دي، خو لا هم د افغان کابیني څرک نه لګېږي،د کابیني له اعلان سره ګڼ دولتي کارونه په ټپه دريدلي او نږدې ټول لوړپوړي حکومتي مسوولین د سرپرستانو په توګه دندې اجرا کوي، چې سیاسي مبصرین يې د هېواد پر وړاندې خیانت بولي.تر دې وړاندې د ولسي جرګې مشر هم د کابینې د اعلان ځنډ له هېواد سره جفا وبلله او ويې ویل چې د کابیني ځنډول په لوی لاس فساد ته د وخت ورکولو په مانا دی.
افغانستان
|
امتیاز مطلب : 0
|
تعداد امتیازدهندگان : 0
|
مجموع امتیاز : 0