فغانستان کې د ناټو ځواکونو مشر قومندان جنرال انډرسون ویلي چې روان کال ۲۰۱۴ د افغانستان لپاره یو دوزخ و او په دغه کال کې د افغانستان امنیتي ځواکونو ته بې ساري تلفات واوښتل.نوموړي چې دغه خبري د نیویارک ټایمز ورځپاڼي ته کړې زیاته کړې چې له یوې خوا که د امنیتي ځواکونو په تلفاتو کې بې ساري ډېرښت راغلی، خوله بلي خوا د امنیتي ځواکونو له لیکو څخه د تیښتي بهیر هم لا په خپل حال پاته دی، او د بهرني ځواکونو او نړیوالي ټولني له ټولو هڅو سره سره دغه بهیر نه دی ټکنی شوی.نوموړي د ملي اردو او ملي پولیسو تر منځ موجود واټن ته په اشاره سره وویل چې د افغان امنیتي ځواکونو یو بل لوی مشکل دادی چې پولیس او ملي اردو په ګډه کار نه کوي او زیاته یې کړه چېپوځي ماموریتونه په افغانستان کې د سیاسي مداخلتونو ښکار دي.باید وویل شي چې روان کال د افغاني پولیسو او عسکرو مرګ ژوبله د تیرو ۱۳ کلونو ټول ریکارډ مات کړی، او ویل کیږي چې د وژل شویو عسکرو شمېر تر پنځه زره اوښتی، چې د نیویارک ټایمز پهوینا سږنی کال د دولتي عسکرو لپاره تر ټولو خونړی کال و.جنرال انډرسون ضمنا د اوسني دفاع وزیر او د کورنیو چارو وزیر د کارونو څخه ناخوښي څرګنده کړه، او ويې ویل چې اوسنی وضعیت څخه داسي ښکاري چې ددواړو ارګانونو تر منځ ډېري ستونزي شته چې کیدای شي نوي ټاکل شوي وزیران یې ستونزي حل کړي.جنرال انډرسن دا خبري وروسته تر هغه کړي چې په افغانستان کې د ناټو ځواکونو خپل محاربوي ماموریت ته تیره ورځ رسما د پای ټکی کېښود.نوموړي چې د محاربوي ماموریت د پای ته رسیدو په مناسبت په جوړه شوي تشریفاتي غونډه کې وویل چې دی نه پوهیږي، چې اوس د افغانستان حالتته خوشبین واوسي او که بد بین؟
افغانستان