له غزني ولایت نه په رارسیدلی خبر کې ویل شوي تیره شپه ۱۲ بجې دشلګر ولسوالی دکنصف کلي اړوند سیمه کې دمجاهدینو په یوه وسلوال برید کې داربکیانو مشهور قومندان عبدالله عباس له شپزو تنو ساتونکو اربکیانو سره ووژل شو.
خبرزیاتوي وژل شوی قومندان په سیمه کې په ګزمه راوتلی وو چې دمجاهدینو په کمین کې ښکیل شول ،خبر کاږي دبرید په پیل کې مجاهدینو ته ۵ میله کلاشینکوف او یو میل پیکا ماشیندار غنیمت په لاس ورغلي.
وژل شوی قومندان عبدالله عباس دګوډ سلام وراره او دمشهور سمیز اربکي مالک داکا زوي وو چې یو کال وړاندي دمجاهدینو له لوري ووژل .
په سیمه کې مسولو مجاهدینو ویلي حمله کوونکي مجاهدینو له برید وروسته په خوندي توګه خپلو سنګرونو ته ستانه شوي دي.
افغانستان