له نورستان ولايت نه د يو تازه خبر له مخې د اسلامي امارت مجاهدينو د دغه ولايت په کامديش ولسوالۍ کې د قومندان په مشول 7 تنه اربکيان ژوندي ونيول.
ياد اربکیان نن غرمه خواوشا 10 بجط په چنارخوړ سيمه کې په ګزمه بوخت وو چې د مجاهدينو له خوا پرې د کمين په ترڅ کې وسلوال بريد وشو، په بريد کې 1 اربکی وژل شوی دی.
په نيول شويو اربکيانو کې د دوی قومندان عبدالستار او د هغه زوی سرګروپ هم شامل دي، ياد اربکیان د چنارخوړ اوسېدونکي دي.
مجاهدين وايي له اربکيانو سره يې ګڼ شمېر مهمات او اوسلې هم نيولې او له اربکيانو سره يې خوندي ځای ته انتقال کړې.
2014-04-01
افغانستان