پر سرینا هو ټل دطالبانو دبرید پر مهال په دغه رسټو رانټ کي دحمله کونکوطالبانو، بهر نیواوکورنیو لوړرتبه افرا دودو ژني ترڅنګ خبریال سردار احمد هم دخپلي میر مني اودوو ماشومانوپه ګډون ووژل شو، دکورنیو چارو وزارت دسردار احمداودماشومانو دوژني ګوته طالبانو ته ونیوله ،نۍ یادخپلواکو ژورنالیسټانو ټولني دکورنیو چارو وزارت دهمدې ادعاء په استناددپنځلسو ورځولپاره دطالبانو دخبرونودخپرولو سره پریکون اعلان کړ،کابل کي ځینومدني فعالانودسرداراحمد دوژني پرضد مظاهره وکړه ،دوی هم دچارواکو دعواوو دومره خروښولي ووچي بې له دې چي ملامت وسلامت معلوم شي دمرګ بر طالبان نارو باندي یې ځانونه ستړي کړل .
طالبانو دسردار احمداودنوموړي دماشومانووژنه باندي خوا شیني ښکاره کړه ،همدا راز طالبانودسردار احمددماشومانو وژنه دخارجي اوداخلي عسکروکار وباله، اوس پوښتنه داده چي دواړي غاړي دماشومانو وژنه یوپر بل تاوانوي یعني تراوسه لا نه ده سپینه شوې چي ماشومان کوم لوري وژلي دي ،نود ژورنالیستانوټولنه بیادکومو اصولو اوشواهدو له مخي دسردار احمددماشومانووژنه طالبانو ته منسوبوي ،که دوی دحکومتي چارواکو دادعاوو څخه پرته داسي لاسوندونه لري چي وښیې دسر دار احمدماشومان طالبانو وژلي نووړاندي دې کړي اوکه دماشومانو وژنه کي دطالبانو دلاس لرلوشواهد نشي موندلی نو حداقل دې پرخپلي پریکړي خوله سره غور وکړي .
په تېره لسیزه کي دافغانستان په بیلابیلو برخوکي دیرغلګروځواکونو، داخلي عسکرو اونامعلومو وسله والو له لوري داسي ډیري زیاتي پیښي رامنځته شوي چي پر طالبانوتاوان شوي دي، داوس په څېر هماغه مهال هم زیاتره رسنیودیو لوري څخه په نقل قول بې له پلټني مخالف طرف ګرم بللی دی دبېلګې په توګه یې دغه نموني ذکر کولای شو
تقریبا۲۰۱۰ز،کال و،کورنیواوبهرنیوخورامشهوررسنیوکي ډنډوره شوه چي طالبانوارزګان ولایت کي دعایشې په نوم یوې افغاني نجلۍ څخه پزه پرې کړې ده ، عایشه بهرنیوځواکونوتررغتونه رسولې چي وروسته دعلاج لپاره امریکاته انتقال شوه ،دعایشې پیښي پرله پسې یوه میاشت دلودیځومطوعاتوسرخي جوړل په واشنګټن پوسټ، نیویارک ټایمزاو..... کي یې لوی لوی رنګین عکسونه خپاره شول .که څه هم طالبانودعایشې دپزي په پرې کیدوکي خپل هرډول لاس درلودل ردکړي وو، خوله هري خواپرې دنیوکوبمبارونه وو، چابه دبشردښمنان بلل ځینوبه دښځوپر حقونوتیري کونکي حتي یوشمېرروشن فکروته چي به هرڅه پرخوله ورتلل له طالبانوڅخه یې نه سپمول بس طالبان نه وو، وحشیان اوجاهلان بلل کیدل .
دعایشې دپزي غمرازي لاپه رسنیوکي په جوش اوخروښ روانه وه چي دکورنۍ غړویې د کیسې اصلي اړخ روښانه کړ،دعایشې خپلوانوپه ډاګه وویل چي : دعایشې پزه طالبانونه بلکي دهغې خسرخېلوپرې کړې ده ، عایشه ترواده وروسته دمیړه له کوره تښتیدلې وه ، خسرګنۍ ته چي یې په ګوتوورغله پزه یې ځني وګرځوله (پرې کړه)خودایې پسي وشړله.
بله پیښه په کندوزکي دخبریال سطان منادي وژنه وه ، منادي دنیویارک ټایمزورځپاڼي دخبریال سټیفن فاریل سره همکارؤ،دوی ظاهرادکندوزولایت چهاردرې ولسوالۍ ته دبهرنیوځواکونوله لوري دولسي وګړودپراخي مرګ ژوبلي دڅېړني په موخه روان وو،دوی ټاکلي هدف ته تررسیدومخکي طالبانوونیول، ترڅوورځني بندوروسته یې بهرنیوځواکونودژغورني عملیات پیل کړل، د نیویارک ټایمزخبریال سټیفن دعملیاتوپه ترڅ کي ازادخوهمکاریې (منادي )دهمدې عملیاتو په ترڅ کي ووژل شو.
اوازه شوه چي سلطان منادي طالبانووژلی دی ،دژورنالیستانوټولنودمنادي دوژني په احتجاج کي تر«درو»ورځوپوري دطالبانودخبرونودخپرولوسره پرېکون اعلان کړاو دنوموړي پروژنه یې دومره مقالې اوتبصرې نشرکړې چي دچهاردرې دسلهاووولسي وګړوپرمرګ ژوبلي یې خوراپلن سیوری وغوړاوه . څوروځي وروسته عیني شاهدانواودمنادي پلارپه ډاګه ویل چي ،منادي دخارجي عسکرولخواوهغه مهال ووژل شوچي هڅه یې کوله ژغورونکي هلیکوپترته دسټیپن سره یوځای پورته شي ،خارجي عسکروچي سټیپن پورته کړمنادي یې په همدې ځای کي پیرکړ.
دلته وګورئ دژورنالیسټانود« یک بام ودوهوا» دریځ اوغبرګون ته کله چي دمنادي وژنه طالبانوته منسوبیده منادي خبریال ؤ،افغان ؤ،مور، پلار،کونډه اوبچیان یې ترشاپاته وو،ظلم ورسره شوی ؤ، دادعایې قاتلینودمحاکمې غوښتني یې کیدې خوکله چي واقعیت ښکاره شوچي منادي طالبانونه بلکي یرغلګروځواکونووژلی دی بیانودمنادي وینه دومره سپکه شوه چي دیوه توت ارزښت یې هم نه درلود،نه یې دښکاره وژونکودخبرونودخپرولوسره دژورنالیستانوټولنوپرېکون وکړاونه یې هم قاتلین وغندل شول ،کنه منادي هماغه منادي ؤخوپه ارزښت کي یې یوسل واتیادرجې فرق راغی !!.
دسردار احمداود ماشومانو دوژني پیښه کټ مټ دعایشې اوسلطان منادي دکیسوپه څېر راته ښکاري، ځکه ددغي پیښي په اړه هم داسي څه نشته چي دماشومانو وژنه کي دطالبانو لاس درلودل ثابت کړي .
نۍ او یوشمېر نوروټولنوته څوهغه پوښتني وړاندي کوو چي عموما دخلګوپه ذهن کي ګرځي راګرځي :
اول :که معلومه شوې وای چي دسردار احمد ماشومان رښتیا هم طالبانو وژلي دي، نۍ دکوموملحوظاتو له مخي دپنخه لس ورځولپاره دطالبانودخبرونو سره پریکون اعلان کړ،دلته خو به (ترکاسې لاندي نیمه کاسه ) پالیسي نه وي مطرح ؟هغه داسي چي دپنځه لس ورځني بندیز څخه خو به دطالبانو له لوري دانتخاباتودګډوډولوداخطار دعملي اړخ څخه دخلګوغافل ساتل اوهمدا رازدانتخاباتوتر ورځي دسرینا غوندي مهموځایونواوانتخاباتي مراکزوباندي دحملوڅخه دولس بې خبري نه وي منظور؟!
دوهم :دژورنالیسټانوټولنوولي دعبدالصمد روحاني ،جاویداحمدکاکړ، احسان الله شهید زوی، سلطان منادي ،امیدخپلواک دښکاره وژونکوپرضد دیوڅودقیقو لپاره دهغوی دخبرونو سره پریکون ونه کړ؟
دریم :کابل میشتي زیاتره ژورنالیسټان ولي دښکېلو غاړوڅخه دیو طرف تشي ادعاوي دکاڼي کرښي ګڼي اودبل لوري پر کره لاسوندونو بیاسترګي پټوي ؟
دژورنالیزم اصل دی چي ژورنالیسټان به دښکېلو غاړو څخه دیوطرف پردعوه هم استناد نه کوي تر څوچي دپیښي په اړه یې ازادي پلټني نه وي تر سره کړي، متاسفانه په افغانستان کي دبشري اوښځینه حقونو، مدني ټولنو، بیان ازادۍ غوندي دژورنالیزم مسلک اوډګر هم دژورنالیسټانودټمبلی اوجیب ډکولوحرص دخلګو دخندا اومسخره کړ،همدا دسردار احمداود ماشومانو دوژني قضیې سره یوطرفه چلند یې ډډیرو بېلګو یوه نومونه ده .
نن بیادنۍ اوملګروټولنوخپرونو یې خبر خپور کړ چي :« پرسرینا هوټل برید دبهرینو استخباراتو کار ؤ، ان طالبان پرې خبر لا هم نه وو» ، ښه نوطالبانوته مو ولي په پټو ستر ګوسزا ورکړه اوس خوباید بخښنه ځني وغواړئ چي په داسي څه مو مجازات کړي وو، چي لاس درلودل پکي څه، پرې خبر هم نه وو.
افغانستان