له کله څخه چي دانتخاباتي ډرامې لپاره کمپیان پيل شوی، دکرزي د ادارې له لوري دانتخاباتو لپاره دډاډمن امنیت او دپوليسو او ملي اردو دوړتیا خورا تبليغاتي پروپاګندې رواني دي.
دکابل دادارې دکورنیو او دفاع چارو وزارتونه په نه ستړې کېدونکي توګه هڅه کوي، چي خلکو ته دډاډمن امنیت یو سيراب وښيي، ترڅو ددوی هم نظري وړې ډلي خلکو ته دغرب په وجود کي دوروستنیو انتخاباتو په بهير کي دګډون ترغیب ورکړي.
دا انتخاباتي ډرامه لکه څنګه چي دغرب دلاسپوڅو لپاره مهمه ده، تردې ډیره دغرب لپاره اهمیت لري، ځکه غرب غواړي، چي دخپل موجوديت په وروستيو کي داسي یوه اداره رامنځ ته کړي، چي ددوی دپلان سره سم دغرب دموجود یت وروسته له خپل ولس سره وجنګیږي او هم نړۍ ته و ښيي، چي دوی ترشا په افغانستان کي یوه جمهوري او په ډيموکراسي باوري اداره پرې ايښې ده.
طالبانو دمارچ دمياشتي په ۱۰نېټه ګواښ وکړ، چي دغه انتخاباتي ډارمه به ګډوډوي اونه به پرېږدي، چي غرب دانتخاباتو ترنامه لاندي خپل اشغال ته په غیر مستقیم ډول دوام ورکړي، همداراز يې دهیواد له علماوو، مخورو، استادانو اوپوهانو وغوښتل، چي عام خلک ددې انتخاباتو په زیانونو خبر کړي اوله خلکو يې وغوښتل، چي په انتخاباتو کي ګډونه ونه کړي او هم له انتخاباتي دفترونوڅخه لري واوسي، چي هسي نه زیان ورته واوړي.
خو دطالبانو له دغه خبرداري سره سم په همدې ورځ دکابل دادارې دکورنیو چارو دوزارت دویاند مرستیال نجیب دانش له رسنیو سره په خپلوخبرو کي دطالبانو دخبري دنا اغېزمنتوب هڅه وکړه او خلکو ته یې دډاډمنو انتخاباتو باټه وويستله او ویې ویل، چي طالبان نه شي کولی،دراتلونکي انتخاباتو په مخ کي خنډ وګرځي.
په دې برسېره دکابل دادارې د دفاع او کورنیو چارو وزارتونو په اصطلاح دپولیسو او ملي اردو دوړتیا په اړه خپل ډاډ څرګند کړ او دانتخاباتو دبشپړ امنیت زمه واري يې واخيستله.
خو له دې ټولو سره سره تیره ورځ په جلال اباد، زابل او هرات کي بل څه روان وو او ټول ولس یې په دې پوه کړ، چي په راتلونکو انتخاباتو کي به امنیت څومره ډاډمن وي؟ په جلال اباد کي څلور کسان ددې ولایت تر ټولو خوندي سیمي ته ننوتل، همدې څلورو کسانو له سلګونو عسکرو سره تر ۵ ساعته جګړه وکړه، جګړه چي په ولایت مقام، دقصر ودانۍ او نورو مهم تاسيساتو باندي وشوه، په لسګونو عسکر او منسوبین پکي ټپیان او ووژل شول، له بله پلوه نن سهار وختي دزابل ولایت په مرکز کلات کي ددې ولایت په اصطلاح دامنیت په امر غلام جيلاني فراهي مخامخ برید وشو، چي فراهي سخت ژوبل شو او یو ساتونکی یې ووژل شو، همداراز تیره شپه په هرات ولایت کي سياف، زلمي رسول، ډاکټر عبدالله او اشرف غني احمدزي دکمپاین په دفترونو بریدونه ترسره شول.او ترټولو وروستی او کاري برید د تیرې شپې کامیابه حمله وه چې دکابل ښار په زړه او ترټولو خوندي سیمه سرینا هوټل کې دڅلورو تنو فدایي مجاهدینو له لوري ترسره شوه او دخپل ځان په قرباني سره یې ۲۲ تنه بهرني او کورني دښمنان ووژل او ۱۳ تنه نور یې ټپیان کړل.
دغو بریدونوثابته کړه، چي خپله چارواکي، پولیس او ملي اردو خوندي نه دي، خپل امنیت نه شي نيولی او نه هم دطالبانو دبریدونو مخه نیولی شي، نو چي کله چارواکي خپله خوندي نه وي، نو هغوی به بیاد هغو کسانو امنیت څنګه وساتي، چي دوی یې په انتخاباتو کي ګډون کولو ته هڅوي او انتخابات به څنګه په ډاډمن امنیت کي ترسره شي؟ ځکه دا څنګه ممکنه ده، چي عسکراو چارواکي دنا امنۍ ښکار وي او انتخابات بیاپه امن کي ترسره کيږي؟
دغو یادو پراخو موثرو عملیاتو دکرزي دادارې اړوند ددفاع او کورنیو چارو دوزارت هغه خبره وننګوله، چي ګواکي ملي اردو او پولیس دامنیت راوستلو وړتیا لري او هم به انتخابات په ډاډمنه فضا کي ترسره شي.
عادل خپلواک
افغانستان