له سهاره راهیسې دننګرهار په مرکز جلال اباد شار کې دفدایي مجاهدینو پراخ بریدونه روان دي ، څو تنو فدایي مجاهدین سهار وختي د پولیسو دلومړۍ حوزې تر مخ له درانه انفجار وروسته حوزې ته ننوتل او دولایت دمقام په شمول په حساسو او مهمو اداري واحدونو یې بریدونه پيل کړل .
چارواکو تراوسه دچټک غبرګون دقطعې دمرستیال په شمول دګڼو داخلي عسکرو وژل کیدل تایید کړي او وایي چې لسګونه نور سرتیري او منسوبین ټپیان شوي دي .
په جلال اباد کې دښمن ته دغه درانه مرګ ژوبله داسې مهال اوړي چې دکرزي د رژیم دفاع او داخله وزارتونه دانتخاباتو د امنیت لپاره دعملیاتو خبرې کوي او وایي چې په ډیری سیمو کې یې مجاهدین په شا تمبولي او دانتخاباتي سیمو امنیت یې ټینګ کړی دی .
مګر داچې د جلال اباد په ښار کې چې دهیواد له مهمو ښارونو څخه شمیرل کیږي په ترټولو خوندي او مهمو اداراتو بریدونه کیږي او ساعتونه ساعتونه جګړه دوام کوي ، داسې ښیي چې ددښمن پوځي لاپې هسې هوایي خبرې دي چې کوم حقیقت نلري .
د جلال اباد برید په داسې مهال ترسره کیږي ، چې امریکایان او نور خارجي ځواکونه له هیواد څخه یومخیزې تیښتې ته ځان جوړوي ، دوی کوښښ کوي په دې هیواد کې خپل ناروا اهداف دخپلو افغاني پاتي شونو په توسط پوره کړي .
دهمدې لپاره خو دکابل دفاسدو چارواکو او رژیم د افغاني ښودلو لپاره ډیر تبلیغات کوي ، دخپلو تبلیغاتي اجیرانو په توسط هڅه کوي ، دکابل منحوس رژیم یو ملي او خپلواک رژیم وښيي چې افغانان باید ورباندې قناعت وکړي او مجاهدین یې په وړاندې له جګړې لاس واخلي .
مګر څرنګه چې دامریکایي حضور له کمیدو سره سره هم د رژیم په سطحه له تقنیي او اجرایوي اړخه هیڅ دپام وړ تغیر نه دی راغلی بلکې امریکایي پاتي شونې کټ مټ دخپلوامریکایي ولینعمتانو تګلارې پرمخ وړي ، همدا حقیقت دامریکایي اجیرانو په وړاندې جګړې ته شرعي مشروعیت ورکوي .
واضح حقیقت دی چې په افغانستان کې روان جهاد له افرادو سره جنګ نه دی ، بلکې د بلکې نظام په وړاندې جنګ دی ، هغه نظام چې اسلامي ارزښتونه یې تر پښو لاندې کړي او دغربي کفري سیاسي مفکورې ، لیبرالیزم او کلتوري بې لارۍ په اساساتو استوار دی .
د جلال اباد نننی خونړی برید امریکایي پاتي شونو ته څرګندپیغام لري ، چې که له خپلې ټاکلې تګلاري پرشا نشي او د خپل اولس په وړاندې دکفر له ملګرتیا او اتباع څخه لاس وانخلي افغان مجاهد اولس به یې په وړاندې عینا هماغه معامله وکړي لکه دامریکایي یرغلګرو په وړاندې یې چې وکړه .
په ټوله کې د ننګرهار نننی برید امریکایي پاتي شونو ته یو مهم خطرزنګ بلل کیږي ، چې باید د خپل ځان او افغانستان دراتلونکي نجات لپاره ترې عبرت واخلي
افغانستان