د بدخشان ولايت له جرم ولسوالۍ نه د اربکيانو د 3 پوستو د فتحي خبر ورکړل شو.
په خبر کې راغلي پوستې په قلعه ګمبز او خانقا سيمو کې واقع دي چې تېره ورځ مازديګر مهال 4 بجې پرې د مجاهدينو له خوا بريد پيل شو، خبر کاږي جګړې د نن ورځي تر 12 بجو پوري دوام درلود او په ترڅ کې يې 3 پوستې په مکمل ډول فتحه شوې.
د جګړې په مهال 3 اربکيان وژل شوي او 7 تنه نور مرګوني ټپیان شوي دي.
د دښمن په متقابلو ډزو 1 مجاهد د شهادت لوړ مقام ته رسېدلی او 2 ټپیان شول، انا لله وانا اليه راجعون.
2014-03-17
افغانستان