څه موده وړاندې په غازې آباد ولسوالۍ کې د دښمن په يوه لوي مرکز باندي د برید له امله چې دوه تنه داجیرې اردو عسکر(خیر الدین او میراغا)د مجاهدينو لخوا ژوندي نیول شوي وو، نن د افغاني همدردۍ او له خپلوانو څخه يې د ضمانتونو په اخیستلو سره دسیمې دقومي مشرانو په غوښتنه خوشي شول.
د یادونې ده چې ټول عسکر 6 تنه وو چې له هغوڅخه 4 تنه يې له مجاهدینو سره يوځای شوي وو او د مرکز د فتحې سبب شول او دوه تنه يې د مجاهدینو لخوا اسیران شوي وو.
دغازي اباد په حمله کې چې داجیرې اردو په مرکز ترسره شوه ۲۳ تنه اجیر عسکر ووژل شول او یوشمیر نور ټپیان شول
د دښمن هغه ادعا چې له ځينو رسينو سره يې په تماس کې کړې چې ګنې 6 تنه پوليس دوئ په کومو عملیاتو کې آزاد کړي کاملا ناسمه او له حقيقته لرې ده.
2014-03-14
افغانستان