له هرڅه وړاندې درته هرکلی وایو ، او مننه کوو چې له ټولو ورځنیو مصروفیاتو سره سره مو زموږ غوښتنه ومنله ، ترڅو مو پوښتنو ته ځواب ووایاست .
د کمیسیون رئیس :
الحمد لله و الصلوة و السلام علی رسول الله و علی آله و اصحابه و من والاه و بعد
ترهرڅه وړاندې تاسو او لوستونکو ته خپل مسنون سلامونه وړاندې کوم له تاسي څخه هم د زړه له کومي منندوی یم چي موقع مو راکړه تر څو درنو هیوادوالو او لوستونکو ته د مؤسسو او شرکتونو د کنترول او تنظیم د کمیسیون د تاسیس ، اهدافو او فعالیتونو وضاحت وکړم .
پوښتنه : ستاسو کميسيون د اسلامي امارت په تشکيلاتو کې دکومو اهدافو لپاره ايجاد شوی او څه ډول ترکيب لري که يې لطفا تشريح کړئ ؟
ځواب : تاسو ته معلومه چې په افغانستان دامریکایي یرغل څخه وروسته زموږ په هیواد کې جنګي حالت حاکم دی ، او امریکایانو په افغانستان یو داسې حکومت تپلی چې په ټوله نړۍ کې په فساد کې لومړی درجه ځای لري ، دهمدې فاسد رژیم ترسیوري لاندې نورو لوټماریو ، غصب او اختلاسونو سربیره دبشري مرستو په برخه کې هم لویه بي انصافي روانه ده .
هغه داچې له یوي خوا زموږ جګړه ځپلی ولس د ژوند په هر پړاو کې له مختلفو ستونزو سره مخامخ دی او لاسنیوي ته اړ دی له بله پلوه همدا زموږ د هیواد والو د مرستي په نامه چي هیواد ته څه هم را ورسیږي نو زیاته برخه یې د بهرنیو مؤسسو د اداري پرسونل په معاشاتو ، د لوکسو او مجللو قصرونو په کرایو ، د نویو ماډلونو موټرونو په رانیولو او د دوی د دفتري لوازمو په کش او پش لګیږي ، کومه برخه چي بیا کومي پروژي ته رسیږي د هغي ډیره حصه هم د نوموړو مؤسسو او یا هم دکابل د ګوډاګۍ اداري د فاسدو چارواکو جیبونو ته ځي ، د دي لپاره چي د غه مرستي باید دضرورت وړ ځایونو کي ولګیږي او همدا ډول د دښمن له لوري د مرستو په نامه د مغرضانه فعالیتونو مخه هم ونیول شي ، دافغانستان اسلامي امارت وپتییله چي دمؤسساتواوشرکتونو دکنترول ، د هغوی د فعالیتونو د تنظیم او د هغوی دمصارفو د پرځای لګیدو په منظور په خپلو تشکیلاتو کي ځانګړی کمیسیون ولري .
په لنډو ټکو کي به د کمیسیون د لائحي د دوهمي مادي په یادولو سره د سوال د دي برخي ځواب را خلاصه کړم :
دوهمه ماده: د مؤسسو او شرکتونو د کنترول او تنظیم کميسیون د افغانستان د اسلامي امارت له لوري په هیواد کي مؤسسو او شرکتونو ته دضرورت په اساس د فعالیت د اجازي ور کولو، تنظیم او څارني په غرض رامینځ ته شوي اداره ده .
د دي کمیسیون د تشکیلاتو په هکله باید یادونه وکړم چي : په راس کي یي رئیس ، مرستیال او ور سره تجربه لرونکي اعضاء ، اداري او مالي څانګه ،د رغنیزو چارو د تنظیم څانګه ،د مخابراتي شبکو د تنظیم څانګه ، د عمومي اړیکو څانګه او په ټولو ولایتونو کي نمایندګۍ .
پوښتنه : ستاسو کمیسیون تراوسه پورې په هیواد کې کوم او څه ډول فعالیتونه ترسره کړي ؟
ځواب : د مؤسسو او شرکتونو د کنترول او تنظیم کمیسیون وکولای شول چي د هغو خپل سریو مخه ونیسي چي د یو شمیر غیر مسؤولو افرادو له لوري به د اسلامي امارت او یا هم د طالب په نامه له مؤسسو او یا هم د تلیفون له کمپنیو سره تماسونه نیول کیدل او په یو او بل ډول به یي هغوی تهدیدول او خپلي ناروا غوښتني به یي ترسره کولي چي په دي کار سره له یوي خوا د عام المنفعه چارو په وړاندي ډیري ستونزي را ولاړي شوي وي ، د بشري مرستو رسیدګي ستونزمنه شوي وه ، د ولس اړو خلکو ته څرنګه چي لازم وو اسانتیاوي نه وي له بلوه پلوه داسي ناوړه تبلیغات هم کیدل چي ګواکي اسلامي امارت په هیواد کي د پرمختګ مخنیوی کوي ، خو لله الحمد د کمیسیون په جوړیدلو سره د دي ډول ګډوډیو مخه ونیول شوه ، موږ وکولای شول چي د خپلو منظمو تشکیلاتو له لاري په ټولو ولایتونو کي د استازيوپه در لودلو ، هغوی ته خپل کاري لوائح او منظم پروګرامونه تهیه کړو او د چارو په هره برخه کي د ځانګړو لارښوونو په ور کولو سره په لومړي سرکي د هر ډول ګډوډیو او خپل سریو مخنیوی وکړو او په دوهم پړاو کي د ټولو مرستندویه مؤسسو ، خصوصي شرکتونو او مخابراتي شبکو د کار او فعالیت په هکله دقیق معلومات راټول کړو او بیا یي څارنه ترسره کړو ترڅو ټولګټي چاري په ښه ډول سمبال شي او مرستي اړو خلکو ته ورسیږي ، اوس په ډاډ سره ویلای شو چي د تیرو کلونو په پرتله ښه مثبت بدلون ترسترګو کیږي .
پوښتنه : تاسو په هيواد کې له ټولو مؤسساتو سره په اړيکه کې ياست ؟دهغو کارونه څارئ او مراقبت یې کوئ؟ او که دځینو سره رابطه اوتماس لرئ؟
ځواب : د مؤسسو او شرکتونو د کنترول او تنظیم کمیسیون له مؤسسو او شرکتونو سره کومي ځانګړي موافقي او تړونونه نه لري البته د اړتیا په صورت کي د تماس لپاره عمومي نماینده لري چي څلرویشت ساعته د تلیفون په لین ور سره اړیکه ټینګیدلای شي او ټول اړوند لوري کولای شي خپلي غوښتني او ستونزي له همدي لاري تر موږ پوري ورسوي .
البته د کار ترتیب داسي دي چي په هر ځای کي کومه پروژه تطبیقیږي نو تر منظوري وروسته د سیمي د ولسي مشرانو له لوري د اړوند ولایت د ولایت جهادي مسؤول په عنوان د کار د پیلیدلو لپاره د اجازي عریضه لیکل کیږي ، د مؤسسو او شرکتونو د کنترول او تنظیم د کمیسیون د ولایتي نماینده له تائید وروسته که د ولایت جهادي مسؤول ورسره موافقه وکړه نو موضوع د کمیسیون په غونډه کي تر بحث لاندي نیول کیږي او تر دقیقي څیړني وروسته د کمیسیون د لائحي د اتمي مادي په رڼا کي ورته اجازه لیک ورکول کیږي او بیا یي د پلي کیدلو چاري د ولایتي نماینده له لوري تر تکمیل پوري څارل کیږي تر څو د هر ډول درغلی مخه و نیول شي او کار په ښه کیفیت تر سره شي ، د کار له تکمیل وروسته یي بیاهم کمیسیون ته خبر ور کول کیږي .
پوښتنه : ستاسو لخوا هغه کوم کارونه دي چې مؤسسات يې د کولو اجازه لري او کوم د ي چې اجازه يې نه لري، که راته واضح يې کړئ؟
ځواب : اسلامي امارت کله هم د هیواد د رغوني ، آبادۍ او پرمختګ مخالفت نه دی کړی ټول هغه جهتونه چي غواړي په سمه توګه زموږ د ولس د هوسایني په غرض هر ډول رغنیزي چاري او بشري مرستي تر سره کړي نو په وړاندي یي هیڅ ډول ممانعت نشته ، دوی کولای شي چي د ورته وضع شویو قوانینو په نظر کي نیولو سره په ډاډمنه توګه خپلي چاري پرمخ بوزي ،په دې اړه دکمیسیون دلایحې دریمه ماده داسې صراحت لري :
( د مؤسسواو شرکتونو دکنترول او تنظیم کمېسیون مسؤلیت لری چې د اسلامي امارت د فرامینو او ورته وضعه شويو اصولو په رڼا کې د مؤسساتواو شرکتونو له لوري د بیارغاوني او مرستو په نامه هغو ټولګټو او عام المنفعه فعالیتونو ته اجازه ورکړي چې د اسلام او وطن په ګټه وي او دهغو فعالیتونو مخه ونیسي چې دديناوهيواد په تاوان او د روانجهاديبهيرپه ضرر وي)
البته یو شمیر بهرنۍ اداري د خیریه او مرستندویه مؤسسو تر عنوان لاندي د اسلام د مقدس دین په خلاف فعالیتونه لري او غواړي زموږ مؤمن ولس په تیره بیا تنکي ماشومان او زلميان د نصرانیت او نورو باطلو عقائو لور ته دعوت کړي ، نو د دا ډول نا مشروع هلو ځلو مخنیوی بیا د مؤسسو او شرکتونو د کنترول او تنظیم کمیسیون د خپل مسؤولت او دندي له مخي خپله فریضه ګڼي چي همدي خبري ته د لائحي په څلورمه ماده کي داسي اشاره شوي ده :
( هغه مؤسسات چي غیر اسلامي نظریاتو ته دعوت کوي لکه یهودیت ، نصرا نیت او داسي نور.. او دمجاهدینو په ضد فعالیت کوي هغوی ته مطلقا اجازه نشته، دمؤسسواوشركتونودكنترولاوتنظيم کمیسیون به یې په خپل ټول قوت سره د فعالیت مخنیوی کوي.)
پوښتنه : تاسو پوهيږئ چې د مؤسساتو له فعاليت سره جوخت يو شمير هیودوال له مؤسساتو سره کارکوي، نو ستاسو د پالیسۍ له مخې افغانانوته په مؤسساتو کې د کار اجازه شته اوکه نه ؟ او که ځواب هو وي نو په کومو برخوکې او له کومو مؤسساتو سره افغانان کار کولای شي؟
ځواب : اسلامي امارت له هغو مؤسسو سره چي یواځي او یواځي د بشري خواخوږی په بناء عام المنفعه چاري پر مخ بیایي زموږ د هیوادوالو د کار په کولو کي کومه ستونزه نه ويني البته له بهرنیو خیریه مرستندویه مؤسسو سره کارکوونکي افغانان باید خپل اسلامي او دیني مقررات او افغاني عنعنات په پام کي ونیسي ځکه د یوه مسلمان او افغان په صفت دا د دوی اسلامي او ملي وجیبه ده .
پوښتنه : که کله مؤسسات ستاسو غوښتنې يا هغه طرز العمل چې د مؤسساتو لپاره يې لرئ عملي نه کړي او سر غړاوي ترې وکړي ، بيا تاسو څه ډول برخورد ورسره کوئ او ايا د هغو کارونه بندولای شئ؟
ځواب : کومي مؤسسي او یا هم شرکتونه چي د اسلامي امارت د مؤسسو او شرکتونو د کنترول او تنظیم د کمیسیون له مقرراتو او اصولو سرغړونه و کړي او یا هم د کومي پروژي لپاره د قرار داد د منل شویو موادو رعایت ونکړي نو داسي مؤسسو او شرکتونو ته د فعالیت اجازه نه ورکول کیږي او مخنیوی یي کیږي ، د اسلامي امارت مجاهدین کولای شي چي د دا ډول سرغړوونکو مخنیوی وکړي ، البته که بیا وغواړي چي په اصولي ډول خپل فعالیتونه له سره پیل کړي نو د تضمین تر ورکړي وروسته باید د کار او فعالیت نوی جواز تر لاسه کړي .
پوښتنه : تاسو په هیواد کي دتلیفو ني شبکو دکنټرول او انسجام مسؤلیت هم په غاړه لرئ موږ او رو چي اشغالګر او دهغوی کورني مزدوران دتلفو ني شبکو څخه دمجاهدینو او زموږ دهیواد والوپه ضد ناوړه استفاده کوي که په دې اړه معلو مات را کړئ چي تا سو په دې برخه کي څه ډول اجرا آت کوی؟
ځواب : هوکي ، د مؤسسو او شرکتونو د کنترول او تنظیم کمیسیون په ټول هیواد کي د تلیفوني شبکو د فعالیتونو څارنه هم کوي او په مختلفو ولایتونو کي د سیمي د حالاتو په نظر کي نیولو سره یي نوموړیو شبکو ته د فعالیت طرز العمل جوړ کړی دی چي په ځیني سیمو کي څلرویشت ساعته فعاله وي ، په ځینو کي بیا د ورځي له خوا خلاصي او د شپي بندي وي او په ځینو نورو کي بیا له اړتیا سره سم د څو ساعتونو لپاره د فعالیت اجازه لري البته دا ټول د ولس او مجاهدینو په غوښتنو پوري تعلق لري او د دا ډول طرز العمل په پلي کولو سره د هیواد په مختلفو برخو کي د دښمن د چاپو او ړندو بمباریو مخنیوی شوی او د ملکي تلفاتو شمیره هم ورسره کمه شوي ده ، له بلي خوا دغو کمپنیو ته هم کافي سهولتونه ورکول شوي دي هغه که د امنیت په برخه کي وي او یا هم د افرادو او وسائلو د حمل او نقل په مورد کي ، زه په پوره ډاډ سره ویلای شم چي اوس هیڅوک هم نشي کولای چي د تلیفوني کمپنیو کار کوونکي د خپلو ناروا غوښتنو د تر سره کولو لپاره تهدید کړي او یا یي هم اجناس او وسائط ور څخه وګرځوي .
نوموړي شبکي مکلفي دي چي له ټاکل شوي تګ لاري سره سم عمل وکړي .
پوښتنه : د مؤسساتو د کميسيون په نمايندګۍ که مؤسساتو ته څه پيغام لري هم راسره شریک کړي ، چې مؤسسات باید خپلو کارونو د دوام لپاره څه ډول فعالیت وکړي او څه ونه کړي؟
ځواب : افغانستا ن یو جګړه ځپلی هیواد دی چي له کلونو کلونو را هیسي له ډول ډول کړاوونو سره لاس او ګریوان دی نو په هره برخه کي مرستو ته اړتیا لري ، د دي لپاره چي د بشري چارو د فعالیت مخه تل پرانیستي وي زموږ غوښتنه دا ده چي بشري مرستي ، رغنیز فعالیتونه ، د صحت او تعلیم چاري باید د هیواد ټولو وګړو ته بي له کومه توپیره په یو ډول ورسیږي او د وګړو او سیمو تر مینځ د تبعیض مخنیوی وشي .
په همدي ډول ټولو مرستندویه مؤسسو ، ټولنو او خصوصي شرکتونو ته دا وضاحت کول غواړم چي د مؤسسو او شرکتونو د کنترول او تنظیم کمیسیون د اسلامي امارت په تشکیلاتو کي د دي لپاره ایجاد شوی دی چي د رغوني ، بیا رغوني او بشري مرستو د ویش په وړاندي د شته ستونزو مخه ونیول شي ، د نوموړي کمیسیون له عمومي نماینده پرته هیڅوک د دي حق نه لري چي په یو او بل نامه له مؤسسو او شرکتونو سره تماس ونیسي ، البته د هر ډول ستونزو پر مهال باید دوی مستقیما خپل مشکل د عمومي نماینده په توسط تر کمیسیون پوري ورسوي .
د اسلام او هیواد د دفاع په ګرمو سنګرنو کي پرتو مجاهدینو ته مي پیغام دا دی چي : د دښمن هر ډول دسیسو ته باید متوجه و اوسي ، د کمیسیون له سیمه ایزو استازو سره خپلي مرستي ته دوام ورکړي ، د اړتیا په صورت کي پوره همکاري ور سره وکړي ، وخت په وخت خپل معلومات سره شریک کړي او هیچا ته هم اجازه و نکړي تر څو په یو او بل نامه د بي باوری فضاء را مینځ ته کړي او د خپلو شومو اهدافو ترلاسه کولو ته زمینه برابره کړي .
د افغانستان میړنی ولس هم باید په دي پوه شي چي د مؤسسو او شرکتونو د کنترول او تنظیم کمیسیون به ستاسي په مرسته ستاسي د هر ډول ستونزو د حل لپاره په خپل ټول توان سره خپلو هلو ځلو ته دوام ورکړي تر څو له یوي خوا د هیوادوالو د مشکلاتو د حل او هغوی ته د هوسا ژوند لاري چاري برابري شي او له بلي خوا د مرستو په نامه د دښمن د دسیسو مخه ونیول شي .
الاماره : داچې وخت مو راکړ ډیره زیاته ډیره مننه .
د کمیسیون رئیس : له تاسي څخه هم مننه کوم او له الله تعالی څخه در ته لا زیات توفیق غواړم تر څو د روان جهاد او اسلامي امارت بریالۍ نشراتي مبارزه لا پسي پیاوړي شي .
پای
افغانستان