نن ۹ بجې د ننګرهار ولايت د نازیانو ولسوالۍ لپاره د کابل ادارې لخوا ټاکل شوي ولسوال کامران له خپلو ۲ ساتونکو سره يوځای قتل شو.
د کامران د سپرلۍ موټر د جلال اباد ښار د ۳ ناحې په مربوطاتوکې د تاکتيکې انفجار لاندې راغی چې له امله يې ۳ نور ساتونکي پولیس هم مرګوني ټپيان شوي دي.
منفجر ه مواد په موټر کې دننه په خاص مهارت سره ځای په ځای شوي وو او په ياده سيمه کې ېې انفجار وکړ.
ذبيح الله مجاهد د اسلامي امارت ویندوی
۱۴۳۵/۵/۷هـ ق
۱۳۹۲/۱۲/۱۷هـ ش ــ 2014/3/8م
افغانستان