د ننګرهار ولایت د حصارک ولسوالۍ کې هغه ۹ تنه چې په فريب سره اربکيان ترې جوړ شوي وو بيرته د دښمن له لیکو را جلا او د مجاهدينو سره يوځای شول.
په دا وروستيو کې د ننګرهار ولایت حصارک ولسوالۍ کې دښمن د مجاهدينو په ضد عملیاتو دعوا وکړه او د ډيرو پرمختګونو دروغجنو غورځو پرځو تر څنګ يې داخبره هم کړې وه چې خدای مکړه په حصارک ولسوالۍ کې اولسي خلکو د مجاهدينو په ضد پاڅون کړي او سيمې يي نيولي دي، خو تيره ورځ خبره هغه مهال رسوا شوه چې د حصارک د اربکيو له ډلې نه نهه کسان چې په اصل کې د کنړ اوسیدونکوي وو د دښمن له ليکو را جلا او د مجاهدينو په ډاډ خپل عادي ژوند ته ستانه شول.
دغه نهه کسان چې نومونه يي لاندي ذکر شوي دي، وايي چې دوی د کنړ ولایت اوسیدونکي دي او د کابل ادارې اړوند د ننګرهار د حصارک ولسوالۍ د ولسوال عبدالخالق لخوا په فريب سره راوستول شوي او په اربکيو کې شميرل شوي وو.
د دغو کسانو په مشري يوتن احسان الله دفریدالله زوی دکنړ اوسیدونکی وايي چې :
موږ ګڼ شمیر کسانو ته د حصارک ولسوال عبدالخالق وويل چې هغې ولسوالۍ ته ورشو، هلته يو سړک جوړيږي او موږ ورسره د کاریګرو په څير کار وکړو، د حصارک ولسوال موږ ته ويلي وو چې په مياشت کې به ۳۰۰ ډالر مزدوري درکول کیږي او تاسو به صرف په سړک جوړونه کې په کار بوخت يئ.
احسان الله وايي موږ هغه مهال هک پک شوو چې دلته په حصارک کې موږ ته زړې وسلي را په اوږه کړل شوي او راته وویل شول چې که چا پوښتنه درنه کوله چې څه کوي ؟ تاسو وايي چې موږ د طالبانو په ضد پاڅون کړی او دحصارک اوسیدونکي يو، احسان الله زیاتوي چې زما سره دکار لپاره ۸ تنه نور ملګري هم راغلي وو چې د حصارک د ولسوال عبدالخالق لخوا په دسيسه پوه شوو او د دښمن له لیکونه بیرته راووتو.
احسان الله داخبره هم وکړه چې دوي کله هم نه غواړي د خپلو مجاهدينو وروڼو په خلاف موقف ونيسي، دا خو پریږده چې دهغو په ضد به وسله پورته کوي، دی وايي په موږ لازمه ده چې له مجاهدینو سره دهغو په څير په جهادي سنګرونو کې واوسو ځکه هغه دين چې مجاهدین یي لپاره قرباني ورکوي زموږ او هغو ګډ ده، خو د مجاهدينو دښمنان دومره کمزوري او غورځيدلي دي چې دغلطو راپورونو د خپرولو په لاره کې په هيڅ هم صرفه نه کوي او له هيڅ رسوايي نه د شرم او عار احساس نه ورته پيدا کيږي. دغه کسان وايي ممکن ډير خلک په دغه ډول فریبونو سره قصدا د جګړې په ليکوکې توظيف شوي وي او په باطله لار کې خپل ژوند له لاسه ورکړي.
د راغلو کسانو نومه په لاندی ډول دي:
۱ــ احسان الله د فریدالله زوی
۲ــ رحمان جان د یار سید زوی
۳ــ ايوب د اختر جان زوی
۴ــ رازمحمد د نجیب الله زوی
۵ــ شاهين د نیاز جان زوی
۶ــ محمد د يار محمد زوی
۷ــ بخت امين د محمداسحاق زوی
۸ــ محمدنعیم د ګلاب جان زوی
۹ــ فتح الله د میراجان زوی
پورته راغلو کسانوته د اسلامي امارت د سیمیزو مجاهدینو لخواهرکلی وويل شو او ډاډ ورکړل شو چې دوی کولای شي په آزاد ډول خپل ژوند پرمخ يوسي او د مجاهدينو لخوا به هيڅ نوع ستونزه نه ورته جوړيږي.
ذبیح الله مجاهد د اسلامي امارت ويندوی
۱۴۳۵/۵/۱هـ ق
۱۳۹۲/۱۲/۱۱هـ ش ــ 2014/3/2م
افغانستان