له ننګرهار ولايت نه د پچيراګام ولسوالۍ په ودانۍ د وسلوال بريد خبر ورکړل شو.
په خبر کې راغلي د ولسوالۍ او امنيه قومنداني په ودانيو بيګا ماخستن 9 بجې د سپکو او درنو وسلو بريد پيل شو چې کابو يو ساعت يې دوام وکړ.
د بريد له امله 2 پوليسو خپل ژوند له لاسه ورکړی او 4 نور مرګوني ټپيان شوي، په دې سربېره ودانيو ته هم پوره زيان اوښتی.
2014-03-02
افغانستان