دوه ورځې وړاندې په ځينو رسینو کې خبر خپور شو، چې د تېرې چهار شنبې په شپه د ګاونډي هېواد ترکمنستان په سرحدي سیمه کې د نوموړي هېواد درې سرحدي پولیس د نامعلومو وسلوالو کسانو له خوا چې ویل کېږي زمونږ د هېواد له طرفه ور او ښتي دي، وژل شوي دي، متاسفانه چې په بادغیس کې د کابل ادارې مربوطو چارواکو خپلو شومو موخو ته د رسېدو لپاره دغه پېښه د اسلامي امارت په مجاهدینو پورې تړلې ده.
په داسې حال کې چې اسلامي امارت دغه دردوونکې پېښه په کلکو ټکو غندي، په دې ډول ناوړه او بې مسولیته کړنو کې لاس لرل په ټینګه ردوي، او ګاونډي هېواد ترکمنستان او د نوموړو پولیسو کورنیو ته د ډاډګیرنې او تسلیت پیغام وړاندې کوي،
د یادونې ده چې د افغانستان اسلامي امارت له خپلو ګاونډیانو، د سیمې هېوادونو او نړیوالو سره د متقابل احترام په چوکاټ کې ښې اړیکې غواړي، نه د نورو په چارو کې مداخله کوي او نه په خپلو چارو کې د بل چا مداخلله مني، اسلامي امارت د خپل تېر دور پر مهال له خپلو ګاونډیانو سره ښې اړیکې لرلې، او په راتلونکې کې هم د ښه ګاونډيتوب او متقابل احترام اصولو ته ځان ژمن بولي.
باید ووایو چې ګاونډي هېواد ترکمنستان له پخوا څخه زمونږ د ګران هېواد په اړه د ښه ګاونديتوب اصول مراعات کړي، زمونږ د هېواد په چارو کې یې مداخله نه ده کړې، مونږ د نوموړي ګاونډي هېواد دغه معقول سیاست ستایو، او په درنه سترګه ورته ګورو. او هیله من یو چې تل ښه ګاونډیتوب سره ولرو.
قاری محمد يوسف احمدي د اسلامي امارت ویاند
۱۴۳۵/۴/۲۹هـ ق
۱۳۹۲/۱۲/۱۰هـ ش ــ 2014/3/1م
افغانستان