1
له ننګرهار ولايت نه راکړل شوی خبر وايي چې په حصارک ولسوالۍ کې 10 تنه ځوانان د اربکيانو له ليکي ووتل او له مجاهدينو سره يو ځای شول.
دغه لس تنه چې د کونړ ولايت اوسېدونکي دي يادي ولسوالۍ د اربکيانو د مشر عبدالخالق له خوا په دې بهانه را وستل شوي وو چې په حصارک ولسوالۍ ک دسرک جوړولو کار وکړي او د ورځي به 300 ډالر ورکوي.
ياد کسان تېره ورځ مازديګر مهال له پوستې تښتېدلي او له مجاهدينو سره يو ځای شوي.
په دوئ کې احسان الله د فريدالله زوی، رحمن جان د يارسيد زوی، ايوب د اخترجان زوی، رازمحمد د نجيب الله زوی، شاهين د نيازجان زوی، محمد د يارمحمد زوی، بخت امين د محمداسحاق زوی، نعيم د ګلاب جان زوی او فتح الله د ميراجان زوی شامل دي.
2014-03-02
افغانستان