دکابل ادارې دکورنيوچارو وزارت دخپل عادت له مخې نن بيا پروپاګند خپور کړ او ادعاي وکړه چې ګنې دوي او بهرنيو بادارانو يې په تيرو۲۴ ساعتونوکې دهيواد په بیلابیلو سیمو کې۷۶ تنه مجاهدين شهيدان ۲ يې ټپيان او۹ تنه يي هم ژوندي نيول دي ،همدا راز دعوه کوي چې په يوشمیر ولايتونو کې يې دغه په اصطلاح چاڼيز عمليات ترسره کړي او پسې اوږدوي چې يوشمیر وسلې او مهمات يې هم تر لاسه کړي .
موږ د دښمن پورته له حقيقت نه لرې ادعا په کلکه ردوو، دښمن هره ورځ د مجاهدين تلفاتو خبرونه خپروي او په دې پروپاګند سره غواړي ځان کامياب معرفي کړي، په داسې حال کې چې د مجاهدينو په وړاندي يې په هر محاذ کې رسوا ماتې خوړلې، بل پلو دښمن ملکي خلک هم نيسي او ځوروي چې بیا يي دمجاهدینو په نوم اعلانوي .
په تيرو څلورويشتو ساعتونو کې دخالد بن وليد عملیاتو په جريان کې د کنړ، ننګرهار، کابل، لوګر، زابل ، کندهار، هلمند، ارزګان ، هرات ، بادغيس ، خوست ، پکتيکا او غزني ولایتونو په بیلابيلو سيمو کې داسلامی امارت دمجاهدینو لخوا په بهرنيو عسکرو او کورنيو اجيرانوګڼ بريدونه ترسره شوي چې له امله ېې زيات شمير بهرني او کورني دښمنان قتل او ټپيان شوي دې او ددښمن يوشميرزغروال ټانکونه او رينجر موټرهم د انفجارونو او کمين بريدونو له امله له منځه تللي .
په تيرو ۲۴ ساعتونو کې زموږ ۵ تنه مجاهدين شهيدان او ۳ ټپيان دي.
ذبیح الله مجاهد د اسلامي امارت ويندوی
۱۴۳۵/۴/۲۵هـ ق
۱۳۹۲/۱۲/۶هـ ش ــ 2014/2/25م
افغانستان