د ننګرهار ولايت له حصارک ولسوالۍ نه د دښمن په قوه د وسلوال بريد خبر ورکړل شو چې دښمن ته پکې درنه مرګ ژوبله اومالي تلفات اوښتي.
قوه چې له بري کولای سيمي نه د حصارک ولسوالۍ ته روانه وه نن سهار مهال 9 بجې په مردار ډنډ سيمه کې د مجاهدينو له سخت بريد سره مخ شوه چې د خبر له قراره جګړه د ماسپښين تر 3 بجو پوري وغځېده.
په دې اوږدمهاله مخامخ نښته کې د دښمن 13 تنو عسکرو خپل ژوند له لاسه ورکړ او يو ګڼ شمېر نور ټپيان شول، د عيني شاهدان په وينا په جګړه کې د مخکيني ولسوال عبدالخالق زوم چې اربکی وو او د اربکيانو قومندان ګل بادشاه هم وژل شوي دي.
د دښمن په متقابلو ډزو کې د اسلامي امارت 4 مجاهدين د شهادت لوړ مقام ته ورسېدل، انا لله وانااليه راجعون.
افغانستان