د کاپيسا ولايت په تګاب ولسوالۍ کې د ګډ دښمن په عسکرو چاودني شوې او 6 تنه بهرني عسکر پکې وژل شوي دي.
د راکړل شوي خبر په حواله نن مازديګر خواوشا 4 نيمي بجې د يادي شوي ولسوالۍ په انارجوی سيمه کې د اجيري ارود او بهرنيو عسکرو په پلي ګزمه د مجاهدينو ځای په ځای شوی ماين وچاودېد چې له امله يې د عيني شاهدانو په وينا 3 تنه اشغالګر عسکر او 3 د اجيري اردو عسکر ووژل شول او 2 د اجيري اردو عسکر ټپیان شول.
خبر ځای زياته کړې مازديګرمهال 5 بجې په ياده سيمه کې دوهمه چاودنه د ير غلګرو عسکرو په زغروال ټانګ وشوه چې د خبر په اساس 3 تنه بهرني عسکر يې پکې ووژل او 4 نور يې سخت ژوبل کړل، چاودني ټانګ هم پوره تخريب کړی دی.
2014-02-10
افغانستان