ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
هلمند: سنـــــګین کې ماین دوه اجیرعـــسکرووژل
تفصيل نېټه: دوشنبه, 10 فروري 2014 18:45 لیکوال: قاري محمدیوسف احمدي بـــــرخه: نوي خبرونه كـــتني: 2
دهلمندولایت په سنګین ولسوالۍ کې په اجیردښمن دماین چاودنه شوي
له سیمي نه مسؤول مجاهدین وایې : چاودنه نن ماسپښین ناوخته 4 بجې ددي ولسوالۍ اړوند دپیروزو په سیمه کې داجیري اردوپه پلي ګزمه دویشتونکي ماین په مټ ترسره شوه چې له امله یې دوه تنه اجیرعسکرځای په ځای ووژل شول
2014/2/10
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
اروزګان : ترینکوټ کې یوعسکرقتل ګڼ مهمات غنیمت شول
تفصيل نېټه: دوشنبه, 10 فروري 2014 18:43 لیکوال: قاري محمدیوسف احمدي بـــــرخه: نوي خبرونه كـــتني: 2
اروزګان ولایت په مرکزترینکوټ کې یواجیرعسکرووژل شو
له سیمي نه مسؤول مجاهدین وایې : یوتن اجیرعسکرتېره ورځ غرمه شاوخوا 11 بجې دترینکوټ اړوند دپای ناوې دچینو کوتل په سیمه کې دمجاهدینوله لوري دیوه غلچکي بریدپه ترځ کې ځای په ځای ووژل شو چې یوه توپنګچه ، یوچریکي هاوان ، کلاشنکوف اوموټرسایکل یې مجاهدینو غنیمت کړل
2014/2/10
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
کندهار:بولدک کې ماین یوسرحدي عسکرسخت ژوبل کړ
تفصيل نېټه: دوشنبه, 10 فروري 2014 18:43 لیکوال: قاري محمدیوسف احمدي بـــــرخه: نوي خبرونه كـــتني: 3
دکندهارولایت په بولدک ولسوالۍ کې په اجیردښمن دماین چاودنه شوي
له سیمي نه مسؤول مجاهدین وایې : چاودنه نن سهار نهه بجې ددي ولسوالۍ اړوند دشیرو اوبو په سیمه کې هغه مهال په اجیرسرحدي عسکرو دیوه خښ شوي ماین په مټ ترسره شو ه چې دماین شنډولو هڅه یې وکړه چې له امله یې یوتن سرحدي عسکرسخت ژوبل شو
2014/2/10
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
اروزګان : چوره کې 4 اربکیان مجاهدینوسره یوځای شول
تفصيل نېټه: دوشنبه, 10 فروري 2014 18:42 لیکوال: قاري محمدیوسف احمدي بـــــرخه: نوي خبرونه كـــتني: 2
داروزګان ولایت له چوري ولسوالۍ نه داسلامي امارت مسؤول مجاهدین دیوه رارسیدلي خبرپه ترځ کې وایې چې : نن سهار ددي ولسوالۍ اړوند دخوشخدیر دسیمي اوسیدونکي څلورتنه اربکیان دحقایقو په درک کولو له اسلامي امارت سره یوځای شول
دغه څلورتنه اربکیان هریوعزیزالله ولد محمدزی ، عبدالحق ولد عبدالحکیم ، جمعه خان ولد ملامحمدرحیم اوعبدالنافع ولد رحیم الدین دمجاهدینو درابطو اوهلوځلو په پایله کې داسلامي امارت دحقانیت په درک کولو ددښمن له لیکورابېل شول اوکلک هوډیې څرګندکړچې نوربه دژوندترپایه داسلامي امارت مجاهدینو همکاري ته دوام ورکوي
2014/2/10
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
خوست : باک کې چاودني يو پوليس وژلی
تفصيل نېټه: دوشنبه, 10 فروري 2014 14:40 لیکوال: ذبيح الله مجاهد بـــــرخه: نوي خبرونه كـــتني: 9
د خوست ولايت د باک په ولسوالۍ کې د ځای په ځای شوي ماين په چاودنه کې يو تن پوليس وژل شوی دی.
پوليس نن غرمه 12 بجې د ولسوالۍ مرکزته نژدې پلي روان وو چې د مجاهدينو ځای په ځای شوی ماين پرې وچاودې.
2014-02-10
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
لوګرمرکزته نژدې ماين د 2 پوليسو ژوند واخيست
تفصيل نېټه: دوشنبه, 10 فروري 2014 14:40 لیکوال: ذبيح الله مجاهد بـــــرخه: نوي خبرونه كـــتني: 11
په لوګر ولايت کې د ښخ کړل شوي ماين چاودني 2 تنه پوليس وژلي.
دغه چاودنه پل علم ته نژدې د کلنګار په سيدانو سيمه کې تېره ورځ مازديګر 5 بجې د پوليسو په پلي ګزمه وشوه چې ګڼ نور يې ټپیان هم کړل.
2014-02-10
ــــــــــــــــــــــ ـــــــــــــــــــــــــ
کاپيسا : نجراب کې 1 ټانګ تخريب او 5 عسکر مړه اوژوبل شول
تفصيل نېټه: دوشنبه, 10 فروري 2014 14:40 لیکوال: ذبيح الله مجاهد بـــــرخه: نوي خبرونه كـــتني: 8
د کاپيسا ولايت په نجراب ولسوالۍ کې د ګډ دښمن له عسکرو سره د خونړۍ نښتې خبر ورکړل شو.
په خبر کې راغلي نښته نن سهارمهال 5 بجې رامنځته شوه چې تر اوسه پوري دوام لري، د خبر له قراره سهار مهال د يادي ولسوالۍ افغانيه او غين درې ته ګڼ شمېر د اجيري اردو عسکر، اربکيان او بهرني عسکر د عملياتوپه موخه راغلل چې د مجاهدينو له سخت مقاومت سره مخ شول.
عيني شاهدان و ايي د جګړې په مهال په افغانيه سيمه کې د اجيري اردو يو زغروال ټانګ وويشتل شو چې په پوره ډول تخريب شو، په ټانګ کې ناست عسکر 2 تنه ځای په ځای وژل شوي او 3 نور مرګوني ټپيان شوي دي.
2014-02-10
افغانستان