د کابل ګوډاګی اداری د عسکرو تلفات دوه برابره شول
الجـــــــهاد فی سبیل الله
د کابل ګوډاګی اداری د عسکرو تلفات دوه برابره شول
ساعت 17:57 | بازدید : 583 | نویسنده : استشهادته سلام | ( نظرات )

2014-02-05لیکوال: عزت الله پیمان بـــــرخه: نوري تازه پیښې كـــتني: 28

د يوه نوي راپور له مخي د افغان امنيتي عسکرو تلفات ډېر سوي دي. د ۲۰۱۳کال په لومړيو يوولسو مياشتو کي تلفات چي مخکي ۴۶۰۰ وو ؛ دوه برابره سوي دي.

رويټرز خبري آژانس د دوشنبې په ورځ (۲۰۱۴ کال د فبروري ۳) ليکلي دي، په هغه ۴۷ مخيز راپور کي چي د آلمان له خوا برابر سوی دی او نن یعنی د چهارشنبې په ورځ به د دغه هيواد کابينې ته د پريکړي له پاره وړاندي سي ؛ راغلي دي چي د افغان امنیتي ملیشو تلفات ډېر سوي دي.

دغه راپور چي «د افغانستان پرمختګ» نوميږي، پکښې راغلي دي چي د افغان امنيتي ځواکونو د تلفاتو د ډېرېدو يو عامل دا دی چي له هغه وروسته چي د بهرنيو ځواکونو څخه يې امنيتي مسووليت پر خپله غاړه اخيستی دی، په ټول هيواد کي د جنګ په لومړۍ کرښه کي جنګیږي. په ټوليزه توګه بايد نزدې ۳۵۰۰۰۰ افغان امنيتي ځواکونه د خپل هیواد امنيت ټينګ کړي.

په دغه راپور کي راغلي دي چي پر دې سربيره طالبانو ځيني سيمي هم نيولي دي. «په ۲۰۱۳ کال د طالبانو له خوا د ځينو ځايونو نيول تثبيت سول.» په دې کي د هغو ولايتونو ځيني سيمي هم شاملي دي چي آلماني ځواکونه ځني وتلي دي، لکه کندز او بغلان.

په راپور کي زياته سوې ده چي تر ټولو ډېر بيا د دغه هيواد په ختيځ او په زياته بيا لوېديځ کي چي د طالبانو مرکز بلل کيږي ؛امنيتي وضعيت خراب دی. حتی د دغو سيمو په لويو ښارونو کي طالبان تلاښ کوي چي تر خپل کنترول لاندي يې راولي

د بهرنيو عسکرو تلفات

په راپور کي راغلي دي چي په زغره والو وسايلو سمبال بهرني ځواکونه چي د وسله والو د يرغلونو اصلي هدف هم دي په تلفاتو کي یې نیسبي کمښت راغلی دی. د راپور په حواله دغه شمېره د ۲۰۱۳ کال په لومړيو يوولسو مياشتو کي د تير کال له ۲۸۴تنو څخه ۲۲۵ تنو ته راکښته سوې ده.

په افغانستان کي د بهرنيو ځواکونو جنګي ماموريت د روان کال تر پايه پوري پای ته رسيږي. د آلمان کابينه به دغه راز د چهارشنبې په ورځ د ايساف په چوکاټ کي د آلماني ځواکونو د وروستي ماموريت په اړه پريکړي وکړي.

په پلان کي ده چي تر ۲۰۱۴ کال وروسته هم په افغانستان کي له ۸۰۰۰ څخه تر ۱۲۰۰۰پوري بهرني ځواکونه پاته سي. د دغو ځواکونو دنده به د افغان ملیشو ملاتړ وي.

آلمان هم پتېيلې ده چي په دغه ماموريت کي له ۶۰۰ څخه تر ۸۰۰تنو پوري عسکرو پوري د افغانستان په پلازمېنه او شمالي ولايتونو کي په دندو وګوماري.

  خو دغه ماموريت به هغه مهال رسمي بڼه غوره کړي چي حامد کرزی له واشنګټن سره دوه اړخيز تړون لاسليک کړي((



افغانستان
|
امتیاز مطلب : 0
|
تعداد امتیازدهندگان : 0
|
مجموع امتیاز : 0


مطالب مرتبط با این پست
می توانید دیدگاه خود را بنویسید


نام
آدرس ایمیل
وب سایت/بلاگ
:) :( ;) :D
;)) :X :? :P
:* =(( :O };-
:B /:) =DD :S
-) :-(( :-| :-))
نظر خصوصی

 کد را وارد نمایید:

آپلود عکس دلخواه:








منوی کاربری


عضو شوید


نام کاربری
رمز عبور

:: فراموشی رمز عبور؟

عضویت سریع

نام کاربری
رمز عبور
تکرار رمز
ایمیل
کد تصویری
نویسندگان
نظر سنجی

ستاسو قدرمنو نظر دسایت په هکله؟

آخرین مطالب
خبرنامه
براي اطلاع از آپيدت شدن وبلاگ در خبرنامه وبلاگ عضو شويد تا جديدترين مطالب به ايميل شما ارسال شود



دیگر موارد

آمار وب سایت:  

بازدید امروز : 231
بازدید دیروز : 2108
بازدید هفته : 2339
بازدید ماه : 5215
بازدید کل : 98836
تعداد مطالب : 958
تعداد نظرات : 57
تعداد آنلاین : 2

استشهاد ته سلام

تبادل لینک هوشمند

تبادل لینک هوشمند
برای تبادل لینک  ابتدا ما را با عنوان  داستشهادته سلام راید سپس مشخصات لینک خود را در زیر نوشته . در صوروجود لینک ما در سایت شما لینکتان به طور خودکار در سایت ما قرار میگیرد. 






آمار وب سایت

آمار مطالب

:: کل مطالب : 958
:: کل نظرات : 57

آمار کاربران

:: افراد آنلاین : 2
:: تعداد اعضا : 1

کاربران آنلاین


آمار بازدید

:: بازدید امروز : 231
:: باردید دیروز : 2108
:: بازدید هفته : 2339
:: بازدید ماه : 5215
:: بازدید سال : 10193
:: بازدید کلی : 98836