لیکوال: ذبيح الله مجاهد بـــــرخه: نوي خبرونه كـــتني: 1
په غزني ولايت کې مسؤل مجاهدين وايي د مرکز په اړونده سيمه کې ورسره يو تن عسکر چې ګل احمد نومېږي يو ځای شوی دی.
ګل احمد نن د ورځي 9 بجې د جلب او جذب کميسيون او سيمه ييز و مجاهدينو د دعوت او هڅو په پايله کې د اسلامي امارت له مخالفت نه لاس په سر او مجاهدينو سره يو ځای شو.
نوموړي 1 فلدر موټر، 1 کلاشنکوپ او 1 مخابره هم مجاهدينو ته تسليم کړې چې مجاهدينو يې تود هرکلی وکړ او د يو لړ مراسمو په ترڅ کې يې په جائزو ونازاوه.
ګل احمد د مدير زوی او د شلګر ولسوالۍ د بختيارو کلي اوسېدونکی دی.
2014-01-27
افغانستان