غمازان راځي جانان راځنې اخلي دا د ټول عمر ارمان راځنې اخلي شاړوي سمسور ګلشن زما د هيلو خزانونه دي ګلان راځنې اخلي سور غربي ساحر منتر د ډالر وائي په دې چل هنر ايمان راځنې اخلي انقلاب د جنګ کچکول په غاړه ګرځي مجاهد تنکي ځوانان راځنې اخلي د خزان بلا راغلې ګلستان ته بورا ګان او بلبلان راځنې اخلي د مرګي قلنګ ته فکر يمه وړى ډېر خواږه خواږه دوستان راځنې اخلي د دنيا ډاکوان راغلي دي ( مفتونه ) خپل ښاېئسته افغانستان راځنې اخلي
افغانستان