د اسلام پغمبر صلی علیه وسلم بعثت مقصد
الجـــــــهاد فی سبیل الله
د اسلام پغمبر صلی علیه وسلم بعثت مقصد
ساعت 12:38 | بازدید : 863 | نویسنده : استشهادته سلام | ( نظرات )

لیکوال: مولوي عصمت الله عزام بـــــرخه: بیلابیلي لیکني كـــتني: 19

بسم الله الرحمن الرحيم

نحمده ونصلی علی رسوله الکريم امابعد:

دنبوت دلمرترراختلومخکي په دُنياکي ډول ډول تيارې خوري وي،ظلم اووحشت خپل انتهاءته رسېدلی وو.

دهغوی دبېلاريتوب دمعلومات لپاره داکافي ده چي

دالله پاک کتاب چي ترټولورښتونی کتاب دی موږته داخبرراکړی دی چي دنبي عليه السلام تربعثت مخکي خلگ په څرگنده بېلاريتوب کي پراته وو.

دانسانيت دسترلارښودجناب محمدرسول الله صلی الله عليه وسلم تربعثت مخکي ظلم اوبربريت خپل اوج ته رسېدلی وو،انسانان له حق،صداقت،رشداوهدايت څخه نااشناوو.

ژوندۍ لوڼه ښخول کېدلې،دکورنيو شخړو اودُښمنيو بازارتودوو، زناکارۍ،شراب نوشۍ،خوماربازي اوداسي نوروناوړوکارونورواج درلود.

دانسانانواخلاق،عادات،عقېدې اواعمال ټول ناسم وو،دې هرڅه سمون ته اړتيالرله په دغسي وخت کي دالله پاک رحمت په جوش راغی اودُنياته يې خپل آخري پيغمبرراولېږی چي ترقيامته پوري دټول انسانيت لپاره رهنمااوپېشوادی.

دده په ذريعه الله پاک هغه دجهالت په تياروکي پرتوخلگوته رڼاپيداکړه اودُنياته يې په هره برخه کي دژوندانه اصول اوطريقې وروښودلې اوانسانانوته يې له عذابونوڅخه دخلاصون لار وروښوده.

دپيغمبرصلی الله عليه وسلم دراتگ مقصددادی چي انسانان دده په طريقه عمل وکړي الله جل جلاله فرمايلي دي:

وَمَا أَرْسَلْنَا مِنْ رَسُولٍ إِلَّا لِيُطَاعَ بِإِذْنِ اللَّهِ ۚ(النساء:۶۴)

(پرته له دې چي دالله په حکم سره يې طاعت وشي دبل څه لپاره مويورسول هم نه دی رالېږلی!!)

په دې آيت مبارک کي الله جل جلاله خپل عام قانون بيان کړی چي موږکوم پيغمبررالېږلی دی،ددې لپاره مورالېږلی دی څوخلگ دالله پاک دفرمان مطابق دهغه تابعداري وکړي.

نوله دې څخه مطلب دادی چي دغه آخري پيغمبرصلی الله عليه وسلم هم ددغه مقصدلپاره راغلی دی څوخلگ دده طاعت وکړي.

همدارازالله جل جلاله په ځای کي فرمايي:

لَقَدْ كَانَ لَكُمْ فِي رَسُولِ اللَّهِ أُسْوَةٌ حَسَنَةٌ لِّمَن كَانَ يَرْجُوا اللَّهَ وَالْيَوْمَ الآخِرَ وَذَكَرَ اللَّهَ كَثِيرًا

(سورة الاحزاب:۲۱)يقينًاستاسولپاره دالله په رسول کي دتابعدارۍ ښائسته نمونه شته،دهغه چالپاره چي دالله تعالی اودآخرت دورځي هيله لري.اوالله ډېريادوي!!

يعني نبي عليه السلام ستاسولپاره نمونه ده چي تاسوبه دهغه په څېرکارونه کوئ!

وجه داده چي انسان نمونې ته اړتيالري،دانسان فطرت داسي دی چي يوازي کتاب پرته له استاذڅخه دده داصلاح لپاره،ياديوه علم اوفن دزده کولولپاره کافي نه دی ترڅوچي يومربي اواستاذونه لري.

نوددين په هکله هم انسان يوه مربي اواستاذته اړتيالري،پرته له دې چي داسي يوه نمونه انسانان ولري دوی صحيح لارپه صحيح توگه نه شي پېژندلای نوله دې امله الله پاک پيغمبران رالېږلي دي.

نوهمدارازنبي صلی الله عليه وسلم هم يوه نمونه ده چي بايدانسانان هغه ته په کتلوسره دهغه په پله دقدم اېښودلوهڅي وکړي ځکه دادانسانانو ذمه واري اودپيغمبردبعثت مقصددی.

نواوس موږپه داسي حال کي چي دپيغمبرصلی الله عليه وسلم دتابعدارۍ نمونه دژوندانه په ټولواړخونوکي لرو،دې ته اړتيانه لروچي دغربيانوسره ځان ورته کړو.

زموږدين په هرڅه کي کامل اومکمل دی،په دې مبارک دين کي دهرڅه په هکله نبوي لارښووني شتون لري.

اوداداسي لارښووني دي چي ددين اودُنيادواړوبری اونېکمرغي په دې کي نغښتې ده.

په دُنياکي هم که څوک خوشحالي غواړي هغه دي ددې مبارک دين په رڼاکي خپل ژوندعيارکړي نودغه هدف ته به انشاءالله تعالی په اسانۍ سره ورسېږي.

وصلی الله علی نبينامحمدوعلی آله و اصحابه اجمعين



افغانستان
|
امتیاز مطلب : 0
|
تعداد امتیازدهندگان : 0
|
مجموع امتیاز : 0


مطالب مرتبط با این پست
می توانید دیدگاه خود را بنویسید


نام
آدرس ایمیل
وب سایت/بلاگ
:) :( ;) :D
;)) :X :? :P
:* =(( :O };-
:B /:) =DD :S
-) :-(( :-| :-))
نظر خصوصی

 کد را وارد نمایید:

آپلود عکس دلخواه:








منوی کاربری


عضو شوید


نام کاربری
رمز عبور

:: فراموشی رمز عبور؟

عضویت سریع

نام کاربری
رمز عبور
تکرار رمز
ایمیل
کد تصویری
نویسندگان
نظر سنجی

ستاسو قدرمنو نظر دسایت په هکله؟

آخرین مطالب
خبرنامه
براي اطلاع از آپيدت شدن وبلاگ در خبرنامه وبلاگ عضو شويد تا جديدترين مطالب به ايميل شما ارسال شود



دیگر موارد

آمار وب سایت:  

بازدید امروز : 314
بازدید دیروز : 2108
بازدید هفته : 2422
بازدید ماه : 5298
بازدید کل : 98919
تعداد مطالب : 958
تعداد نظرات : 57
تعداد آنلاین : 2

استشهاد ته سلام

تبادل لینک هوشمند

تبادل لینک هوشمند
برای تبادل لینک  ابتدا ما را با عنوان  داستشهادته سلام راید سپس مشخصات لینک خود را در زیر نوشته . در صوروجود لینک ما در سایت شما لینکتان به طور خودکار در سایت ما قرار میگیرد. 






آمار وب سایت

آمار مطالب

:: کل مطالب : 958
:: کل نظرات : 57

آمار کاربران

:: افراد آنلاین : 2
:: تعداد اعضا : 1

کاربران آنلاین


آمار بازدید

:: بازدید امروز : 314
:: باردید دیروز : 2108
:: بازدید هفته : 2422
:: بازدید ماه : 5298
:: بازدید سال : 10276
:: بازدید کلی : 98919