هر هیواد يوې داسي اردو او پولیسو ته اړتیا لري، چي دهيواد، دین، فرهنګ،عنعناتو او خلکو ساتنه وکړي.
خو داهغه مهال شونې ده، چي دغه اردو او پولیس له استقلال څخه برخه من وي او له استقلال څخه هغه مهال برخمن کېدلی شي، چي دخپل هیواد له لوری بسیاوي،په اسلامي چوکاټ کي روزل شوي او تر هر څه ورته دیني ارزښتونه ګران وي، خو هغه اردو اوپولیس چي دکوم بل هیواد له لوري روزل کيږي، تمويليږي او تنخواوي ور کول کیږي، هیڅکله له استقلال څخه نشي برخمن کيدلی او بایدد مستقل او خپلواک پوځ خیال پرې ونه شي، ځکه هغوی ته خپلواک ویل به که له یوه پلوه په حقو سترګي پټول وي، خو له بله پلوه به دخپلواک په معنا نه پوهیدل وي.
نيوک یارک ټائمز ورځپاڼي د ۲۴-۱۰-۱۳۹۲ په یوه راپور کي وویل: په اصطلاح ملي پولیسو او اربکیانو ته دنومبر له مياشتي راهیسي تنخواګاني نه دي ورکړل شوي، دورځپاڼي په خبره ان په ځینو ځايونوکي داکتوبر له میاشتي راهیسي پولیس او اربکیان بې تنخوا پاته دي.
دغرب له لوري دکرزي دادارې پولیسو، اردو او اربکیانو ته دملګروملتونو له لوري پيسې او تنخواګاني سپارل کیږي، چي دا ځل يې تنخواوي یو مخ لادرکه دي او دورځپاڼي په خبره آن ځينو عسکرو خو په کلیو او ښارونوکي له خلکو پيسې ټولول پيل کړي.
دورځپاڼي په خبره ځیني خو يې له دومره بې پيسې ورځي سره مخ شوي، چي دصابون روپۍ هم نه لري، ترڅو یو عادي دشلو او لسو روپو سابون پرې واخلي.
ورځپاڼي ظاهرا دتنخواوود نه ورکولو پړه دکرزي د ادارې په بې صلاحیته مشرانو وراچولي ده او ځینو غربي چارواکو ددې ویره څرګنده کړي، چي ښايي دغه پيسې غلاشوي وي، خو خبره که څومره دکرزي په ادارې پوري تړلي ده، تردې ډيره دغه خبره خپله په امریکايي چارواکو پسي تړلي ده.
ځکه داسي ښکاري، چي امریکا په دې سره غواړي، ترڅو دکرزي ادارې او افغانانو ته داوښيي، چي که امریکا له افغانستان څخه ووځي، نو دغه په اصطلاح اردو او پولیس به تنخواوي پیدانه کړای شي، نوځکه باید له دوی سره امنیتي تړون لاسلیک کړای شي، ترڅو له يوه پلوه ددوی خپلي ګټي خوندي شي اوله بله پلوه په اصطلاح ملي اردو، پولیس او اربکیان په نس ماړه شي.
خو خبره یوازي دامنیتي تړون نه ده،بلکه دامریکاله لوري په ټوله کي دغه دومره مصارف او تنخواوي خوشي نه ورکول کیږي،هغوی نور هدفونه هم لري، چي غواړي دپولیسو او پوځ له لاري يې ترلاسه کړي.
دافکر باید ونه شي، چي امریکا دغه دومره پيسې بلاعوضه او دهمدردي له امله ورکوي، ځکه امریکا ته ترخپلووږیو افغانان ګران نه دي او نه هم ورنږدې دي او نه هم له خپلو خلکو درانده ټيکسونه ددې لپاره اخلي،چي افغانان پرې ماړه کړي،ځکه دانه شي توجيه کېدلی، چي په امریکاکي دي په ميليونو کسان بې کاره او په نس نه وي ماړه اوغرب دي هغه پرېږدي، په ځای دي يې په زرګونو کيلومتره لري پرتو افغانانو ته پيسې ورکړي او هغوی ته دي کارونه پيدا کړي.
نه امریکا داسي تاریخ لري، چي سخاوت دي يې پکي کړی وي، ځکه یوڅوک چي ټول وخت په غلا تیر کړي هغه به څنګه وکولای شي، بل څوک دسخاوت له مخي موړ کړي.
خو خبر داده، چي دوی غواړي په دې لاري پولیس او پوځ په دې پوه کړي، چي که چيرته په راتلونکي کي زموږ له امر څخه سرغړونه وشي، نو بیابه نه روپۍ وي او نه هم دغه اکمالات، نوځکه باید تاسو يوازي او یوازي زموږ له غوښتنو سره سم قدم کېږدئ.
باید په دې ټول افغانان پوه شو، چي له دې وړاندي او یاله دې وروسته چي امریکا دومره روپۍ دکرزي دادارې پولیسو، اردو او اربکیانو ته ورکوي، ترشا يې ډیر اهداف دي او هغه په لاندي ډول دي.
لومړی: ترڅوپه روانه صليبي جګړه کي له هغوی څخه کارواخلي او دمسلمانانو په خلاف يې وجنګوي.
دوهم: دجګړې په ډګر کي دخپلو عسکرو تشه پرې ډکه کړي، ترڅو دخپلو عسکرو دمرګ ژوبلي مخه پرې ونیسي او په ډيرو کمومصارفو دغه خالی الذهنه کسان کرایه کړي.
دریم: څنګه چي غرب هغوی ته تنخوا او مصارف ورکوي، نوځکه غرب ته دوفادارو غلامانو په څير کار کوي اوله همدې لاري غرب غواړي، چي په دغه هیوادکي ددوی په لاس هغه ډيموکراسي پلي کړي، چي دغرب ګټي پکي خوندي دي.
څلورم: دخپلو محدودو کرايه شویو کسانوپه لاسونو افغان مسلمان ولس وځوروي او ددې مسلمان ملت دکړولو لپاره کار ورڅخه واخلي.
پنځم: دهمدې کرایه شوي پوځ او پولیسو له لوري په راتلونکي کي په د غه اسلامي هیواد کي داسلامي نظام او قانون دپلي کېدلومخه پرې ونیسي.
شپږم: په دې سره غواړي، چي تل ددغه ادارې پوځ او پولیس ترخپل احسان لاندي کړي، ترڅو يوازي دامریکایانو ګټي خوندي کړي.
موږ ولیدل،څنګه چي امریکایان مصري پوځ ته تنخواوي ورکوي او هغوی اکمالوي، په بدل کي يې دخپلو ګټو لپاره استعمالوي،ځکه مصر ي پوځ دامریکایانو په اشاره يو مشروع حکومت نسکور او ځای يې یوه ديکتاتور حکومت ونیو، داسي یو حکومت چي ټول کار داسرائیلو او امریکایانو لپاره کوي،نوځکه باید مسلمانان په دغه ډول اردو، پولیسو او عسکرو ونه غولیږي، چي زموږ لپاره به کارکوي، دغه عسکر دهغه چالپاره کار کوي او کار ورڅخه اخيستل کيږي، چي څوک روپۍ ورکوي.
موسی مهاجر
افغانستان