تابعیت ددین په بیه
الجـــــــهاد فی سبیل الله
تابعیت ددین په بیه
ساعت 22:14 | بازدید : 515 | نویسنده : استشهادته سلام | ( نظرات )

محمد ادريس بـــــرخه: نوري مقالې

يو تنکي افغان ځوان د دين په عوض د انګلستان تابعيت تر لاسه کړ، حکومت ورته په خپل هيواد کې د اوسېدو اجازه له دې کبله ورکړه، چې هغه په يوه مسلمانه کورنۍ کې زېږېدلى، خو اوس هېڅ دين نه مني، او د هېڅ مذهب د اصولو پابند نه دى.

د انګلستان د محکمې د دې پرېکړې په اړه خپرو شوو راپورونو کې وويل شول چې يو افغان زلمى، په دوه زره او اووم عيسوي کال کې په داسې حال کې لندن ته ورسېد چې عمر يې ايله شپاړس کاله و، په يوه مسلمانه کورنۍ او اسلامي هيواد افغانستان کې زېږېدلى، پلار او مور يې مسلمانان دي، خو په لندن کې يې د مسيحيانو کليسا ته تګ راتګ پيل کړ، څو وګوري، چې ايا عيسيويت د هغه لپاره ګټور دى کنه؟

خو دې نتيجې ته ورسېد چې بايد له دين څخه تېر شي، په انګلستان کې يې د اوسېدو غوښتنه وکړه، وکيل ورته وټاکل شو، محکمې يې په دوسيه کار پيل کړ، د کينټ په نوم يو پوهنتون شاګردانو ته د دې افغان پر دوسيه د کار او مطالعې دنده وسپارل شوه، او بالاخره پرېکړه وشوه، که دغه زلمى خپل هيواد ته ستون شي، هلته به د مرګ د ګواښ سره مخ شي، او کېداى اسلامي شريعت پرې تطبيق شي؛ نو بناءً هغه بايد همدلته (په انګلستان کې) پاتې شي.

دغه د خپل نوعيت لومړۍ پېښه ده، چې په برتانيه کې يو غير انګريز وګړي ته د مذهب پر بنياد پناه ورکول کيږي، سره له دې چې هغه په يو مذهب او دين هم باور نه لري، خو ايا دا ريښتيا ده چې افغان شپاړس کلن دى، په خپله خوښه يې کليسا ته تګ راتګ پيل کړى، د خپلې مطالعې په نتيجه کې يې د هر مذهب سره اړيکې پرې کړي؟؟؟

او که نه مجبور کړاى شوى دى چې د مسجد پر ځاى کليسا ته ولاړ شي، له اسلامي احکامو لاس واخلي، اسلام ته په سپکه وګوري، او يا له دې لارې د مذهب پرېښودلو ته اړ کړاى شوى چې کولاى شي د مذهب په خوشې کولو سره تابعيت تر لاسه کواى شي، تبليغ ورته شوې، هڅول شوى، د لندن پر زايلېدونکو جنتونو ګرځول شوى، او د ژوند هدف ورته يوازې و يوازې، د دې دنيا ژوند ښودل شوى دى؟؟؟

په خپرو شويو راپورونو کې دغو پوښتنو ته هېڅ راز ځواب نه دى ويل شوى، او نه د ياد افغان ځوان نوم په ډاګه شوى دى، او دا هم نه ده روښانه چې شپږ کاله څه ډول دغه ځوان په انګلستان کې اوسېدلى، د کومو شرايطو پر اساس د دومره اوږدې مودې لپاره هلته د هستوګنې اجازه ورکول شوې وه، عموماً په دغو هيوادونو کې پناه غوښتونکي کسان له وړاندې څخه د يو پروګرام سره ځي، هغې هيواد ته په داخلېدو سره د پناه غوښتنه کوي، او دوسيه جوړوي، خو دا چې د دغه تنکي افغان لومړۍ دوسيه (کيس) څه ډول و، او د مذهب پرېښودلې يې څه ډول بنياد وګرځول شوې؟؟؟ هېڅ معلومات نشته.

په هر حال، له هيواده د تنکيو ځوانانو وتل نوې خبره نه ده، له دوه زرم ميلادي کال وړاندې دغه پېښې ډېرې کمې وې، او لږ افغانان بهر ته او په ځانګړې توګه اروپا ته تلل، خو پر افغانستان د صليبي يرغل څخه وروسته دغه پېښې زياتې شوې، او هر کال د بيلا بيلو لاملونو په اساس زرګونه افغانان د تېښتې هڅه کوي، ډېرې يې اقتصادي علتونه، په هيواد کې د لويديځ د هوسا ژوند افسانې خپرېدل، او دا تشهير چې د ژوند لپاره تر ټولو ښه ځاى د لويديځ پرمختللي هيوادونه دي.

په دې برخه کې په قاچاقي لارو تګ او په دې لاره د سختيو او ستونزو ګاللل، له هيچا پټ نه دي، د اروپا په تکل له کوره وتي ځوانان د غلو او شکوونکو لخوا لوټ او حتى وژل شوي، د نورو هيوادونو امنيتي مسئولينو په بې رحمانه توګه د مرګ کندې ته غورځولي، کومو کسانو چې خپلې پاکلمنې مېرمنې او معصوم بچيان هم د يو ښه ژوند درلودلو په نيت دې خونړۍ لارې ته غورځولي نو بې عفته شوي، او بچيان يې له لاسه ورکړي، او ځينې يې بيا له مالي مصرف، وخت ضياع او بدني تکليفونو څخه وروسته په کوم هيواد کې نيول شوي او بېرته د پېل نقطې ته را استول شوي دي.

دا هر څه روښانه او څرګند دي، خو دا به لومړى ځل وي، چې افغانان د کوم بهرني هيواد تابعيت د اسلام د مبين دين په څېر د بې ساري شتمنۍ په بيه تر لاسه کوي.

ما د خپلې ټولنې دغسې ډېرې خلک ليدلي چې يا خو د ناهيلۍ سره مخ شوي، شته يې له لاسه ورکړي، او د يو ښه کاروبار پر ځاى يې ورځ مزدورۍ ته لاس اچولى دى؛ خو د بې دينه افغان له موضوع بايد هغه پر دين مين افغانان خبر وي چې خپل کم عمره بچيان د (خارج) د ګټې لپاره استوي.

له ډېرو به مو اورېدلي وي چې غواړي تر ټولو کشر زوى لندن ته واستوي، او دا د دې لپاره چې په اسانۍ تابعيت تر لاسه کولاى شي، خو هغوى چې د خپل سپيڅلي دين اسلام سره مينه لري، بايد وپوهيږي، چې کوچنيانو ته ولې په اسانۍ، له کومو اوږدو او ستونزمنو پړاوونو څخه له تېرېدو پرته د هويت کارت ورکوي، او دا زمينه ورته چمتو کوي، چې په دغه هيواد کې پاتې شي؟

استادان وايي د کم عمره هلک يا انجلۍ ذهن د سپينې تختې په څېر وي، چې هر څه پرې ليکې ليکلاى يې شئ، او چې څه دې پرې وليکل نو هېڅکله هم نه پاکيږي، همدا علت دى چې اروپايي هيوادونه د اسلامي هيوادونو څخه د ورغليو وګړو په منځ کې د پاخه عمر درلودونکو په نسبت ځوان قشر ته ډېر اهميت ورکوي، او کوښښ کوي چې دغه خلک راخپل کړي.

د همدې وروستۍ پېښې په اړه انګريزي مدافع وکيل د خپل موکل (افغان ځوان) په اړه خوښي څرګنده کړې، او ويلي يې دي دا لومړى ځل دى چې په انګلستان کې يو ملحد ته د الحاد په اساس پناه ورکړل شوه، سپينه خبره ده، چې يو پردى، د افغان لپاره د ښه ژوند د پيل له امله نه دى خوشحاله، بلکې له مذهبه د هغه مخ ګرځول لمانځي.

هغه والدين بايد يو ځل بيا د خپلو اولادونو پر عقيدوي حالت غور وکړي، چې په کم عمرۍ او حتى په پخه ځوانۍ کې يې بچيان د اروپايي هيوادونو تر محکمو، کليساوو، نايټ کلبونو، مۍ خانو، لارو او کوڅو پورې ورسول، که د کوم اروپا ميشتي ځوان والدين د خپل دين سره مينه لري، او په ټولنه کې د اسلام په احکامو عمل کوي، نو دا يې هم مسئوليت دى چې زرګونه ميله لرې د پراته بچي پوښتنه هم وکړي، چې په کوم سرنوشت اخته شوى دى.

دغه نوې قضيه د کفري هيوادونو د تابعيت درلودونکو څېره، او د هغه هيوادونو د حکومتونو موخې ښه روښانه کولاى شي، دغه راز په بريښنايي پاڼو کې يو شمير فعال افغانان او غير افغانان چې ډېرې يې په بهرنيو هيوادونو کې ميشت دي، او د افغاني عنعناتو پر سپکاوي سربېره نعوذ بالله د خداى، پيغمبر او کتاب الله په اړه بې لارې کوونکي څرګندونې کوي د کفري هيوادونو اسلام ضد پروژې دي، چې غواړي په ځانګړې توګه د افغانستان د مسلمان ملت په منځ کې د بې دينۍ او الحاد تخم وشيندي، او ځوان کهول بې لارې کړي.

نه يوازې دا بلکې، همدا اوس د کابل ادارې په غټو غټو چوکيو ناستو هغو خلکو د عقيدې د څرنګوالى په اړه هم پوښتنې راولاړيږي، چې بهرني تابعيتونه لري، او هيواد ته د کفري ځواکونو له راتګ وروسته سمدستي را پيدا او مهمې مهمې دندې وروسپارل شوې، او لرې نه ده چې د انګلستان قوانين افغانستان ته هم راوغزيږي.

2014-01-16



افغانستان
|
امتیاز مطلب : 0
|
تعداد امتیازدهندگان : 0
|
مجموع امتیاز : 0


مطالب مرتبط با این پست
می توانید دیدگاه خود را بنویسید


نام
آدرس ایمیل
وب سایت/بلاگ
:) :( ;) :D
;)) :X :? :P
:* =(( :O };-
:B /:) =DD :S
-) :-(( :-| :-))
نظر خصوصی

 کد را وارد نمایید:

آپلود عکس دلخواه:








منوی کاربری


عضو شوید


نام کاربری
رمز عبور

:: فراموشی رمز عبور؟

عضویت سریع

نام کاربری
رمز عبور
تکرار رمز
ایمیل
کد تصویری
نویسندگان
نظر سنجی

ستاسو قدرمنو نظر دسایت په هکله؟

آخرین مطالب
خبرنامه
براي اطلاع از آپيدت شدن وبلاگ در خبرنامه وبلاگ عضو شويد تا جديدترين مطالب به ايميل شما ارسال شود



دیگر موارد

آمار وب سایت:  

بازدید امروز : 57
بازدید دیروز : 23
بازدید هفته : 57
بازدید ماه : 82
بازدید کل : 69134
تعداد مطالب : 958
تعداد نظرات : 57
تعداد آنلاین : 2

استشهاد ته سلام

تبادل لینک هوشمند

تبادل لینک هوشمند
برای تبادل لینک  ابتدا ما را با عنوان  داستشهادته سلام راید سپس مشخصات لینک خود را در زیر نوشته . در صوروجود لینک ما در سایت شما لینکتان به طور خودکار در سایت ما قرار میگیرد. 






آمار وب سایت

آمار مطالب

:: کل مطالب : 958
:: کل نظرات : 57

آمار کاربران

:: افراد آنلاین : 2
:: تعداد اعضا : 1

کاربران آنلاین


آمار بازدید

:: بازدید امروز : 57
:: باردید دیروز : 23
:: بازدید هفته : 57
:: بازدید ماه : 82
:: بازدید سال : 6108
:: بازدید کلی : 69134