قاري محمد یوسف احمدي.
دهلمندولایت له ناوې ولسوالۍ نه په یوه رارسیدلي خبرکې ویل شوي چې : وکیل حیات الله چې شاوخوا یوه میاشت وړاندي دناوې ولسوالۍ دعینک ددوپله په سیمه کې دماین په یوه چاودنه کې سخت ژوبل شوی ؤ تېره ورځ دسختوټپونو له امله په هندوستان کې ومړ اوپرون ورځ په ناوه کې خاورو ته وسپارل شو
نومړی په سیمه کې ددښمن خواخوږی اوداربکیانومؤسس ؤ
افغانستان