ذبیح الله مجاهد.
دکابل ادارې دکورنيوچارو وزارت دخپل عادت له مخې نن بيا دروغ وويل او خبريې خپورکړ چې ګنې دوي او بهرنيو بادارانو يې په تيرو۲۴ ساعتونوکې دهيواد په بیلابیلو سیمو کې۱۶ تنه مجاهدين شهيدان ۱۵ يې ټپيان او ۱۳ تنه يي هم ژوندي نيول دي ،همدا راز دعوه کوي چې په يوشمیر ولايتونو کې يې دغه په اصطلاح چاڼيز عمليات ترسره کړي او پسې اوږدوي چې يوشمیر وسلې او مهمات هم تر لاسه کړي
.
موږ د دښمن پورته ادعا په کلکه ردوو، دښمن هره ورځ د مجاهدين تلفاتو خبرونه خپروي او په دې پروپاګند سره غواړي ځان کامياب معرفي کړي، په داسې حال کې چې د مجاهدينو په وړاندي يې په هر محاذ کې رسوا ماتې خوړلې، بل پلو دښمن ملکي خلک هم نيسي او ځوروي چې بیا يي دمجاهدینو په نوم اعلانوي .
په تيرو څلورويشتو ساعتونو کې دخالد بن وليد عملیاتو په جريان کې د لغمان، کندز، پکتيا، ننګرهار، کنړ، لوګر، خوست ، پکتيکا، غزني ، زابل ، کندهار ، هرات ، هلمند، ميدان وردګواو جوزجان ولايتونو په بیلابيلو سيمو کې داسلامی امارت دمجاهدینو لخوا په بهرنيو عسکرو او کورنيو اجيرانو په لسهاوو بريدونه ترسره شوي چې له امله ېې زيات شمير بهرني او کورني دښمنان قتل او ټپيان شوي دې او ددښمن يوشميرزغروال ټانکونه او رينجر موټرهم د انفجارونو او کمين بريدونو له امله له منځه تللي .
ذبیح الله مجاهد د اسلامي امارت ویندوی
۱۴۳۵/۳/۶هـ ق
۱۳۹۲/۱۰/۱۷هـ ش ــ 2014/1/7م
افغانستان