د غزني ولايت له شلګر ولسوالۍ نه دښمن ته د ليږد په کاروان د وسلوال بريد خبر ورکړل شو.
په خبر کې راغلي په کاروان تېره ورځ غرمه خواوشا 12 بجې د يرکتو په سيمه کې بريد وشو چې سپکي او درنې وسلې پکې وکارول شوې او پوره دوه ساعته يې دوام وکړ.
د بريد له امله 7 پوليسو خپل ژوند له لاسه ورکړی او 3 نور مرګوني ټپيان شوي، په دې سربېره يو رېنجرموټر ويشتل شوی او پوره تخريب شوی دی
افغانستان