ذبیح الله مجاهد.
د غزني ولايت له شلګر ولسوالۍ نه د اربکيانو په لويه پوسته د فدايي بريد خبر ورکړل شو.
په خبر کې ويل شوي نن ماسپښين 3 بجې د غزني ولایت شلګر ولسوالۍ چارديوال ته نژدې په سردار کلا سیمه کې د شريرو اربکيانو په غټه او مهمه پوسته فدايي بريد ترسره شو.
د موثق راپور په اساس د بريد له امله پوسته په مکمل ډول ویجاړه او په کې مېشت 27 اربکيان قتل او ټپيان شول.
دغه فدايي بريد د همدې ولايت د ناوې ولسوالۍ د اوسیدونکي قهرمان فدایي محمدريحان لخوا د ټونيس موټر په مټ چې له درنو منفجره موادونه ډک شوی وو ترسره شو.
دمعلوماتو په اساس د دغې پوستې شريرو اربکيانو د عامو خلکو په ځورولو، مجاهدینو ته د مشکلاتو په جوړولو او اخلاقي جرمونو کې لوی لاس درلود چې دا ده نن د خپلو اعمالو په سزا ورسېدل او په ټولیزه توګه سیمه ترې پاکه او خلک ترې په راحت کې شول.
خبر زاتوي سيمي ته ګڼ شمېر عسکر راغلي او سيمه يې کلابنده کړې ده.
افغانستان