الجـــــــهاد فی سبیل الله
خطرناک بندی لنډه کیسه
ساعت 22:38 | بازدید : 1009 | نویسنده : استشهادته سلام | ( نظرات )

بندي چې دوو تنو عسکرو ترمټو نیولی وو د زولنو له شرنګ شرونګ سره یي دتحقیق کوټې ته دننه کړ ، د کوټې په منځ باندې لرګین میز ایښی وو ، چې دواړو خواوو ته یې یوه یوه څوکي ایښودل شوې وه ، د چپې خوا په څوکۍ یو پنډسړی ، سوروزمه امریکایي چې ججوری یې راځړیدلی وو ناست وو ، بندي یې همدې سړي ته په مخامخ څوکۍ کیناوو ، دپښو زولنې یې دمیز له اوسپنې سره په قلف وصل کړې او لاسونه یې شاته وروتړل ، دبندي له سترګو یې ړندې عینکې ایسته کړي ، بندي سترګې ورپولې ، یوه بله خوا یې وکتل ، له دوو تنو موظفو سرتیرو پرته چې نوموړی یې دتحقیق ترخونې رارسولی وو ، یو بل برچه پک عسکر هم دخونې په بر سر کې ولاړ وو ، له څنګ سره یې یو بل تن چې ګڼ سپین کاغذونه ورته ایښي وو او قلم یې په ګوتو کې ښوراوو ، ده ته یې په وحشت کتل ، لږ وروسته یو بل تن چې له څيرې امریکایي نه ښکارېده هم اطاق ته راننوت ، دمخامخ سړي له څنګ سره یې څوکۍ کیښوده او کیناست .

بندي چې سترګې یې رڼا ته ځمبولې لا یې دخپلې شاوخوا جاج نه وو اخیستی ، چې مخامخ په څوکۍ ناست امریکایي د سر له ویښتانو ونیو او ځان ته یې متوجه کړ ، دامستنطق وو چې له همدې ځایه یې دڅنګلوري ترجمان په مرسته له بندي سره خبرې پیل کړې ، او د دوهم امریکایي لخوا ټکي په ټکي لیکل کیدلې .

مستنطق : داکوم ځای دی

بندي : نه پوهیږم . . . باګرام به وي .

ـــ زه څوک یم ؟

ـــ نه دې پیژنم ؟

ـــ ښه اوس به مې وپیژنې ، خو ګوره سترګې بل خواته وانه ړوې مخامخ به ماته ګورې ، او زما دپوښتنو ځواب به راکوې ، سر دې ښه رانېغ کړه ، ټول حواس ماته متوجه کړه او ډیر پام کوه چې حتی دسترګو له کونجونو هم بله خوا ونه ګورې !!

ـــ سمه ده ، کوښښ به وکړم ، ترهغو چې تا سترګې نه وې اړولي سترګې به وانه ړوم .

ـــ زه سترګې نه اړوم ، زه دسترګو په جنګ کې اوږده تجربه لرم ( په خندا )

امریکایي مستنطق په څوکۍ کې وښورېده ، اوږې یې وڅنډلې او بیا یي نو څنګلې په میز ولګولې او له بندي څخه یې پوښتنې داسې پیل کړې .

ـــ نوم دې څه دی ؟

ـــ محمد نور

ـــ دکوم ځای یې ؟

ـــ دهلمند .

ـــ په هلمند کې دکومې ولسوالۍ یې ؟

ـــ دسنګین .

بندي چې مخامخ یې مستنطق ته کتل او پوښتنې یې ځوابولې په دې پوه شو، چې له ژباړې وروسته یې خبرې دبل څنګلوري امریکایي لخوا لیکل کیږي ، نوځکه یي ځان سمبال او ځوابونو ته اماده کړ .

ـــ ولې ونیول شوې ؟

ـــ نه پوهیږم ، له هغوی نه یې وپوښتئ چې نیولی یې یم .

ـــ تا څه کول چې ونیول شوې

ـــ په جنګ کې ونیول شوم

ـــ ښاااا ( په خوښۍ ) له چاسره دې جنګ کاوو ؟

ـــ له برتانویانو سره

ـــ ښه یعني له برتانوي ځواکونو سره دې جګړه کوله او ونیول شوې ؟

ـــ هو بالکل

ـــ نو له برتانویانو سره ولې جنګېدې ؟

ـــ دا پوښتنه دې له خپل پلاره وکړه !

ـــ احمقه ! ( په غوسه ) له خولې سره دې پام کوه ، ته دتحقیق میز ته ناست یې ،دا څه وایې !

ـــ سم درته وایم ، ته یو امریکایي یې ، نو له خپل پلار او نیکونو دې پوښتنه وکړه ، چې داتلسمې پیړۍ په وروستۍ نیمایي کې ولې له برتانویانو سره جنګېدل .

ـــ په ۱۷۷۰ یمو کلونو کې زموږ داستقلال جګړې یادوې !

ـــ هو هو هماغه جګړه یادوم ، له برتانوي استعمارګرو سره دامریکایانو جګړې . .

مستنطق په چورت کې ډوب شو ، شونډه یې ترغاښ لاندې کړه او دسترګو ګاټي یې په داسې ډول نامعلوم جهت ته وڅرخول ، لکه دکوم شي په اړه چې ژور فکر کوي ، بندي ورباندې غږ کړ .

ـــ اوس خو تاسترګې واړولې ، په خبره مې لکه چې پوی نه شوې .

ـــ په خبره دې پوه شوم ( په بایللي غږ ) اجازه راکړئ ووایم ، چې د برتانوي ښکیلاک او استثمارګرو په وړاندې زموږ د ویاړمنو نیکونو مبارزه داستقلال مبارزه وه ، ځکه برتانویانو زموږ خاوره اشغال کړې وه .

ـــ نو ته وا هلمند زما خاوره نه ده او برتانویانو نه ده اشغال کړې ؟

ـــ داشغال او مرستې ترمابین توپیر شته ، موږ او دبرتانیا په شمول نور ګډ ځواکونه دلته دمرستې لپاره راغلي یو ، او غواړو تاسو ته امنیت راولو ، ستاسو هیواد ودان کړو ، او په مهذب کیدلو کې درسره مرسته وکړو .

ـــ مرسته ، ودانول او متمدن کول . . . هههههه . . . څومره زوړ منطق . . دا منطق تقریبا دوه نیم سوه کاله عمر لري ، چې دلویې بریتانیا دمستعمراتو د وزارت دتیوریسنانو لخوا جوړ شوی دی ، ستاسو ملي مشر انو جورج واشنګټن او تامس جفرسن دبرتانوي اشغالګرو دغه منطق په رسمیت نه پیژاند نوځکه یي دهغوی داستعمار په وړاندې وسله اخیستي وه ، آیا ددې مطرود منطق په منلو سره تاسو دخپلو نیکونو له لارې سرغړونه نه ده کړې ؟؟

دمستنطق سترګې بیا زیړې شوې ، تحقیق لیکونکي میرزا هم لیکل درولي وو ، ترجمان د بندي او مستنطق ترمنځ داسې حیران شو ، لکه دماشوم چې د پلار او مور سره جنګ شي .

مستنطق چې د بندي خبرو ترې لار ورکه کړې وه دځان خلاصولو په دود یې وویل .

ـــ فکر کوم تاسو په غلطۍ نیول شوي یاست چې دومره غصه یاست

ـــ نه هیڅکله نه ، لکه څرنګه مې چې درته وویل زه له بهرنیو عسکرو سره جنګیدلم چې ونیول شوم .

ـــ چې داسې ده ستاسو تحقیق ته ضرورت نشته ، ځکه تاسو په خپل جرم اعتراف لرئ

ـــ که استقلال غوښتنه جرم وي ، نوستاسو نیکونه او مشران زما جرمي شریکان وو .

ـــ په تاریخ کې خو بیخي استاد راته ښکاره شوئ

ـــ مګر تاسو یې دشاګردۍ تکلیف هم نه دی ګاللی

ـــ هغه څنګه ؟

ـــ که تاسو لږ هم تاریخ لوستی وای دلته دراتګ زحمت به مو نه کاوو ، ځکه زموږ هیواد ته همیشه له تاریخ څخه ناخبره دجغرافیې شاګردان راځي .

ـــ بس بس ، نور دې خوله بنده کړه ، کنه دربندوم یې

ـــ تاسو زما خوله بندولای شئ ، خو زما داولس غږ نه شئ خاموش کولای .

ـــ اولس دې هم ستا غوندې احمق دی ، چې یوازې یې دازادۍ او استقلال نوم زده کړی دی ، دنیا اسمان ته ورسیده ، خو تاسو لا هم دازادۍ لپاره مرګ قبلوئ .

ـــ په دې حماقت کې زه یوازې نه یم بلکې تاسو هم داحمقانو نسل یاست ، ځکه ستاسو داستقلال دیوه وتلي مبارز پتریک هنري دا جمله اوس هم مشهوره ده ، چې ۱۷۷۵ م کال کې یې په ویرجینیا کې یوې غونډې ته ویلي وو ( په دې دوو شیانو کې یو ماته خامخا راکړئ آزادي او یا هم مرګ )

دمستنطق په خوله کې لاړې وچې شوې ، عسکر ته یې امر وکړ چې زرتر زره بندي له اطاق څخه وباسي ، بندي یوځل بیا زولانه او له اطاق څخه وایستل شو ، مستنطق سګریټ ولګاوو او کاتب یي وپوښت : څه دي ولیکل ؟

کاتب : یوازې دبندي نوم او ځای

ـــ یوازې همدا ؟

ـــ هو نورې خبرې یې دلیکلو وړ نه وې

ـــ رښتیا هم ډیر ژبور وو ، مګر زه به یې هم خوښ شم .

مستنطق سګریټ ته کش ورکړ ، او ترجمان یې دسترګو په اشاره له کوټې څخه رخصت کړ ، یوه شیبه په چورت کې ډوب شو او بیا یې کاتب ته وویل ، دتحقیق فورمه پریږده ، په فوق العاده ورقه باندې قضایي ټیم ته ولیکه ، چې دمحمدنور په نامه خطرناک بندي که د ځانګړو روغتیاپالانو لخوا د زهري پیچکارۍ په واسطه اعدام نه شي ، نو له بګرام څخه دانتقال په صورت کې په ګوانتانامو کې هم جنجال جوړولای شي .

سبا همدا وخت دقاضیانو او پلټونکو په غونډه کې همدا حکم تائید شو ، دمحمدنور دوسیه چې داشدمحرم مهر ورباندې وهل شوی وو ، داعداموونکې ډلې نماینده ته وسپارل شوه ، په دې غونډه کې مستنطق هم حاضر وو، نوموړی ددې لپاره قضایي غونډې ته رابلل شوی وو ترڅو دمحمدنور دتحقیق دجریان جزیات بیان کړي ، نوموړی چې دمشر قاضي له څنګ سره ناست وو په اوږده کوچ یې څنګ لګولی وو او په مخامخ دیوال ورته یوه ښایسته تابلو ځړېده ، دا په لاس رسم شوی انځور دامریکا داستقلال د اعلامیې دلیکوال او ملي مبارز تامس جفرسن وو ، چې ترې لاندې یې دنوموړي مشهوره مقوله لیکل شوي وه ( دځمکې دمخ هر انسان او انساني ټولنه دازادۍ او مستقل حکومت حق لري - تامس جفرسن ۱۷۹۰ ع)

پای

۱۴۳۵/۲/۲۷ هـ ق



افغانستان
|
امتیاز مطلب : 0
|
تعداد امتیازدهندگان : 0
|
مجموع امتیاز : 0


مطالب مرتبط با این پست
می توانید دیدگاه خود را بنویسید


نام
آدرس ایمیل
وب سایت/بلاگ
:) :( ;) :D
;)) :X :? :P
:* =(( :O };-
:B /:) =DD :S
-) :-(( :-| :-))
نظر خصوصی

 کد را وارد نمایید:

آپلود عکس دلخواه:








منوی کاربری


عضو شوید


نام کاربری
رمز عبور

:: فراموشی رمز عبور؟

عضویت سریع

نام کاربری
رمز عبور
تکرار رمز
ایمیل
کد تصویری
نویسندگان
نظر سنجی

ستاسو قدرمنو نظر دسایت په هکله؟

آخرین مطالب
خبرنامه
براي اطلاع از آپيدت شدن وبلاگ در خبرنامه وبلاگ عضو شويد تا جديدترين مطالب به ايميل شما ارسال شود



دیگر موارد

آمار وب سایت:  

بازدید امروز : 330
بازدید دیروز : 2108
بازدید هفته : 2438
بازدید ماه : 5314
بازدید کل : 98935
تعداد مطالب : 958
تعداد نظرات : 57
تعداد آنلاین : 2

استشهاد ته سلام

تبادل لینک هوشمند

تبادل لینک هوشمند
برای تبادل لینک  ابتدا ما را با عنوان  داستشهادته سلام راید سپس مشخصات لینک خود را در زیر نوشته . در صوروجود لینک ما در سایت شما لینکتان به طور خودکار در سایت ما قرار میگیرد. 






آمار وب سایت

آمار مطالب

:: کل مطالب : 958
:: کل نظرات : 57

آمار کاربران

:: افراد آنلاین : 2
:: تعداد اعضا : 1

کاربران آنلاین


آمار بازدید

:: بازدید امروز : 330
:: باردید دیروز : 2108
:: بازدید هفته : 2438
:: بازدید ماه : 5314
:: بازدید سال : 10292
:: بازدید کلی : 98935