د يو تازه خبر له مخې په خوست ولايت کې مرکزته نژدې د پوليسو په پوسته او رېنجرموټر کې درنې چاودني وشوې.
ماينونه چې د مجاهدينو له خوا په پوسته او دپوليسو په رېنجرموټر کې ځای په ځای شوي وو نن غرمه خواوشا 11 بجې انفجار شول.
خبر ځای زياته کړې له چاودنو وروسته سيمي ته په اصطلاح دملي امنيت کارکونکي او نور عسکر راغلل او په هغوئ هم 2 زوروي چاودني وشوې.
د عيني شاهدانو په وينا د چاودنو له امله 6 پوليس او د جاسوسي ادارې کارکونکي او 2 سپيشل فورس عسکر ووژل شول او 8 تنه نور مرګوني ټپيان شول.
په چاودنو کې يو عراده رېنجرموټر په بشپړه توګه ويجاړشوی او يوشمېر نور تخريب شوي، دغه راز د پوستې ودانۍ هم زيانمنه شوې ده.
2013-12-28
افغانستان