د اربکی لنڈہ کیسه
الجـــــــهاد فی سبیل الله
د اربکی لنڈہ کیسه
ساعت 18:16 | بازدید : 1227 | نویسنده : استشهادته سلام | ( نظرات )

جمیل نسوار تُف کړل ددریشۍ خړ لستوڼی یې په وربوز تېر کړ او یوځل بیا یې کومندان ته مخ ورواړاوو

ـــ زه به زیاتي روان سم چې بیخي راباندې ناوخته سو . . .

کومندان چې دچپ لاس په ورغوي یې د ښي لاس په بټه ګوته دچرسو پتری پلناوو ، په جدي لهجه ورته وویل . . . اوس څه ټکه رالویدلې ، چې داسې وچ قسم دې کړی ، او له سهاره لګیا یې چې کورته ځم کورته ځم . . .

جمیل په عاجزه لهجه ورغبرګه کړه : ګوره کومندان ساب دایوه میاشت کیږي چې کورته نه یم تللی ، مګم داهم دومره خبره نه وه . . اصلي خبره داده چې پرون خبر شوم چې ادې مې سخته مریضه ده ، دبل چا په کیسه کې زه هم نه یم خو مور مې ډیره یادیږي ، دا ډیر وخت مې نه ده لیدلې او بیخي مې ورته اندیښنه ده .

جمیل ګرم نه وو ، دده لپاره خپله کونډه مور هغه یوازینۍ هستي وه ، چې پناه یې وروړلای شوای ، دجمیل پلار چې په کټاس خلقي مشهور وو ، مجاهدینو د کډو په کال دځدراڼو په سره غاښي کې له خپلې خیمې ویوست او چارماري یې کړ ، جمیل هغه وخت لا ماشوم وو ، چې دپلارنشتوالي او دکډوالۍ د خواریو له لاسه به یې درسته شپه ژړل ، تردې چې د ډیرو بوغارو له لاسه دستوني تکلیف ورته پیدا شو، او مور به یې دبدغومي ژړا له امله ( کغن ) باله ، دستوني دهمدې زخم له امله د جمیل په غږ کې یوه داسې ازانګه پیدا شوي وه ، چې هرچا یې له ورایه غږ پیژندلای شوای .

جمیل او مور یې تر یوه کال زیاته موده له خپلو ترونو سره دهجرت په مېنو واوسیدل ، خو یوه ورځ ددوی دکیږدیوله څنګه دترکستان مهاجرو واړول ، دجمیل ترونو چې دهجرت په ژوند کې ورباندې دکونډې ساتل بوج شوي وو ، په پټه یې له ترکستانیانو سره لاس پورته کړ ، او دجمیل مور یې یوه سپین ږیري کونډ ترکستاني ته په نام کړه ، سبا چې دترکستانیانو کډې باریدې، جمیل او مور یې ترټولو مخکې په بُزکش آس سپاره او دکډو دکاروان ملګري کړل ، چې په دې توګه جمیل او مور یې دتل لپاره له خپلو اصلي قریبانو جلا شول .

له هماغې ورځې دجمیل بدمرغي پیل شوه ، نوموړی که څه هم کوچنی وو ، خو دمور نوې خسرګنۍ یې د پردي په سترګه ورته کتل ، چې دې حالت یې مور هم سخته ځوروله ، جمیل هم په دنیا بل هیڅوک نه درلودل ، یوازې همدا مور یې وه ، چې کله به یې غیږې ته پناه وروړه ، خو څرنګه چې دکور دنورو غړو بدایسیده نوځکه یې ډیر وخت له کوره بهر تېریده .

څرنګه چې جمیل بي سرپرسته وو ، نوځکه داسې رالوی شو ، چې نه یې دمکتب مخ ولید ، او نه چا ښه او بد وروښودل ، د جمیل به ډیر وخت دهغو ماشومانو په ډله کې تیریده ، چې دده غوندې بې سرپرسته وو، او دپیسو دمیندلو لپاره به یې په اجرت باندې غلاوې کولې .

هغه وخت چې جمیل دتش سګرټ په ځای تازه تازه د چرسو نشه پیل کړي وه ، یوه ورځ له ترکستان څخه دده دمور دخسرګنۍ یو خپلوان راغی ، کلیوالو پس شا ویل چې پرچمی راغلی دی ، خو دجمیل په دې خبره سر نه خلاصیده ، یوه ورځ همدغه سړی دجمیل او دده دملګرو په ډله چې ټول نوه کي چرسیان وو، ورپیښ شو، لومړی یې سګرټ و څکاوو او چې کله مجلس تود شو ، له وطنه راغلي سړي جمیل او دده ملګرو ته وویل چې عبث دلته لګیا یاست ، او په دومره خوارۍ جیب خرڅ پیدا کوئ ، په وطن کې ډیر ښه کار شروع شوی دی ، دګلم جم په نامه ملیشه جوړیږي ، سختې پیسې راروانې دي ، نه یوازې پیسې دي ، بلکې له چرسو نیولې ترشرابو هرڅه مفت دي ، یوازې په پوسته کې واړاوه او نور خپل غم غلطوه .

دمیلمه همدا غوړې خبرې وې ، چې بله ورځ یې دجمیل په شمول یوه ګله چرسیان په مخه کړل ، او رسما یې دګلم جم په ملیشو کې داخل کړل ، دګلم جم په ملیشو کې ددوی کومندان همدا سړی وو ، چې دوی ورسره راغلي وو او په ځان باندې یې ( اشرار کُش ) تخلص ایښی وو .

جمیل له هماغه وخته له خپلې مور او کور څخه ورک شو ، دګلم جم په ملیشو کې یې څوکاله سخت ژوند تیر کړ ، څو ځله ټپي شو ، او په پای کې چې دګلم جم ملیشه ختمه شوه ، جمیل چې خپل پخواني ډیر ملګري یې له لاسه ورکړي وو له خپل قومندان سره ایران ته وتښتیده .

ورځې ، میاشتې او کلونه تیر شول ، دجمیل مور له خپلې کورنۍ سره بیرته خپل اصلي وطن ته راغبرګه شوه ، خو دجمیل هیڅ درک نه وو ، څوکاله وروسته یوه ورځ دجمیل مور دمازدیګر ترلمانځه وروسته په جاینماز ناسته وه، چې دروازه وټکېده ، په کور کې نارینه نه وو ، او ښځې په پخلي مصروفې وې ، نوځکه دجمیل مور په خپله ولاړه شوه او دراوزې ته ورغله ، ددروازې له پرانیستلو سره یوه له هډوکو جوړ او زبیښلي بنیادم پرې ورمنډه کړه ، په غیږه کې یې ونیوله او ( ادې ) غږ یې له خولې ووت ، دمور په غوږونو دخپل کغن زوی دغږازانګه شناخته ولګیده ، ویې پیژانده او څو شیبې دواړو دخوښۍ سلګۍ سره ووهلې .

څو ورځې تیرې شوې ، چې جمیل او مور یې دواړه په یوه بل نه مړیدل ، دواړه دخوښۍ او هیجان توپان په مخه کړي وو ، یوه ورځ کومندان اشرارکُش چې له ده سره یوځای له ایرانه راستون شوی وو ، ددوی کره راغی ، جمیل ته یې وویل چې نور نو کار برابر شوی دی ، او هرڅه تیار دي ، بس نو ځان تیاروه چې ځو .

کومندان اشرار کُش داځل داربکیانو په نوم په کومه ملیشه کې داخل شوی وو ، او په خپله سیمه کې یې دیوې پوستې منظوري اخیستې وه ، جمیل چې له ایرانه په همدې هدف راستون شوی وو ، یوځل بیا یې له مور سره مخه ښه وکړه ، او داربکیانو پوستې ته لاړ .

جمیل ته کومندان اشرارکُش ویلي وو ، چې داځل تر پخوا پیسې ډيري دي ، رښتیا هم په لومړیو میاشتو کې یې دوی ته ډیرې ډيرې پیسې دمعاش په نوم ورکړې ، خو وروسته کرار کرار وضعه خرابیدله ، دکومندان شکایتونه هم زیاتیدل ، او ویل یې چې زموږ پیسې نور چارواکي غلا کوي ، تردې چې خبره دومره خرابه شوه ، چې اخر دوی ته د ډوډۍ مصرف هم نه ورکول کیده .

کومندان او ملګري یې چې په سیمه کې یې ډیرې بدۍ ، ظلمونه او تجاوزونه کړي وو ، اوس یې که ټوپک له اوږې کوز کړی وای ، سمدستي دخپلو دښمنانو لاس ورلوېده ، نوځکه له یوې خوا مجبور وو چې خپلې ټوپکوالۍ ته ادامه ورکړي ، او له بلې خوا دومره پیسې نه ورکول کیدلې ، چې دخپلو ملګرو د ډوډۍ او چرسو مصرف ورباندې پوره کړي .

له همدې امله وو ، چې کومندان او ملګرو یې یوځل بیا خپله زړه دنده ( غلا ) شروع کړه ، جمیل چې په غلا کې یې له کوچنیوالي بلدیت درلود ، دماښام په رانږدې کیدو به یې په خپل پتلون برسیره خپل زوړ پرتوګ واغوست ، او نور به نو دکومندان امر ته انتظار وو ، چې کوم سرک ته یې باسي ، دکلي په دوکان باندې عملیات کوي ، او که دشپې جومات ته راتلونکي سپین ږیري تلاشي کوي .

له څو میاشتو راهیسې جمیل له خپلو ملګرو سره یوځای څو ځلې دلویې لارې مسافر ، دموسسو کارکوونکي ، حکومتي کسان او عام کلیوال شکولي او لوټ کړي وو ، نوځکه یې دمیاشتنۍ تنخا څو برابره زیاتې پیسې جمع کړې وې ، دغلا او لارې شکولو همدا غوړ او پله پسې فرصتونه وو چې جمیل له ډیره وخته دخپلې مور کور ته نه وو تللی ، دجمیل دمور کلی د دوی له پوستې نه ډیر لرې نه وو ، خو د پوستې د ژوند خوشګزرانۍ دافرصت نه ورکاوو چې دخپلې مور لیدلو ته لاړ شي ،مګرله پرونه راهیسې جمیل خبر شوی وو ، چې مور یې سخته رنځوره ده ، او خپل یوازینی زوی جمیل چې دې به له نازه (کغن ) باله ، ډیر یادوي .

جمیل که څه هم دظالمو ملیشو سره ګډ ژوند او بې رحمانه کړنو یې زړه سخت کړی وو ، خو بیا یي هم له زړه څخه د مور مینې کډه نه وه کړې ، نن په جمیل باندې دمور مینه خورا ډیره غالبه شوې وه ، نوځکه یې دواړه پښې په یوه موزه دننه کړې وې او له کومندان څخه یې دتللو اجازه غوښته .

کومندان دجمیل د ډیر ټینګار له امله په پای کې ورته وویل ، او لیونیه ستا دفایدې لپاره وایم چې نن شپه پاته شه ، سبا سهار چې په کومه خوا ځې په مخه دې ښه .

جمیل : نو نن شپه څه کیسه ده چې پاته شم ؟

کومندان : نن شپه مې ډیر غوړ ښکار درته موندلی دی ، خبر یې کنه ؟ د ولسوالۍ کلینک ته معاشونه راغلي دی ، ډالر دي ډالر ، بله داچې کلینک ته یي ډول ډول قیمتي سامان الات ، نوي چپرکټونه او قسماقسم وسائل راوړي دي ، ما له هغه پخواني ګیراک سره خبره کړې ، هغه راته ویل چې تاسو یې یوازې له کلینکه راوباسئ ، نور خوندي کول او خرڅول یې په ما دي او تاسو یوازې نغدې پیسې واخلئ .

دجمیل چې د ډالرو لفظ په غوږو ولګید پښې یې سستې شوې ، څو شیبې یې د زړه دننه دمور مینه اود ډالر تلوسه سره غیږ په غیږ وه خو بالاخره د ډالر مینه د مور په مینه غالبه شوه ، او جمیل دکومندان خبره ومنله .

ماسخوتن شپه پخه شوي وه ، چې دکومندان ترمشرۍ لاندې اربکیانو دولسوالۍ بازار ته په نږدې کلینک باندې غدۍ واچوله ، کومندان له وړاندې دولسوالۍ له پولیسو سره خبره شریکه کړې وه نوځکه یې په پوره اطمینان خپل دلوټ تالان کار پیل کړ ، کومندان خپلو اربکیانو ته ویلي وو ، چې ساده جامې واغوندې او اوربوزونه ټینګ وتړي ، ترڅو ونه پیژندل شي ، کومندان اربکیان په څوډلو ویشلي وو ، یوه ډله د شفاخانې د دفتر لوټلو او د معاش دراغلیو پیسو دموندلو لپاره ګمارل شوي وه ، بلې ډلې د ډاکټرانو دلوټلو او خاموش ساتلو دنده درلوده ، دبلې ډلې وظیفه دا وه ، چې مریضان وپلټي او د چپرکټونو په شمول قیمتي توکي او نغدي پیسې ولجه کړي ، جمیل په وروستۍ ډله کې وو .

د شپې یوه نیمه بجه کیدونکې وه ، د کلینک زیاتره قیمتي وسائل ایستل شوي ، او بهر دپوستې په رینجره کې بار شوي وو ، جمیل په بیړه د بستري مریضانو وارډته ورننوت ، څو تنه مریضان د خونې په سیمټې خولې پړمخې پراته وو ، او مړې مړې سلګۍ یې وهلې ، دڅنګ له کوټې څخه چې ډاکټران په کې تړل شوي وو ، د وهلو ډبولو غږ اوریدل کیده ، جمیل خپله لیزري بتۍ یوه بله خوا رڼا کړه ، مریضان ټول په مځکه پراته وو او چپرکټونه یې ایستل شوي وو ، یوازې دخونې په بر سر کې یو کټ پاته وو ، چې په تور پړوني کې نغښتې یوه زنانه مریضه ورباندې پرته وه ، جمیل له پرتو مرګحاله مریضانو ګامونه واړول ، او په څو ګامو یې ځان هماغه کټ ته ور ورساوو ، چپرکټ یې په بیړه راکش کړ او کوښښ یې کاوو چې نسکور یې کړي ، خو په کټ پرته مریضه بوډۍ چې زبون یې وهل شوی وو ، په بنده ژبه یي وویل ، وه وروره . . . دا زماکټ . . ررر . . راپریږده . . . مړه کیږم که دې وغورځولم .

جمیل چې له وړاندې یې هم څو مریضان په همدې خبره دګلي وو ، ددې خبرې په اوریدو یې یو ځل بیا اعصاب شارټ شول او په تمسخر یې ورته وویل : سپین سارې ډیره به خوړینه خوړینه نه کیږي ، کټ راپریږده کنه په دې غولي مې رانسکوره کړې او له همدې سره یې دکټ یوه خوا پرې ورپورته کړه .

د مریضي بوډۍ په غوږونو دغله کغن غږ شناخته ولګید ، خپل زیږولی کغن یې وپیژاند ، تردې وړاندې چې له کټه د غورځیدو په مهال یې سر دسیمټو په غولي ولګیږي ، په یوه کریغه یې وویل وه زویه ! . . . وه کغنه ! مه کوه دا زما کټ دی . . . او له همدې سره دکټ پښې ورباندې پورته او شاپه تخته یي ککرۍ په سیمټو ونښته .

جمیل چې د بوډۍ له خولې دغه توري واوریدل ، چیغه یې وکړه ، له شلو شویو لاسونو یې کټ وغورځید او په بوډۍ یې ورمنډه کړې ، مورې ، مورې ت . . ت تت ته !

جمیل خپله ادې په غیږ کې راټینګه کړه ، خپل ښی لاس یې دهغې تر سر راوګرځاوو ، خو لاس یې په وینو کې ډوب شو ، دمور له ماتې ککرۍ نه یي د وینو فواره بهیدله ، جمیله خپله نیم ژوانده مور په غیږ کې نیولې وه څو په زوره زوره چیغې یې ورباندې ووهلې ، مورې ! مورې ! . . . په همدې کې یې د شا لخوا لغته وخوړله .

ـــ چیغې مه وهه د نېغۍ زو څه ټکه رالویدلې ده ، چې بوغارې وهې . . . زر راوځه چې ټول تاته انتظار یو . . . جمیل شاته وکتل ، کومندان وو ، بیرته یې مور په غیږ کې راټینګه کړه ، خو دمور هډونه نور ساړه لګیدل ، او دومره ساه په کې نه وه چې خپل کغن زوی ته په ځار او قربان ځواب ورکړي



افغانستان
|
امتیاز مطلب : 0
|
تعداد امتیازدهندگان : 0
|
مجموع امتیاز : 0


مطالب مرتبط با این پست
می توانید دیدگاه خود را بنویسید


نام
آدرس ایمیل
وب سایت/بلاگ
:) :( ;) :D
;)) :X :? :P
:* =(( :O };-
:B /:) =DD :S
-) :-(( :-| :-))
نظر خصوصی

 کد را وارد نمایید:

آپلود عکس دلخواه:








منوی کاربری


عضو شوید


نام کاربری
رمز عبور

:: فراموشی رمز عبور؟

عضویت سریع

نام کاربری
رمز عبور
تکرار رمز
ایمیل
کد تصویری
نویسندگان
نظر سنجی

ستاسو قدرمنو نظر دسایت په هکله؟

آخرین مطالب
خبرنامه
براي اطلاع از آپيدت شدن وبلاگ در خبرنامه وبلاگ عضو شويد تا جديدترين مطالب به ايميل شما ارسال شود



دیگر موارد

آمار وب سایت:  

بازدید امروز : 85
بازدید دیروز : 2108
بازدید هفته : 2193
بازدید ماه : 5069
بازدید کل : 98690
تعداد مطالب : 958
تعداد نظرات : 57
تعداد آنلاین : 2

استشهاد ته سلام

تبادل لینک هوشمند

تبادل لینک هوشمند
برای تبادل لینک  ابتدا ما را با عنوان  داستشهادته سلام راید سپس مشخصات لینک خود را در زیر نوشته . در صوروجود لینک ما در سایت شما لینکتان به طور خودکار در سایت ما قرار میگیرد. 






آمار وب سایت

آمار مطالب

:: کل مطالب : 958
:: کل نظرات : 57

آمار کاربران

:: افراد آنلاین : 2
:: تعداد اعضا : 1

کاربران آنلاین


آمار بازدید

:: بازدید امروز : 85
:: باردید دیروز : 2108
:: بازدید هفته : 2193
:: بازدید ماه : 5069
:: بازدید سال : 10047
:: بازدید کلی : 98690