اوس پارلمان سه بولی
الجـــــــهاد فی سبیل الله
اوس پارلمان سه بولی
ساعت 19:11 | بازدید : 769 | نویسنده : استشهادته سلام | ( نظرات )

لیکوال: موسی مهاجر بـــــرخه: نوري مقالې

پارلمان په خپل لنډ عمر کي له ډيرو ژورو او لوړو سره مخ شو، داسي لوړي ژوري، چي ښايي ډیر څه به يې ورڅخه زده کړي وي، خو هغه دچاپه خبره پارلمان هم ازاري دی، هر وخت له داسي نویو ستونزو سره مخ کیږي، چي دوی یې فکر هم نه کوي، نه تیره تجربه کار ورکوي او نه ورته راتلونکی پلان لري.

نه پوهیږو، دپارلمان غړي به دوزيرانو ازار وهلي وي، چي هروخت يې استحضاروي او دهغوی ګټلي ډالر ورڅخه قبضه کوي، که به دکابل ښار ترافیکوښېرا ورته کړي وي، چي دتورو شيشوپه کارولو سره ددوی اشارو ته فکر نه کوي او که به دخلکو ازار وهلي وي، چي په هسي تشو لاپويې رايي ورڅخه ترلاسه کړې.

خو دازاري پارلمان یوه نه دوه کیږي، که به یې پخواپه خپل منځ کي په بوتلونو سره ويشتل،په بوټونو او سوکانو به يې په یوه بل وارونه کول، خو اوس خدای پاک نوري بلاوي پرې مسلطي کړي دي، داسي بلاوي، چي خپل منځي بوتلان يې پرې هير کړي دي.


مخکي خو به لاښه وو، که به کوم غړی په بوتل ولګيدو، هډوکي به يې نه ماتیدل او هغه عارضي درد به يې په یوه نه یوه ډول وزغملو او دې ته به نه اړ کيدل، چي دټپونو له امله دي روغتون ته يوړل شي، خو اوس خبره بېله ده، اوس يې خدای پاک بوتلان دټوپکو په کونداغونو بدل کړي او دټوپکوپه کونداغونو وهل که چالیدلي نه وي، نو باید دکونداغونو دوهلو ننداره يې دتيري شنبې په ورځ دپارلمان مخي ته کړي وای، ځکه تاسوبه دکونداغونوپه وهلو کي دکوم لوړ پوړي چارواکي دپوزي ماتېدل نه وي لیدلي، که په دغه ورځ پارلمان ته ورغلي وای، دغه نوي ريکارډ کېښونکي ننداره به مو هم ليدلي وای.


ظاهرا په دغه ورځ دکرزي لومړی مرستیال قسیم فهیم په ډيره خوندي توګه پارلمان ته راغی، چي ښايي دډیری پارلماني غړیو دخوښۍ سبب به ګرزيدلی وي، خو خبر نه وو، چي نوموړی له یوه ډله سپو سره سم غضب راغلی دی، پوزي به هم راماتي کړي، چي تردې وړاندي هيچا راماتي کړي نه وي او په سپو به مو داسي تالاشي کړي، چي تردې وړاندي بهرنیانو هم نه وو تالاشي کړي.


ځکه کله چي دفهیم توپکوال راښکته کیږي، نوسمدلاسه دمشرانو دجرګې دادارې پلاوي په مشاور خلیل شنکر توره شپه جوړوي او هغه ګلزار پارلمان ورته په دوزخ بدلوي، خو دچابه ورته پام شي، ځکه په ډار خو ليونی هم پوهیږي، دوی په دې پوهیدل، چي که دشنکر ننګه وکړي، دهغه خويې پوزه ورماته کړه، ددوی به خولې ورماتي کړي.


پارلمان هم له زورواکانو څخه خالي نه دی، خو زور واکان دخپل ځان په ویر اخته وو، ځکه داسي په مد اوشد دسپيو تالاشي پکي روانه وه، چي ځان يې هم نشوای خوځولی.


دغه وهلو ټکولو او دسپیو تالاشي دپارلمان غړي داسي ويرولي وو، چي یوه غړي هم جرأت ونه کړای شوای، چي دراغلي ښاغلي مېلمه په مخ کي خپل اعتراض وکړي، ځکه دوی په دې پوهيدل، چي اوس دبوتلونو او کنځلو دور تیر شوی دی او دسپو ټوپکو وخت راغلی دی.


وروسته دي مطبوعات لږ خيريوسي، چي ددوی غږ يې دپارلمان تر چارديوالي راوايست او دپارلماني غړیو دمظلومیت فرياد يې ترخلکو ورساوو، خو دچابه خوا پرې بده شوي وي، ځکه خلک دغه ټول خپل ازار بولي او دخفګان په ځای به ډیر خلک په دې خوښ شوي وي، چي شکر دی، الله تعالی ددوی غچ ورڅخه واخيست، چي هغه غوړي وعدې يې راکولې او اوس يې په حال هم خبر نه دي.


خو پخواچي به پارلمان دسړیو له لوري تالاشي کیدو او جنګ به پکي په بوتلونو کيدو، دغوجلي نوم ورکړل شوی وو، اوس چي تالاشي يې دسپیو له لوري اخيستل کيږي او جګړه په کونداغونوپکي کیږي،څه يې وبولو؟



افغانستان
|
امتیاز مطلب : 0
|
تعداد امتیازدهندگان : 0
|
مجموع امتیاز : 0


مطالب مرتبط با این پست
می توانید دیدگاه خود را بنویسید


نام
آدرس ایمیل
وب سایت/بلاگ
:) :( ;) :D
;)) :X :? :P
:* =(( :O };-
:B /:) =DD :S
-) :-(( :-| :-))
نظر خصوصی

 کد را وارد نمایید:

آپلود عکس دلخواه:








منوی کاربری


عضو شوید


نام کاربری
رمز عبور

:: فراموشی رمز عبور؟

عضویت سریع

نام کاربری
رمز عبور
تکرار رمز
ایمیل
کد تصویری
نویسندگان
نظر سنجی

ستاسو قدرمنو نظر دسایت په هکله؟

آخرین مطالب
خبرنامه
براي اطلاع از آپيدت شدن وبلاگ در خبرنامه وبلاگ عضو شويد تا جديدترين مطالب به ايميل شما ارسال شود



دیگر موارد

آمار وب سایت:  

بازدید امروز : 514
بازدید دیروز : 2326
بازدید هفته : 2840
بازدید ماه : 5716
بازدید کل : 99337
تعداد مطالب : 958
تعداد نظرات : 57
تعداد آنلاین : 2

استشهاد ته سلام

تبادل لینک هوشمند

تبادل لینک هوشمند
برای تبادل لینک  ابتدا ما را با عنوان  داستشهادته سلام راید سپس مشخصات لینک خود را در زیر نوشته . در صوروجود لینک ما در سایت شما لینکتان به طور خودکار در سایت ما قرار میگیرد. 






آمار وب سایت

آمار مطالب

:: کل مطالب : 958
:: کل نظرات : 57

آمار کاربران

:: افراد آنلاین : 2
:: تعداد اعضا : 1

کاربران آنلاین


آمار بازدید

:: بازدید امروز : 514
:: باردید دیروز : 2326
:: بازدید هفته : 2840
:: بازدید ماه : 5716
:: بازدید سال : 10694
:: بازدید کلی : 99337