د کابل په اصطلاح په مشرانو جرګه کې د پکتیکا استازي خان محمد خاکي د کابل ادارې پر کړنو د سختو اعتراضاتو په ترڅ کې حکومت بې وسه او کمزوری وباله.
نوموړي وویل، چې د راتلوونکو انتخاباتو د امنیت په باب هسې خوشي تبلیغات کېږي، چې ګواکې انتخابات به په ډاډمنه فضا کې ترسره شي، بلکې دا هېڅ شونې نه ده او حکومت او امنیتي ادارې هسې د خلکو په سترګو کې خاوري اچوي.
سناتور خاکي وویل چې دا مهال د افغانستان په اویا سلنه خاور طالبان حاکم دي او د هغوی شرعي نظام پکې چلېږي،کابل حکومت یوازې پر ۳۰ سلنه خاوره راج چلوي او انتخابات هم په همدې ۳۰ سلنه خلکو ترسره کوي.
نوموړي وویل، تر هرڅه لومړی باید په هېواد کې سوله راشي او بیا ټولټاکنو او نورو چارو ته زمېنه مساعده شي.
د مشرانو جرګې یوه بل غړي وویل،دوی هېڅ داسې څرک نه ویني،چې د ټولټاکنو د ترسره کېدو نښې-نښانې جوتوي، ځکه نو باید لومړی حکومت په ډاګه ووايي چې انخابات کېږي، که نه . که کېدل نو بیا دې ورته ټینګ امنیت ونیسي. تر اوسه خو امنیت د ښه کېدا پر ځای لا د خرابېدا په حال کې دی.
د مشرانو جرګې سناتوران په داسې حال کې د حکومت پر کمزورۍ او د مجاهدینو پر برلاستیا او نفوذ اعترافات کوي، چې تېره ورځ د دیموکراسۍ انټرنیشنل انسټیټوټ له لورې په یوه نظرسنجې کې داسې تبلیغ شوې وه،چې ګواکې شاوخوا اویا سلنه خلک په ټولټاکنو کې برخه اخیستلو ته لېوالتیا لري.
افغانستان