په لغمان ولايت کې مسؤل مجاهدين وايي د عليشنګ ولسوالۍ په جلاسيموکې يې له ګوډاګيوعسکرو سره درنه جګړه ترسره کړه.
خبرکاږي تېره ورځ سهارمهال 8 بجې دګوډاګۍ ادارې د چټک غبرګون او داجيري اردو عسکر او اربکيان د ميل درې، کوټل کني او پرماوال سيمو ته د عملياتو په موخه راغلل چې دمجاهدينو له سخت مقاومت سره مخ شول، جګړه د ماسپښين تر 2 بجو پوري وغځېده.
ددې مخامخ شديدي جګړې په ترڅ کې ددښمن 5 عسکرو خپل زوند له لاسه ورکړ او 3 نور مرګوني ټپيان شول.
دسيمي خلک وايي وروسته ددښمن عسکر له سيمي نه وتشتېدل او په سيمه کې درنه بمباري وکړه چې له امله يې 1 زنانه شهيده، 1 زنانه او 2 ماشومان ټپيان شول.
2013-12-04
افغانستان