په دې کې شک نشته چې د افغانستان د روانې تراجيدۍ آر لامل په هېواد کې د یرغلګرو شتون دی، له کومې ورځې چې یرغلګر هېواد ته راغلي ورځ تر بلې د هېواد او هېوادوالو ستونزې ور سره پراخه شوې دي، ژورې شوې دي، جړ شوې دي، خو کمې شوې او هوارې شوې نه دي؛ ځکه چې یرغلګر د خپلو موخو او ګټو لپاره راغلي، که څه هم چې دا خبره په لومړ ي سر کې ډېرو ته د منلو نه وه، مګر له دولسو کلونو وروسته اوس ټول په حقیقت پوهېدلي دي.
همدا لامل دی چې ورځ تر بلې د یرغلګرو په وړاندې د مقدس جهاد څپې لاپسې د پراخېدو او توپاني کېدو په لوري درومي، ورځ تر بلې جوپې جوپې کسان د حقیقت په درک کولو سره د یرغلګرو له کتار نه راوزي او د خپل ولس ډاډمنې او پراخه غېږې ته پناه را وړي، او مجاهدین یې هم تود هر کلی کوي.
یرغلګر او نړیوال لکه په خوله چې نارې وهي، که په رښتیا او واقعي توګه د افغان ولس آرامي اوسوکالي غواړي، باید زر تر زره د افغانستان د اشغال د پای ته رسولو په موخه له هر څه وړاندې د افغانانو له خاورې څخه د یرغلګرو ځواکونو د وتلو لپاره عملي ګامونه پورته کړي، تر څو افغانانو ته د خپلږ منځي تفاهم لاره هواره شي.
هغه افغانان چې تر اوسه یې زړونه په یرغلګرو پورې تړلي وو، او داسې ګومان یې کولو چې ګواکي یرغلګر له دوی سره ريښتیني دي، یا کم ترکمه د افغانانو د ستونزې د هوارولو هوډ او اراده لري، که لا نه وي پوهېدلي اوس باید پوه شي چې حقیقت داسې نه دی، یرغلګر هېڅکله د افغانانو د آرامۍ او سوکالۍ په غم کې نه دي، افغانان باید د خپل هېواد او ولس لپاره خپله لاس په کار شي، د خپل هېواد او ولس د خدمت لپاره خپلې ملاوې په خپله وتړي، یو او بل ته لاسونه سره ور کړي، د پردیو په پوچو ژمنو او مغرضانه مرستو تکیه ونه کړي. دوی باید د کمونیستانو له برخلیک نه عبرت واخلي، چې روسانو څه ډول چلن ور سره وکړ، په کلونو کلونو یې د خپل ولس په وړاندې وجنګول، ولس یې پرې دربدر، او هېواد یې پرې کنډوکپر کړ، خو کله چې سخته ورځ راغله په رڼه میدان یې پرېښودل! همغه وو چې له یوې تاریخي شرموونکې ماتې سره په داسې توګه مخ شول چې تر ننه پورې ولس ته مخ نه لري.
اوس هم لا وخت شته، هغه کسان چې د کابل ادارې په راس کې قرار لري، که دوی په رښتیا د ستونزې هواری غواړي، په رښتیا یې په دې پاکه خاوره، مېړني او کړېدلي ولس زړه خوږيږي، په رښتیا غواړي چې له دې وروسته ولس له دربدریو څخه وژغورل شي، باید دهېواد د خپلواکۍ په تاریخي ویاړ کې ځان شریک کړي، او په دې ځان پوه کړي چې په حقیقت کې د یرغلګرو شتون نه، بلکې نه شتون زمونږ د هېواد او ولس، د یووالي، آرامۍ او سوکالۍ لامل ګرځېدای شي، او بس.
افغانستان