الجـــــــهاد فی سبیل الله
د جمیز ډابینز بې مسولیته او مغرضانه څرګندونې!
ساعت 14:43 | بازدید : 962 | نویسنده : استشهادته سلام | ( نظرات )

تفصيل نېټه: سه شنبه, 10 دیسمبر 2013 08:49 لیکوال: - بـــــرخه: نوري تبصرې

تېره اونۍ د امریکې د ولسمشر د امنیتي چارو سلاکاره کابل ته د امنیتي تړون د زر لاسلیکېدو په موخه راغله، او تش لاس بېرته لاړه، ور پسې د افغانستان او پاکستان لپاره د ولسمشر اوباما ځانګړي استازي جمیز ډوبینز رامنډه کړه، په دې ګومان چې دی به دغه هدف تر لاسه کړي، مګر د ده د راتګ نتیجه هم د مېرمن رایس په څېر شوه. نوموړي په خپل ماموریت کې له ناکامۍ وروسته یو لړ داسې څرګندونې وکړي چې له یوې خوا له حقیقت سره اړخ نه لګوي او له بلې خوا د امریکايي سیاست ناولي اغراض او شومې موخې په ډاګه کوي.

جمیز ډوبنیز وویل چې ګواکي د افغانستان اسلامي امارت د ستونزې هواری نه غواړي، دا په حقیقت کې ښکرور درواغ دي، د افغانستان اسلامی امارت آن لا هغه وخت څو څو ځله امریکې ته وویل چې پر افغان ولس يې د یرغل دړکې کولې، چې ستونزه باید د خبرو له لارې هواره شي، مګر امریکايي چارواکو د خپل غرور، تکبر، ظلم او وحشت له مخې د اسلامي امارت معقولو خبرو او وړاندیزونو ته هېڅ پاملرنه ونه کړه، یوازې زور یې د حل لاره وګڼله، خو نن د خپل غرور په لومه کې راښکېل او ناکام دي.

له هغه وروسته یرغلګرو او ملګرو یې بار بار د افغانستان اسلامي امارت په دې تورنولو چې د ستونزو د هواري لپاره په خبرو باور نه لري، یوازې جنګ او جګړه د ستونزو هواری ګڼي، که څه هم چې اسلامي امارت له لومړي سره په دې باوري و چې یرغلګر د خبرو له لارې د ستونزو په هواري باور نه لري، هسې د خپلو شومو موخو لپاره ظاهرې نارې سورې وهي، ځکه چې دوی پیل په زور او یرغل وکړ، خو بیا هم ددې لپاره چې له یوې خوا نړیوالو ته د یرغلګرو حقیقت لا ښه څرګند شي، چې پرته له ځانه د بل چا لپاره اصلا په آرامۍ او سوکالۍ عقیده نه لري، او له بلې خوا هېوادوالو او هغوی ته چې د دښمن د بې بنسټه تبلیغاتو تر اغېز لاندې راغلي څرګنده شي چې د افغانستان اسلامي امارت تل د ستونزو د هواري لپاره په خبرو اترو باور لري، دا یرغلګر او د هغوی ملګري دي چې خپلې شخصي او ګوندي ګټې په جنګ، او د جګړې په دوام کې ویني.

په لومړي سر کې به یرغلګرو او ملګرو یې ویل چې د مجاهدینو آدرس مونږ ته نه دی معلوم، که مونږ ته د مجاهدینو آدرس معلوم شي، سمدستي به ورشو، خبرې اترې به ور سره وکړو، د جنګ او جګړې لاره به پرېږدو، خو کله چې د افغانستان اسلامي امارت د سیاسي دفتر له لارې د دښمن غوښتنو ته مثبت ځواب وویلو، په دې اړه د نړۍ او افغان کړېدلي ولس هیلې را وټوکېدلې، له افغانانو سره د خپل هېواد د اشغال د پای ته رسېدو او هلته د یو خپلواک اسلامي نظام د قایمېدو نوي امیدونه را پیدا شول، کله چې یرغلګر او ملګري یې پوه شول چې اسلامي امارت په رښتیا د ستونزې د هواري لپاره په خبرو باور لري، سمدستي یې د افغان ولس د نویو را ټوکېدلو هیلو په وژلو لاس پورې کړ، غیر معقولې او غیر منطقي بهانې یې لټولې، مګر متاسفانه چې اوس جمیز ډوبینز په خورا سپین سترګۍ سره وايي چې د افغانستان اسلامي امارت نه غواړي ستونزه د خبرو له لارې هواره شي!

دخبري رسنیو د خبر پر بنسټ نوموړي بله بې مسولیته او له غرضه ډکه څرګندونه دا کړي چې که د افغانستان اشغال پای ته ورسېږي ګواکي داخلي جګړې به پیل شي، په دې معنی چې یرغلګر د سوکالۍ او آرامۍ سپیني کوترې دي! په دې اړه ډېرو څه ویلو ته اړتیا نشته، ځکه هر عاقل په دې پوهېږي چې یرغلګرو د دغه دولسو کلونو اشغال په ترڅ کې له افغان ولس سره څه وکړل؟ د جګړې لمن یې پراخه کړه که یې را ټوله کړه؟ د نیشه یې توکیو تولید او تجارت یې پیاوړی کړ که یې کمزوری کړ؟ د عام ولس اقتصادي وضعیت یې لوړ کړ که یې راښکته کړ؟ ټول پوهېږي چې یرغلګرو په ولس کې د اخلاقي، اداري، اجتماعي، اقتصادي او سیاسي فساد تخم وکرلو او د رشد لپاره یې زمینه سازي وکړه، افغانستان یې د فساد تر ټولو لوړې څوکې ته وخېژاوه! هېواد یې د سیمې او نړۍ تر منځ د ناسالمې سیالۍ په ډګر بدل کړ. د وروڼو افغانانو تر منځ یې قومي، سمتي، مذهبي او لساني تعصبونو او کرکو ته په پراخه کچه لمن ووهله.

آیا معقوله ده چې د یو هېواد لپاره دې تر خپلواکۍ اشغال غوره وي؟ که خپله له ډابینز نه پوښتنه وشي چې ته د خپل هېواد لپاره خپلواکي غوره بولې که اشغال؟ دا په داسې حال کې چې افغانان د نړۍ په کچه تر بل هر چا زیات په خپلواکۍ مین ولس دی.

د ډابنیز دغه بې مسولیته او مغرضي څرګندونې هېڅ اساس نه لري، افغان ولس په هېڅ قیمت اشغال نه شي منلی، کوم څه چې د تېرو دولسو کلنو په ترڅ کې دوست او دښمن ته ښه په ډاګه شول، که یرغلګر او ملګري یې په رښتیا غواړي چې د افغانستان ستونزه هواره شي، باید یرغلګر زر تر زره ووزي، په پوره باور سره که یرغلګر ووزي، افغانان کولی شي یو او بل ته لاسونه سره ور کړي، په ګډه خپل کور سره جوړ کړي، په دې معنی چې په حقیقت کې د یرغلګرو وتل د افغانستان د ستونزې د هواري کلي ده، خدای ناخواسته که یرغلګر زمونږ د هېواد اشغال ته دوام ور کوي په حقیقت کې د افغان ولس روانه غمیزه نوره هم اوږدوي، الله جل جلاله دې وکړي چې ټول بادرده او ریښتیني افغانان په دې اړه دخپل مسولیت له مخې له پوره غور څخه کار واخلي. او د هېواد د خپلواکۍ د ترلاسه کولو په تاریخي ویاړ کې د افغانستان د اسلامي امارت ترڅنګ ودرېږي. تر څو هم مو خپلواکي تر لاسه شي، او هم یو افغان شموله خپلواک او پاک اسلامي نظام چې د ټول ولس هیله ده رامنځ ته شي

استشهاد ته سلام
|
امتیاز مطلب : 0
|
تعداد امتیازدهندگان : 0
|
مجموع امتیاز : 0


له امریکا سره امنیتي تړون دحنفي فقهې له نظره ( لومړۍ برخه )
ساعت 14:33 | بازدید : 1199 | نویسنده : استشهادته سلام | ( نظرات )

په دې وروستیو کې د کابل دحکومت لخوا له امریکایانو سره دامنیتي تړون تر عنوان لاندې د یوې معاهدې دلاسلیکولو جریان پیل شوی دی ، چې په اړوند یې بیلابیل موافق او مخالف نظریات وړاندې کیږي .

څرنګه چې دافغانستان مطلق اکثریت اوسیدونکي سني مسلمانان اود حنفي فقهې مقلدین دي ، دلته مې یوه ناچیزه هڅه کړې چې خپلو هیوادوالو ته له امریکا سره دکیدونکي تړوند فقهي حیثیت واضح کړم ، ترڅو پوه شي چې دغه تړون داسلامي شریعت له نظره کوم حیثیت لري .

دحنفي فقهې ستر مخکښ امام محمدبن حسن الشیباني په اسلامي علمي حلقو کې هغه څوک پيژندل کیږي چې په لومړي ځل یې دقرآن او احادیثو په رڼا کې داسلام دنړیوالو اړیکو اصول او قوانین ترتیب کړل ، دنوموړي کتاب السیر الکبیر دبین الدولي اړیکو په موضوع کې په نړیواله کچه یوه منحصر بفرد کتاب بلل کیږي ، چې حتې په غیراسلامي علمي حلقو کې هم ترې استفاده کیږي .

دامام محمد رحمه الله لخوا تدوین شوي فقهي قوانین چې له قرآن کریم او احادیثو څخه مستنبط شوي دي ، وروسته دپیړیو په ترڅ کې داسلامي علماء لخوا څيړل شوي او تشریح شوي چې په پایله کې دجنګ او سولې په حالت کې داسلام د بین الدولي قوانینو یوه ارزښتمنه مجموعه ترې ترتیب شوي ده .

دغه قوانین چې ترډیره دمسلمانانو او کفارو ترمنځ په اړیکو غږیږي ، په مطالعه سره یې سړی پوهیږي چې دحامدکرزي دحکومت لخوا له امریکا سره کیدونکی تړون هیڅ شرعي جواز نلري بلکې یو نامشروع او غیراسلامي عمل دی ، او هغه ځکه چې . . .

لومړی

له امریکا سره امضاء کیدونکی تړون دامنیتي – دفاعي ملګرتیا تړون بلل شوی دی ، معنی داچې دکابل حکومت له متحده ایالاتو سره اوږدمهالې امنیتي ملګرتیا او دوستي کوي ، داسلام دولاء او براء دقانون له نظره له کفارو سره دوستي جائزه نده ، ځکه الله تعالی د سورة المائده په ۵۱ آیت او دسورة النساء ۱۴۴ آیت کې په صریح نهی سره ویلي دي ، چې تاسو له کفارواو اهل کتابو سره ملګرتیا او دوستي مه کوئ ، بناء امریکایان چې تش په نامه اهل کتاب ( نصاری ) خو بالتحقیق کفار دي ، دهمدې قرآني صریح ارشاد له مخې دوستي ورسره حرامه ده .

دوهم

د حنفي فقهې له نظره نړۍ په دوو برخو ویشل کیږي ( دار اسلام او دارحرب ) افغانستان داراسلام دی ، د داراسلام په اړه دشریعت قاعده داده، چې په دې کې به مسلمانان ، اهل ذمه کافران او أهل امان ( مستأمنین ) کفار اوسیدلی شي ، که چیرې کوم کافر نه اهل ذمه وي او نه اهل امان نو حربي بلل کیږي او په اسلامي خاوره کې داوسیدو اجازه نلري ، امریکایان مستأمنین نه دي ، ځکه مستأمنین هغه کافر ته ویل کیږي چې داستئمان ( امن غوښتلو ) په طریقه اسلامي خاورې ته داخل شوي وي ، په داسې حال کې چې امریکایان د (استیلا) په طریقه افغانستان ته راغلی دي ، او دا هیواد یې قبضه کړی دی ، باید ووایو چې استئمان سوله ساتنې ته نه وایي دکوم څه لپاره چې ظاهرا امریکایان او ملګري یې وایي چې دوی راغلي دي ، بلکې له استئمان نه مطلب دادی چې یو حربي کافر مسلمانانو ته ووایي چې زه به ستاسو ټول قوانین ومنم خو تاسو ماته په اسلامي خاوره کې دڅه وخت تیرولولپاره امن راکړی ، عموما لکه تجاران ، سیاحان او نور خلک چې له دارحرب څخه داراسلام ته تګ راتګ کوي او له موقت وخت تیرولو ورسته بیرته ستنیږي .

دافغانستان په جګړه کې د جګړې دوه خواوې امریکایان او مقابل مجاهدین دي ، اصولا که چیرې مسلمانان له کفارو سره اوربند ( دجګړې درولو معاهده ) وکړي بیا هم همدا معاهدحربي کافر کولای شي داسلام خاورې ته داخل شي ، مګر اوس چې نه خو مجاهدینو له امریکایانو سره داوربند معاهده کړې ، نه امریکایان اهل ذمه دي چې جزیه یې منلي وي اونه مستأمنین دي ، نو بناء بل هیڅ دجواز صورت پاته نه شو چې په بنسټ یې دامریکایانو شتون په افغانستان کې مشروع شي ، نوځکه ویلای شو چې په دې اسلامي هیواد کې دامریکایانو اوسیدل دیوې دقیقې لپاره هم شرعي جواز نلري ، او که څوک په تړون سره دلس کاله اوسیدلو جواز ورکوي دا به دشریعت په وړاندې لوی جرآت او جسارت وي .

دریم

ځیني خلک استدلال کوي ، دکابل دچارواکو لخوا له امریکایانو سره امنیتي تړون ( شرعي معاهده ) ده ، کوم چې په قرانکریم کې ورته اشاره شوې ده ، هغه چې د معاهد کافر احکام ذکر کیږي ، چې له معاهدې سره سم کولای شي دار اسلام ته داخل شي او الله تعالی وایي ( واوفوا بالعهد . . .)

ددې شبهې دلرې کولو لپاره لومړی دمنعي ځواب په توګه باید ووایو چې دغه تړون قطعا مشروع معاهده( اوربند) نه دی ، ځکه د اوربند معاهده چې دضرورت په مهال دمسلمانانو لپاره جواز لري دجګړې دفریقینو ترمنځ کیږي ، چې په اوس وخت کې امریکایان او مجاهدین دي ، داسې معاهده هیڅ شرعي مورد او اساس نلري چې کفار یې له خپلو ملګرو سره وکړي .

په کتابونو کې له ذکر شوې فقهي اصطلاح (معاهدې )څخه مطلب قطعا له کفارو سره ملګرتیا او امنیتي تړون نه دی ، بلکې معاهده هغه اوربند او دجګړې موقت درولو ته ویل کیږي چې دکفارو او په جګړه بوختو مجاهدینو ترمابین ترسره کیږي .

دمعاهدې اصطلاح چې متارکه ، مسالمه ، موادعه ، هدنة ، مهادنه او عهد هم ورته وایي ، علماء کرام یې دهغه اوربند لپاره استعمالوي چې دجګړې په ډګر کې ترسره کیږي .

دحنفي فقهې وتلی عالم امام سمرقندي په تحفة الفقهاء ۳ جلد ۵۰۷ صفحه کې وایي ( هی الصلح علی ترک القتال مدة بمال أو غیرمال ) معاهده دیوې مودې لپاره دجګړې پریښودلو صلحې ته وایي چې په مال سره وي یا بغیر له مال څخه . .

علامه کاساني په بدایع الصنائع ۹ جلد پرلپسې ۴۳۲۴ صفحه کې وایي ( هی الصلح علی ترک القتال مؤقتا ..

له معاهدې نه مراد دجګړې موقت پریښودل دي .

له پورته وضاحت نه معلومه شوه ، چې دغه تړون په هیڅ صورت مشروع معاهده چې په معاصره اصطلاح ورته اوربند وایي نه شو بللی ، که بالفرض والتقدیر دا معاهده مشروع اوربند وبولو بیا هم د جواز شرایط نه شي پوره کولای ددې لپاره مو لاندې تفصیل ته پام راګرځوو .

د مسلمانانو او کفارو ترمنځ مشروع اوربند یا معاهده چې اکثره موده یې لس کاله ده او تر دې دزیاتې مودې لپاره جواز نلري ، خپل شرایط لري ، د اوسني اجیر حکومت ځیني پلویان کوښښ کوي چې له امریکا سره امنیتي تړون ته دهمدې معاهدې ترعنوان لاندې شرعي لباس ورواغوندې نوځکه یې لس کاله موده ورته ټاکلي ده ، خو د مشروع معاهدې جوړشت او شرایطو ته په پام سره داتړون له هغې سره هیڅ سر نه خوري چې دلته به په لنډه توګه داخبره واضحه کړو .

ـــ معاهده ( اوربند ) دمتقابلو/ متخاصمو لوریو ترمنځ ترسره کیږي ، چې په اوس وخت کې امریکایان او په جهاد بوخت مجاهدين دي ، اوسنی تړون دامریکایانو او ددوی دخپلو ملګرو ترمنځ لاسلیک کیږي نوځکه اوربند او مشروع معاهده ورته نه شو ویلی .

ـــ له کفارو سره داوربند معاهده به دمسلمانانو شرعي امیر ( خلیفه ) یا دهغه نائب یا استازی امضاء کوي ، ترڅو د دکفر په وړاندې داسلامي مجاهدینو دصف نمایندګي وکړای شي ، دکابل چارواکي چې دمجاهدینو په خلاف دامریکا ملګري دي په داسې وضعیت کې نه دي .

ـــ په معاهده کې شرط دجانبینو تراضي او کامل اختیار دی ، څرنګه چې اوس امریکا دفوق العاده برلاسۍ په وضعیت کې ده ، نو که دکابل دچارواکو خوښه وي یا نه ، امریکا کولای شي دمستقیم یا غیرمستقیم فشار په توسط دا تړون ورباندې امضاء کړي .

ــــ په اوربند ( معاهده ) کې شرط داده چې دمسلمانانو به په کې خیر او ګټه وي ، که چیرې په کې دمسلمانانو زیان وي ، نو دا ډول معاهده هم مشروعیت نلري امام محمد رحمه الله فرمایي ( ولا یجوز له ترک القتال والمیل الی أخذ المال الا ان یکون ذالک فیه نظر للمسلمین السیرالکبیر ۲/۴۹۸ ( دامام لپاره نه ده جایزه چې جنګ پریږدي ، یا جزیه قبوله کړي مګر په هغه صورت کې چې دمسلمانانو په کې ګټه وي .

داوسني تړون په اړه عمومي نظر دادی چې په شرعي نامشروعیت سربیره په دنیوي لحاظ هم سراسردمسلمانانو په تاوان دی ، ځکه امریکایانو له افغانستان څخه دخپلې خوښې امتیازات لکه پوځي اډې ، دځمکې او هوا په واک کې درلودل ، دمخابراتي فریکونسیو په واک درلودل او داسې نور ګڼ امتیازات ترلاسه کړی خو په مقابل کې یې له څو عمومي او مبهمو وعده پرته افغانستان ته هیڅ مشخص څه هم نه دي منلي ، له همدې امله خو کارپوهانو دغه تړون (دافغانستان مفت خرڅلاو ) بللی دی ، که چیرې د تړوي دپلوي کسانو په باور دا تړون مشروعه معاهده هم شي نو داچې دمسلمانانو په کې ګټه نشته جواز نلري .

ــــ له کفارو سره دمعاهدې ( اوربند ) دمشروعیت بل شرط دادی چې محل او موضوع به یې شرعي وي یعنې په داسې څه به معاهده ورسره کیږي ، چې هغه فعل ناروا نه وي ، لکه دجګړې په ډګر کې ضرورتا متارکه چې دالضرورات تبیح المحظورات په اساس جواز لري ، بناء که مسلمانان له کفارو سره په داسې څه معاهده وکړي چې هغه کار شرعا جائز نه وي نو معاهده باطله ده .

ددې مسئلې دوضاحت لپاره دسیرالکبیر دغه ملخص عبارت رانقل کوو ( ولو طلب قوم من اهل الحرب الصلح علی شرط ان المسلمین ان اتخذوا مصرا فی ارضهم لم یمنعوهم من ان یظهروا فیه بیع الخمر والخنزیر ، فلا ینبغي للمسلمین ان یصالحوهم علی ذالک لانه مخالف لحکم الشرع فقد قال رسول الله صلی الله علیه وسلم کل شرط لیس فی کتاب فهو باطل . . .)

ژباړه : که چیرې کافرانو دسولې دمعاهدې غوښتنه وکړه خو شرط یې دا کیښود چې که مسلمانان ددوی کوم ښار ونیسي ، نو خلک دي په ښکاره دشرابو او خنزیر له پلورلو نه منع کوي ، نو مسلمانان باید په دې شرط ورسره سوله ونه کړي ، ځکه داشرط له شریعت سره مخالف دی او رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي هرهغه شرط چې په کتاب الله کې نه وي هغه باطل دی ...

له لوړ وضاحت څخه دوه خبرې معلومې شوې او هغه داچې له کفارو سره دمعاهدې محل او موضوع به هم مشروع وي او شروط به یې هم مشروع وي یعني فاسد شروط به په کې نه وي .

له امریکایانو سره دکیدونکې معاهدې لکه څرنګه چې موضوع او محل فاسد دی پریمانه له شریعت سره ټکر شرایط هم په کې شته .

ددې تړون موضوع په دار اسلام کې غیر ذمي او غیرمستأمنو مسلحو کافرانو ته اډې ورکول او داوسیدو اجازه ورکول دي ، چې دغه کار شرعا جائز نه دی .

له بلې خوا په معاهده کې فاسد شرایط شته ، لکه د جنایت کارو کافرانو قضایي مصؤنیت او داسې نور چې همدا شرایط هم موافقت نامه شرعا باطلوي .

(پاتې لري )

ادامه مطلب مورد نظر رمز دارد.
لطفا رمز عبور مربوط به مطلب را وارد کرده ، دکمه تایید را کلیک کنید.
|
امتیاز مطلب : 4
|
تعداد امتیازدهندگان : 1
|
مجموع امتیاز : 1


د کرزی نوی لوبه
ساعت 14:27 | بازدید : 893 | نویسنده : استشهادته سلام | ( نظرات )

کرزي دوولس کاله په افغانانو کله په ژړا او کله په خندا او ټوکو پاچايي وکړه،کله به یې دخپل مظلومیت په اړه دومره وژړل، چي ګرېوان او دوسمالونه به يې لامده کړل او کله به يې په ژبه داستقلال دومره ښکارندويي وکړه، چي خلکو به دخپلواک پاچا خیال پرې وکړ، کرزي دافغانانو ضعيفي نکتې پيژندلي وې او په ټول توان يې غوښتل افغانان په یوه اوبله لاره وغولوي، کله چي به دبهرنیانو له لوري په افغان مظلوم ولس ظلم او تیری وشو، بیابه يې دافغانستان دټولو ستونزو لامل بهرنیان وبلل او په دې سره به يې دمظلومو افغانانو ټپ دوا کړ، خوکله به یې بیادافغانستان ټوله سوکالي دبهرنیانوپه وجود پوري وتړله.

اوس چي بهرنیان غواړي دخپل اوږده پلان سره سم په افغانستان کي پوځي اوږدمهاله اډې ولري اودې اډو ته دقانوني بڼي په ورکولوسره دخپلو لاس پوسو تصدیق ترلاسه کړي، ورسره سم کرزي یوه نوي لوبه روانه کړه او په اصطلاح دامنيتي تړون دنه لاسلیک مسئله يې راپورته کړه، ترڅو له یوه پلوه په امریکایانوخپلي شخصي غوښتني ومني او له بله پلوه دافغانانوپه سترګو کي خاوري ور واچوي.

څنګه چي دامریکایانو دلاس پوسو له لوري دغه تړون لاسيک کېدونکی دی،نوځکه کله کر زی خپله خبره ډیره نرمه کړي او یايې دادارې کوم بل چارواکی امریکایانو ته ډاډ ورکړي، چي په مناسب وخت کي به دغه تړون لاسلیک شي، پرېږدی، چي موږ دغه لوبه لږ په مخ بوزو،ځکه هم دکرزي دفتر ددې لپاره چي امریکایان ددوی په ظاهرې انکار درښتیا ګومان ونه کړي، ددسمبر په ۵ په خپل بیان کي دکرزي په اړه وویل، چي کرزی په دې باور دی، چي په اوسنیو حالاتوکي له لوديځو هیوادونو او امریکایانوسره پوځي او اقتصادي اړیکي دافغانستان په ګټه دي.

په بروکسل کي دناټو دبهرنیو چارو دوزیرانو ترغونډي وروسته دجان کیري دخبرو په ځواب کي چي داټوکي نه دی،دا جدي کار دی، که کرزی يې نه لاسلیک کوي، دفاع وزیر او یابل هرچارواکی یې لاسلیک کولی شي،یوڅوک کولی شي، مسوولیت يې په غاړه واخلي، دافغانستان دبهرنیو چارو وزیر وویل،دغه تړون به په یوه مناسب وخت کي لاسلیک کړو، په دې معنا چي تاسو مه وارخطاکیږی، موږ خو ټول ستاسو دګټو لپاره دا دولس کاله ستاسو په چوپړ کي وو، چي دوولس کاله ستاسو په خدمت کي بوخت وو، نولس کاله نور څه شی دي.

افغانستان ته دچېګ هېګل دسفر په مهال دکرزي دادارې ددفاع وزیر بسم الله محمدي ډاډ ورکړ، چي تاسو وارخطايي مه کوی، تړون لاسلیک کېدونکی دی.

خوکرزی دامنیتي تړون دژر لاسلیک په اړه څه نه وايي او په دې سره غواړي دغو لاندي څو اهدافو ته ځان ورسوي.

لومړی: کرزی دامنيتي تړون له لاسلیک څخه دانکار په کولو غواړي په امریکا فشار وارد کړي، ترڅو دده دخوښي کانديد ملاتړ وکړي، څنګه چي دکرزي ورور قیوم کرزی ټاکنوته ولاړ دی، نوکرزی غواړي، دخپلو دوولس کلونو دچوپړ په مقابل کي دخپل ورور بریالي کېدل يقیني او په امریکایانو يې ومني، ترڅو به له یوه پلوه نیمه واک دده په لاس کي وي او له بله پلوه به په تیرو دوولس کلونوکي دکړیو جنایاتوپوښتنه ترې ونه کړل شي.

دوهم: څنګه چي کرزی یوبې سرحده غلام دی، نه یوازي دغرب بلکه دځينو سیمه ييزو هیوادونو چي دامریکاله دائمي حضور سره مخالف دي هم تراحسان لاندي دی، کرزی له امریکاسره دمخالفت په کولو خپلو سیمه ييزو بادارنو ته ښيي، چي ستاسو راکړي روپۍ بې ځایه نه دي تللي، بلکه زه ستاسولپاره او ستاسودغوښتنو سره سم دامریکادائمي حضور نه غواړم او دامنيتي تړون دلاسلیک په صورت کي هغوی ته ووايي، چي ماخوخپل زور وهلی خو دامریکازور څوک لري؟

دریم: څنګه چي افغان ولس له امریکایانو سره دامنيتي تړون مخالف او نه غواړي چي دلته دي پوځي اډې ولري، نو کرزی دامنیتي تړون له لاسلیک سره دظاهري مخالفت په ښودلو سره غواړي، چي خلک تیر باسي.

څلورم: کرزی په دې پوهیږي، چي که تړون لاسلیک شي، امریکايان خپل ظلم او تیری نه پرېږدي او نه دده زور پرې رسیږي، نو ددې لپاره چي په راتلونکي کي افغانانو ته ځواب ولري او له محاکمې بچ پاته شي غواړي له لاسلیک سره مخالفت څرګند کړي.

پنځم: ښايي دنوموړي دغوږونو پردې دافغانانو هغو لعنتونو ورټکولي وي، چي په شاشجاع خيلو يې ویل اوښايي دخپلي غلامۍ تر دورې وړاندي ده هم څوځله لعنت پرې ویلی وي،نو ځکه اوس غواړي، دامنيتي تړون له لاسلیک سره دظاهرې مخالفت په کولو سره تاریخ کي دې ټکي ته ځای پيداکړي، چي په کرزي باندي په زوره دغه تړون لاسلیک شوی وو.

خو یوڅوک چي دوولس کلونه دغلامۍ ترسيوري لاندي پاچايي وکړي او تر۲۶ کلونو ډیر وخت يې دبل په چوپړ کي تیر کړی وي، همداورته بسنه کوي، چي نوم يې دشاشجاع خیلو په لیست کي داخل شي.

موسی مهاجر

استشهاد ته سلام
|
امتیاز مطلب : 0
|
تعداد امتیازدهندگان : 0
|
مجموع امتیاز : 0


ننګرهار : پچيراګام ولسوالۍ ودانۍ په هاوان وويشتل شوه
ساعت 11:30 | بازدید : 757 | نویسنده : استشهادته سلام | ( نظرات )

په ننګرهار ولايت کې د اسلامي امارت مسؤل مجاهدين خبر راکوي چې د پچيراګام ولسوالۍ په ودانۍ يې دهاوان بريد ترسره کړ.

د خبر له قراره د ولسوالۍ په ودانۍ بیګا ماښام ناوخته شاوخوا 7 نيمي بجې د هاوان بريد وشو چې له امله يې ودانۍ پوره زيانمنه شوه او د مرګ ژوبلي په اړه تر اوسه پوري دقيق معلومات نشته.

2013-12-09

استشهاد ته سلام
|
امتیاز مطلب : 0
|
تعداد امتیازدهندگان : 0
|
مجموع امتیاز : 0


بدخشان : جرم کې پراخه سيمه د دښمن له عسکرو پاکه شوه
ساعت 11:23 | بازدید : 723 | نویسنده : استشهادته سلام | ( نظرات )

د اسلامي امارت مجاهدينو د بدخشان ولايت په جرم ولسوالۍ کې د سوچ په نامه پراخه سيمه د دښمن له عسکرو پاکه کړه.

مجاهدينوتېره ورځ ماسپښين 2 بجې په ياده سيمه کې ددښمن په مرکزونو بريدونه پيل کړل چې د خبر له قراره جګړه پوره دوه ساعته وغځېده.

د دې دوه ساعته جګړې په پای کې ددښمن عسکرو د مالي اوځاني تلفاتو په ګاللو سره له سيمي نه تېښه بريالي شول.

2013-12-09

استشهاد ته سلام
|
امتیاز مطلب : 0
|
تعداد امتیازدهندگان : 0
|
مجموع امتیاز : 0


پکتيامرکزته څېرمه چاودني دجاسوسي ادارې 3 کارمندان ووژل
ساعت 11:16 | بازدید : 663 | نویسنده : استشهادته سلام | ( نظرات )



د پکتيا ولايت مرکز ګردېز ته نژدې دخوست په لين باندي د جاسوسي ادارې په کارمندانو درنه چاودنه وشوه.

چاودنه چې تېره ورځ ماسپښين 1 بجه رامنځته شوه له امله يې 3 تنه ووژل شول او بل سخت ژوبل شو.

2013-12-09

استشهاد ته سلام
|
امتیاز مطلب : 0
|
تعداد امتیازدهندگان : 0
|
مجموع امتیاز : 0


ننگرهار بٹی کوٹ ولسوالی په برید کی7 عسکرو ته مرگ ژوبله
ساعت 11:10 | بازدید : 1126 | نویسنده : استشهادته سلام | ( نظرات )

"له ننګرهار ولايت نه د بټي کوټ ولسوالۍ او امنيه قومنداني په ودانيو د وسلوال بريد خبر ورکړل شو.

په خبرکې راغلي په يادو مرکزونو بيګاماخستن خواوشا 8 بجې بريد پيل شو چې سپکي او درنې وسلې پکې وکارول شوې او کابو يوساعت يې دوام وکړ.

د بريد په مهال 3 پوليسو خپل ژوند له لاسه ورکړ او 4 نور مرګوني ټپيان شول، په دې سربېره ودانۍ هم پوره تخريب شوې.

2013-12-09

استشهاد ته سلام
|
امتیاز مطلب : 0
|
تعداد امتیازدهندگان : 0
|
مجموع امتیاز : 0


کابل د جرگه والو خیانت
ساعت 20:20 | بازدید : 1008 | نویسنده : استشهادته سلام | ( نظرات )

اشغالګرو اوغلامانو یې دیوه بل نه بخښونکې خیانت په توګه دافغانانو دمنل شوي تاریخي دود او ملي روایت سپکاوی وکړ،داځل دنیواګرو په لمسونه پردیپالو افغاني لاسپوڅو دلویې جرګې دعظمت او تاریخي قدامت دمسخې نا کامه هڅه وکړه اودکفري لښکرو دنور لس کلن میشت د سمبولیک تړون باور لیک یا توثیق پاڼه یې دیوه سپیڅلې نامه (لویه جرګه ) تر سیورې لاندې ،دڅو پلورل شویوعناصرو په جرګه کولوسره ومنله،دانو دداسې بې ضمیره او یا دتور ښکیلاک له استعماري موخو ناخبروخلکو توثیق پاڼه یا باورلیک و،چې په لوی لاس یې پکې دلویې جرګې دپرتمینې ماضي دځلا دتتیدو هڅه وکړه ،او زمونږ داسلافو دغه کړنلاره یې داشغالګرو دنا سپیڅلو موخو لپاره وکاروله ،دلویدځ اشغال له لومړیو شیبو راهسیې دا څومه فرمایشي لویه جرګه ده، چې ورته کابل کې داستعماګرو دخیمو اوالوتکو تر سیورې لاندې تشکل ورکول کیږي او له بده مرغه چې نا مقدسو اهدافو ته یې د مشروعیت ځغاسته کیږي ،خو داځل دامریکایانو دهمیشني پوځي شتون او نظامي هډو دسند دهوکړې !!په موخه کابل دلویې جرګې په نوم دڅوناپیژندل شویواوپلورل شویو څېرو راغونډیدل له شرم او پیغوره ډک هغه تجمع ده، چې دافغان ولس تاریخ کې ساری نه لري ،کمونستانوبه داسې جرګې راغوښتې او دروسانوداشغال دتداوم او مشروعیت هڅې به یې کولې خو کوم مذهبي رنګ به یې نه ورکاوه ،خوکابل کې په - 24 نومبر 2013 - 03 لیندۍ 1392 نیټه د (۲۵۰۰)کسوافغان نما څیرو چې زیات پکښې شیعه ګان ،نا محرمه ښځې ،دغرب په درسترخوان ناست تکنوکراتان ،دشمال ستمي ،شغلیي او کمونستي عناصر اودجهادي اقدارو نه منحرفې صبغت الله مجددي غوندې او سیاف غوندې پلورل شوي څېرې راغوښتل او غونډول له شرمه ډکه داسې هڅه وه، چې دخپل نوعیت له مخې بیخې بې سارې ده او دضمیرخاوندان پردوئ دلعنت او مرده باد ویلوته اړیستل شوي دي .

لویه جرګه دډیرې رڼې ماضي اوله ویاړنو ډکه سابقه لري ،زمونږ باور دی، چې دکرزي یا صبغت الله مجددې غوندې مهار شوي اجرتي څيرې به یې نه ماضي مسخ کړای شي ،نه به یې په سپینه لمن داغ و لګولای شي اونه به یې منزلت زیانمن شي ،خوهغه چې دقوس په دریمه کابل کې تر سره شول، دبخښلو او هیرولو وړهم ندې ،اونه به یې دافغان مجاهد ولس راتلونکې نسلولونه له یاده وباسي ،خلکوولیدل چې امریکاڅه غوښتل ، هماغسې جرګه والووکړل او دې نا قبت اندیشوڅېرو دخپلواک اسلامي هیواد په حریت خدای مکړه دغلامۍ او تلپاتې اشغال مذبوحانه چاړه راکش کړه ،او افغان مجاهد ولس یې یوې عمري جګړې او جهادي مبارزې ته ورکیویست .

دلویو جرګو تاریخي شالیدته لنډه کتنه :

مرکې او جرګې دافغانانو هغه لرغونى او سپېڅلى دود دى ،چې له دېرو او حجرو نه واخله بيا د هېواد ترکچې پورې پالل شوى او کارول شوى دى . دتاريخ په بېلا، بېلو زماني واټنو کې دپښتنو مشرانو ، سپين ږيرو ،قومي مخورو او علماووبه تل په کور، کلي ،خاوره او ټاټوبي کې د ورپېښو شویو ستونزو او لانجو دهواري لپاره مرکې اوجرګې کولې او دسيالو خواوو ترمنځ به يې روغه اوجوړه کوله . دلرغونو اريایانو ډېر دودونه ، دحضرت عيسى مسيح علیه السلام له ميلاد څخه سوونه کاله پخوا ، بېلا، بېلو پړاوونوکې افغاني ټبرونو خپل کړي دي ،چې په دې لړکې يې مرکې او جرګې دبېلګې په توګه يادولاى شو. ځينې په رواني ناروغيو اخته کسان انګېري ،چې ګنې جرګې دمغلو ، تورکانو او ساسانيانو له خوا دې هېواد ته راغلی دود او کلتور دى، حال دا،چې دلرغوني آريانا اوآريايانود دولت والۍ او حکومت والۍ دسياسي تشکېلاتو په اډانه کې د سبها ( ولسي جرګه ) او دسميتي ( مشرانو جرګه ) جرګو تاريخ دومره پخوانی دى ،چې مغلواکي هغه دچا خبره هډولا نه وه زېږيدلې .

افغان ولس له ډېرو لرغونو زمانو څخه دخپل ټولنيز ژوندانه په هره برخه کې د ورپېښ شوي سياسي ، اجتماعي ، اقتصادي ،کلتوري ، مذهبي او داسې نورو... کړکېچونو دحل او هواري په موخه له کلو او بانډو څخه تر دربار او شاه پورې جرګې جوړې کړې دي . دپښتو درنې او خوږې ژبې په فلکلور او ولسي ادب کې له نن څخه په سوونه او زرګونه کاله پخوا دجرګو يادونه شوې ده ، چې داچاره په خپله د جرګې پرپښتني او افغاني اصالت او رسالت باندې دلالت کوي .

کله چې ميرويس نېکه دخونړي ګرګين پر وړاندې پاڅون وکړ، نو بيا په ( ١٧٠٩ ) زېږديز کال لويه جرګه جوړه شوه اوميرويس نېکه يې خپل مشر وټاکه .

دنادر افشار تر مړينې وروسته احمدشاه ابدالي په ١٧٤٧ زېږديز کال دلويې جرګې له خوا دهېواد ټولواک اومشر وټاکل شو.

په ١٨٦٥ زېږديز کال دامير شېرعلي خان په زمانه کې دهېواد (٢٠٠٠ ) تنو استازو په ګډون لويه جرګه جوړه شوه.

په ١٩٢٤ زېږديز کال د امان الله خان په زمانه کې لويه جرګه جوړشوه ،چې داستازو شمېر يې ( ١٠٥٤ ) تنوته رسېدو او د(پنجدې )دبيانيولوغوښتنه يې وکړه.

١٩٢٨ زېږديز کال يوه بله لويه جرګه د امان الله خان په زمانه کې جوړه شوه ،چې (١١٠٠) تنواستازو په کې ګډون وکړ او (١٤) نظامنامې يې تصويب کړې .

دسقاوزوى له ماتې وروسته ، دمحمدنادر خان په زمانه کې لويه جرګه جوړه شوه او تر لسو ورځو اوږده شوه. ددې لويې جرګې په ترڅ کې ددولت دمامورينو دلقبونو ټاکنه ، دبيرغ رنګ ، دځينو لايحو تصويب او يو شمېر نورې پرېکړې وشوې .

په ١٣٣٤ لېږديز کال دوزير محمدګل خان په پرانېستونکى وينا ، دسردار محمدداودخان دصدارت په موده او دمحمدظاهرشاه په زمانه کې لويه جرګه دپښتونستان پر موضوع جوړه شوه .

په (١٣٤٣ ) لېږديز کال د محمدظاهر شاه په زمانه کې په داسې حال کې ،چې دنوي اساسي قانون له مخې محمد داودخان استعفاء کړې وه او ډاکټر محمد يوسف دصدارت واګي په لاس کې درلود ، لويه جرګه جوړه شوه او دنوي اساسي قانون مسوده يې تصويب کړه .

کله ، چې محمد داودخان ديوې کودتا په ترڅ کې جمهوري دولت اعلان کړ ، د ده په زمانه کې هم يوه لويه جرګه جوړه شوه . دا لويه جرګه په ١٣٥٥ لېږديز لمريز کال ديوې علاميې په ترڅ کې اعلان شوه ،چې دمرغومي په ١٩ مه نېټه به پيليږي او په ٣٠ مه نېټه به پاى ته رسيږي . ددې لويې جرګې له خوا اساسي قانون تصويب شو او هم محمد داود خان دولسمشر په توګه وټاکل شو .

په ١٣٦٤ لېږديزلمريز کال ،چې د ١٩٨٥ زېږديز کال سره برابره وه،دغويي په درېيمه نېټه په داسې حال کې ،چې دروسانو پوځونه په افغانستان کې شتون درلود ، يوه لويه جرګه دببرک کارمل له خوا جوړه شوه . نوموړي دملي واکمنۍ دټينګښت په اړه اوږدې خبرې وکړې او هم يې دروسانو او دهغوى دپوځونو دشتون په اړه څرګنده کړه : ( ترهغوچې بهرنۍ لاسوهنې او تېرى بندنشي ، دشوروي اتحاد پوځونه به له موږ سره وي ... ) او هم يې وويل : (معيار وطن پرستى در سويتيزم است . ) (دهېواد پالنې معيار په سويتېزم کې دى . )

په (١٣٦٥ ) لېږديز لمريزکال ،چې د (١٩٨٦ ) زېږديزکال سره يې سمون درلود ،دکمونست نجيب له خوا، چې دکارمل نه وروسته يې دچارواګي په لاس کې وې ، يوه لويه جرګه راوغوښتل شوه .

په ١٣٦٦ لېږديز لمريز کال، چې د (١٩٨٧ ) زېږديز کال سره برابره وه ، دکمونست نجيب له خوا يو ځل بيا لويه جرګه راوبلل شوه ،چې په هغې کې يو اساسي قانون تصويب شو.

کله ،چې برهان الدين رباني واک ته ورسېد، نو ده هم دلويې جرګې پر ځای دخپلې واکمنۍ دغځیدلو په پار دیوې شرعې اصطلاح ( اهل الحل والعقد ) په نوم ديوې شورا دجوړیدا هڅه وکړه ، داتش په نوم داهل الحل والعقد شورا په هرات کې جوړه شوه ، خو چې ولس شموله نه وه او نه یې شرعي بڼه درلوده، د اکثريت افغان ولس له خوا په چورلټ ډول سره رد شوه . ددغې جرګې پايلې شرموونکې او خندوونکې وې ، ځکه په دغه شوراکې يوازې څو تنو جګړه مارانو او وينه څښونکو قوماندانو ګډون درلود ،چې د رباني له ګوندسره يې اړوند تيا درلوده .

د ١٣٨١ لېږديزلمريز کال دغبرګولي په ٢١ مه نېټه،چې د ٢٠٠٢ زېږديز کال دجون له ١١ مې نېټې سره يې سمون درلود ، داشغالګرو تر سیورې لاندې دپخواني پاچا ظاهرشاه له خوا یوه فرمایشي لويه جرګه پرانېستل شوه ،چې (٩ ) ورځې اوږده شوه او حامد کرزى يې دمنځمهالې ادارې مشروټاکه . خو په تأسف سره چې حامد کرزي ظاهرشاه ته دملت بابا؟؟ لقب دې لويې جرګې ته واوراوه.

په ١٣٨٢ لېږديزلمريز کال ،چې د ( ٢٠٠٣ ) زېږديز کال سره برابر و، داشغالګرو تر چتر لاندې کابل ته په اصطلاح د اساسي قانون دتصويب په موخه يوه بله لويه جرګه راوغوښتل شوه ،چې نوموړې جرګې د ليندۍ له ٢٢څخه دمرغومي تر ١٤مې نېټې پورې دوام وکړ .يادې جرګې دافغانستان اوسنی نوی قانون په (١٢ ) څپرکواو(١٦٢) مادوکې تصويب کړ،چې اوسمهال دکرزې په اداره کې نافذدى .

دلویو جرګودې تاریخي شالیدته که څوک ځېر شي ،نو داسې جرګې زیات وخت کې دیوې برخلیک ټاکنونکې حالت پر وخت جوړې شوي او رغنده پریکړې یې کړي، ډیرې لږې به داسې هم پیښې شوي وي ،چې دنجیب او کرزي غوندې نا خلفو اشخاصو فرمایشې بڼه ورکړي وي او پریکړه یې دجرګو پر تاریخ ستر ګوزار وي .

که دیوې خوا نه جرګه فرمایشې وه ،نو دبلې خوانه پکې دجرګه والوقومي ،مذهبي او هم داهلیت او پریکړو دظرفیت تناسب او انډول په پام کې نه و، نیول شوی ،علماء چې زمونږ دټولنې دستون فقرات حیثیت لري داسې مشهورې یې نه تر سترګو کیدي ،دجهادي مقاومت لورې خو لا له لومړې وهلت نه ورسره خپل پریکون اعلان کړ،اودا سې جرګې یې په کلکو الفاظو وغندلي، چې دمقاومت نه حضور بخپله دلویې جرګې په نوم ناسته له خپل اصلي پرستیژنه راوغورځوله او ددې جرګې ولسي او اسلامي اعتبار ته یې کلکه ضربه ورکړه او هم یې ددې جرګې پریکړې تر جدي سوال لاندې راوستلي ،همداسې پکې دغوڅ اکثریت ولس استازې نه وو بلل شوي ،هغه چې انځورونوکې ښکاریدل یا دهزاره جات یا دکمونست خونکار دوستم پلوه ښځې یا دباور خپلولولپاره داطرافو څو بې سواده او نالوستې دګوتوپه شمار داسې پښتانه چې آن بیچاره ګان لا دپګړۍ دتړلو په چل هم نه پوهیدل، بس صرف دصبغت الله مجددې خبروته به یې دهوکي هوکي !!سرونه خوځول نه نور په تحلیل او ترازو پوهیدل اونه دخپلو پریکړو په عواقبو!!

خوبیاهم امریکایانو ته دپوځي هډو دمشروعیت دپریکړې لپاره راغوښتل شوي وواو دافغانستان دیوه ستراسلامي هیواد برخلیک کې دپریکړې واک ورکړل شوی و((چې البته دداسې خاینانه پلانونودعملي کولو لپاره همداسې بې استعداده او بي ضمیره ککرۍ دوخت ضرورت وي)) .... ،داسې مطبوعاتي راپورنه هم شته، چې آن دغرب دحلقه بګوش غلام ډاکتر سپنتا پرې خوله خوځولې ،چې امریکایانوسره دپوځي هډوسند لا واردمخه واشنګټن کې دکابل سفیر( اکلیل حکیمي) لخوا له خپلو امریکایي بادارانو سره لاسلیک شوی او دا اوسنۍ جرګه صرف دیوه مشروعیت ورکولو لپاره راغوښتل شوي ،دایوه غولونکې هڅه ده، چې له امله یې دافغان مسلمان ولس دقهر ،بغاوت او عمومي پاڅون مخه ونیول شي که نه خبره لا ډیره مخکې خلاصه شوي اوداسې نام نهاده جرګوته نده ځنډیدلي .

باورلرو چې دافغانستان سوق الجیشي موقعیت ،مسته هوا ،اوبه ، دآسیاپه زړه کې ددې خاورې ستراتیژیک اهمیت اودافغانانوکلک اسلام او دیانت به هغه لاملونه وي ،چې تل یې دامریکا په څېردنړۍ زورواکي یاځان ته قهرولي او یایې ددوئ هوس راپارولی وي ، خوداهم یوځمکنی واقعیت دی، چې دایمان په ځواک افغان مسلمان ولس دداسې نړیوالو زورواکیوسره ډغره وهلې اوپه خپلو زړوانګریزي اوشلخي ټوپکونویې پردوئ دا ارته ځمکه تنګه کړي ده .

مشهورامپراتور(سکندررومي )چې کله دنړۍ نیونې په تکل له آموسینده راپوریوت اوډیرکلونه پس یې هم افغان ولس له بغاوته منصرف نکړای شو،نوخپل فیلوسوف استاذ(سقراط)ته چې دنړۍ نیونې مشورې به یې ترې اخستلې ،یوه لیک کې وغوښتل ،چې افغانان ترهرډول فشاراو وژنو وروسته هم زماله مخالفته نه اوړې، مشوره راکړه! چې قتل عام پکې وکړم او موجوده نسل یې ټول له نیغه تیرکړم !

(سقراط )چې دافغانستان طبعي جغرافیه مطالعه کړي اوددې خاورې طبعي ځانګړتیاوې ورته څرګندې وي ،سکندر رومي ته په ځواب کې داسې ولیکل :چې ترکومه ځایه چې ما ددې اقلیم او خاورې مطالعه کړي ،نو راته جوته شوي ،چې دې خاوره کې چې هر نسل پیداکیږي ،نوپه خلقي او فطري لحاظ به دپردیوسلطه اوحاکمیت نه مني ،نوکه ته داموجوده توکم هم ووژني ،نو ی نسل به هم ستاغوندې دخارجیانوحاکمیت په وړاندې بغاوت کوي او تر پایه به یې ارام نکړای شي ،دتاریخي لاسوندونوله مخې همدې فیلسوفانه مشورې (سکندر)دې اړیست چې پوځي شاګرځ وکړی اوخپلې لښکرې ددې خاورې نه وباسي .

دافغان ولس له نظره به امریکایان هم دخپلو ماتو شویو نیکونوپه شان په برخلیک اخته شي او پداسې شرمیدلې ماتې به له هیواده ووځي ،چې نه به یې بیا داسې فرمایشې جرګي مخه ډب کړي اونه هم خپل مادي وسایل ،تکنالوژي او یا دپاپانو مشورې !!!

استشهاد ته سلام
|
امتیاز مطلب : 0
|
تعداد امتیازدهندگان : 0
|
مجموع امتیاز : 0


د هرات له جهادی مسؤل سره مرکه
ساعت 20:9 | بازدید : 1002 | نویسنده : استشهادته سلام | ( نظرات )

هرات ولایت دافغانستان په لویدیځ کې موقعیت لري ، چې شمال ته یي ګاونډی هیواد ترکمنستان ، لویدیځ ته یې ګاونډی ایران جنوب ته یې فراه او ختیځ ته یې غور او بادغیس ولایات پراته دي .

دهرات ولایت مساحت ۵۴۷۷۸ مربع کیلومتره او نفوس یې دوروستیو شمیرنو له مخې تر یونیم ملیون زیات اټکل شوی دی .

هرات ولایت چې دافغانستان له سترو ولایاتو څخه دی ،په مرکز سربیره پنځلس ولسوالۍ لري چې نومونه یې په لاندې ډول دي .

انجیل ، ګذره ، کرخ ، کشک کهنه ، رباط سنګي ، ګلران ، کوهسان ، غوریان ، زنده جان ، ادرسکن ، شینډنډ ، اوبې ، پښتون زرغون ، فارسي ، چشت شریف

داځل مو ددې ولایت له جهادي مسؤل حاجي عبدالرحمن سره مرکه کړې ده چې ستاسو پام ورته راګرځوو .

پوښتنه

محترم حاجي صاحب که له هرڅه وړاندې زموږ لوستونکو ته ځان وروپیژنئ ؟

ځواب

زما نوم حاجي عبدالرحمن دی ، دفراه ولایت دبکوا ولسوالۍ اوسیدونکی یم ، د اسلامي امارت دواکمنۍ په دوران کې مې په مختلفو نظامي جبهاتو کې جهادي خدمت سرته رسولی ، کله چې امریکایي یرغلګرو په افغانستان یرغل وکړ او په نتیجه کې یې داسلامي امارت واکمني سقوط وکړ ، زه او دفراه ولایت تکړه مجاهد مولوي باز محمد لومړني کسان وو چې په فراه ولایت کې مو دیرغلګرو په خلاف جهاد پیل کړ او عملا مو په دښمن بریدونه پیل کړل ، دامریکا په خلاف په تیر دوولس کلن جهاد کې مې مختلف مسؤلیتونه سرته رسولي ، په دې لړ کې مې دفراه ولایت دولایتي کمیسیون دمشرتوب ، دبکوا جهادي مسؤلیت ، د بالابلوک ولسوالۍ مسؤلیت اودنیمروز ولایت دجهادي مسؤلیت وظایف سرته رسولي او له تیرو شپږو میاشتو راهیسې دهرات ولایت دجهادي مسؤل په حیث جهادي خدمت ترسره کوم .

پوښتنه

محترم حاجي صاحب ! که دهرات ولایت دجهادي حالاتو په اړه معلومات راسره شریک کړئ ؟

ځواب

په هرات ولایت ولایت کې لله الحمد جهادي کارونه له تمې سره سم پرمخ درومي ، سره له دې چې دښمن ډیره هڅه کړ ېده او دمنفي تبلیغاتو لړۍ یې هم روانه ساتلې ده ، خو له دې سره سره په هرات کې مجاهدین هره شیبه دقوت په حال کې دي .

دهرات په ټولو ولسوالیو کې مجاهدین شتون لري ، زه خپله چې تیرې څو میاشتې دهرات په جبهاتو کې وم او دصحنو شاهد پاته شوی یم ، مجاهدین لله الحمد په ښه حالت کې وو ، دهرات دزیاتره ولسوالیو تر ۷۰فیصده زیاته اراضي دمجاهدینو تر کنترول لاندې ده ، یوازې د هرات ښار په ختیځو ولسوالیو لکه ګذره ، پشتون زرغون او انجیل کې یو لړ مشکلات شته ، چې حکومت یو لړ اربکیان جوړ کړي دي ، نورې سیمې الحمدالله دمجاهدینو دقوت سیمې دي .

پوښتنه

په هرات ولایت کې یوه کلیدي سیمه ددې ولایت شینډنډ ولسوالي دي ، چې هلته دامریکایانو خورا ستره هوایي پوځي اډه هم شته ، او امریکایانو ددې سیمې دکنترول لپاره په تیرو لسوکلونو کې خورا ډیرې هڅې او عملیات ترسره کړي دي ، که ددې سیمې په اړه معلومات راکړئ ، چې اوس په کې حالات څرنګه دي ؟

ځواب

شینډنډ رښتیا هم یوه مهمه سیمه ده ، نه یوازې داچې هلته دامریکایانو ستره هوایي اډه او روزنیز مراکز شته بلکې له دې ځایه دافغانستان دجنوب په خوا لویه لار هم تیره شوې ده .

په تیرو څو کلونو کې دشینډنډ د اشغال لپاره خارجیانو او داخلي غلامانو یې خورا ډیرهڅې او ظالمانه عملیات ترسره کړل ، چې څوځله خو یې دعزیزاباد دپیښې غوندې قتل عامونه هم ترسره کړل ، په وروستیو څو کلونو کې امریکایانو په دې سیمه کې خپل پوځي حضور خورا زیات کړ ، ګڼ شمیر پوستې اوقرارګاو ې یې جوړې کړي او ګڼ شمیر ټوپکوال یې داربکیانو په توګه وګمارل .

مګر لله الحمد له دې سیمې دامریکایانو له تیښتې وروسته سږ کال دخالدبن ولید عملیاتو په لړ کې یوځل بیا هرڅه بدل شوي دي او دامریکایانو خوارۍ په اوبو لاهو شوي دي .

شینډنډ چې پخوا یې ډیره برخه ددښمن ترسلطه لاندې راغلې وه اوس یې تر اتیا فیصده ډیره برخه دمجاهدینو ترواک لاندې ده ، ددښمن حضور یوازې دولسوالۍ مرکز او میدان هوایي ته نږدې او دلویې لارې په سر راټول دی

دشینډنډ مرکزي او مهمه سیمه دزیرکوه ګڼ میشته سیمه ده ، په دې سیمه کې پخوا داربکیانو ۲۴ پوستې موجودې وې ، مګر دخالد بن ولید عملیاتو له پیل وروسته مجاهدینو ځیني اربکیان ددعوت له لارې را اړولي دي او ډيرې پوستې یې دجنګ په واسطه له منځه وړي دي ، چې اوس مجموعا ۲۲پوستې له منځه تللي او یوازې دوه پاته دي ، دغه راز د پولیسو او اردو هم ډیرې پوستې له منځه تللي دي ، دغه سیمه چې یو وخت مجاهدینو په کې چریکي عملیات کول ، اوس دمجاهدینو په ستر مرکز بدله شوې ده او علنا په کې خپل جهادي کارونه ترسره کوي .

باید ووایو چې ددې سیمې په ازادولو کې دنظامي مجاهدینو ترڅنګ ددعوت او ارشاد کمیسیون هم ستر رول اداء کړی دی او ډیر شمیر هغه کسان چې پخوا یې ددښمن په صف کې وظیفه اجراء کوله دخپلې مؤثرې برنامې په توسط یې له مخالفت څخه اړولي دي .

پوښتنه

تاسو وویل چې دخارجي عسکرو له وتلو وروسته مجاهدینو هغه سیمې بیرته فتحه کړي چې پخوا دښمن نیولې وې ، آیا دداډول سیمې دبیرته نیولو لپاره دښمن کوم عملیات نه دي ترسره کړي ؟

ځواب

دښمن یوځل بیا خپل زور کارولی دی خو نتیجه یې نه ده ورکړې ، دبیلګې په توګه دزیرکوه دبیرته نیولو لپاره دښمن دوه ځله خورا ستره عملیات ترسره کړل ، چې حتی چورلکې ، بې پیلوټه طیارې او جنګي جټ طیارې یې هم به کې وکارولې ، مګر پرته له دې چې دښمن ته زیان اوښتی بله نتیجه یې نه ده ورکړې ، په هغه عملیاتو کې چې دنومبر میاشتې په مابین کې ددښمن لخوا په دې سیمه ترسره شول ددښمن ۴ټانګونه په ماینونو ختم شول ، یو ټانګ یې په راکټ وویشتل شو ، دغه راز یې پیاده عسکرو ته درنه مرګ ژوبله واوښته چې په نتیجه کې یې دښمن بیرته په تیښته اړ شو ، تردې وړاندې د ۲۰۱۳م کال داکتوبر په میاشت کې ددښمن لخوا په دې سیمه درانه عملیات ترسره شوي وو چې دښمن ته په کې دروند زیان اوښتی وو .

پوښتنه

محترم حاجي صاحب که دسږ کال خالد بن ولید عملیاتو په اړه معلومات راکړئ چې په هرات ولایت کې ددې عملیاتو مهمې لاسته راوړنې څه وې ، یعني هغه کوم معلوم نظامي یا ملکي بریالیتوبونه دي چې ددې عملیاتو په لړ کې ترلاسه شوي دي ؟

ځواب

دخالد بن ولید عملیاتو له پیل راهیسې موږ ددرست افغانستان غوندې په هرات کې هم مهم بریالیتوبونه درلودل ، په دې کال کې دشینډنډ غوندې دهرات زیاتره هغه سیمې چې خارجی یرغلګرو په ډیر ظلم سره لاندې کړي وې او پخوا دمجاهدینو عملیات په کې کمزوري وو ، بیرته په جهادي سیمو اوښتي او ددښمن دواک لمن ورټوله شوي ده .

په دې لړ کې دهرات په لراوبر کې په لسګونو پوستې دمجاهدینو په بریدونو فتحه شوي او له منځه تللي دي ، ددښمن دپوستو دفتحه کولو پیښې دهرات په ټولو ولسوالیو کې ترسره شوي دي ، چې ډير ځله مجاهدینو ته غنیمتونه هم په لاس ورغلي دي .

دهرات په لویو لارو ددښمن په اکمالاتي کتارونو باندې مکررا عملیات ترسره شوي دي ، چې دښمن ته په کې درانه تلفات اوښتي ، دغه راز لکه وړاندې چې وویل شول چې په شینډنډ کې دوه ځله ددښمن لوی عملیات په شا تمبول شوي او درنه تلفات ورته اړول شوي دي .

په هرات ولایت کې دسږکال یوه لویه بریا داوه چې ګڼ شمیر هغه کسان چې ددښمن په لیکو کې ولاړ وو ، ددښمن له صف څخه راوتلی او خپلې وسلې یې مجاهدینو ته سپارلي دي ، په دې لړ کې هرات یو له هغه ولایاتو څخه دی چې دغه بهیر په کې ډیر ګړندی او مشهود دی .

په دې بهیر کې ځیني داسې پیښې هم شوي دي چې ددښمن افرادو دحقیقت په درک کولو سره خپل دپوستې ملګري عسکر وژلی وي او بیا له وسلو سره مجاهدینو ته راغلی وي ، څه موده وړاندې دپهلوان په نامه یو عسکر خپل دپوستې ملګري ووژل ۲ثقیل ماشیندار او نورې سپکې وسلې یې له ځان سره راوړې او مجاهدینو ته وسپارلې ، همدا تیره اونۍ دشینډنډ په زیرکوه کې د رحمت الله په نامه یوه عسکر یو رینجر موټر ، ۲ثقیلان ، ۳کلاشینکوف او ۳مخابرې له ځان سره راوړې او مجاهدینو ته یې وسپارلې ، دغه ډول پیښو ددښمن په لیکو کې بې اعتمادي او وارخطایي زیاته کړې ده ، او امید شته چې ددعوت او ارشاد کارونه به نور هم مؤثر شي .

په هرات کې سږکال ددښمن یو شمیر دمتوسطې کچې مشران هم له منځه تللي دي ، په دې لړ کې دکرخ په ولسوالۍ کې ددښمن یو استخباراتي فعال احمدلي چې دکرزي دامنیتي مشاور ډاکټر سپنتا ورور وو هم دمجاهدینو په چریکي برید کې له منځه لاړ .

په هرات ولایت کې سږکال یوه بله جالبه پیښه او جهادي بریا ددشینډنډ ولسوالۍ په زاول سیمه کې پیښه شوه په دې علاقه کې چې امریکایي او داخلي عسکر پوځي روزنیز مرکز لري ، مرکز ته په نږدې سیمو کې تمرینات ترسره کوي ، دلته د تبخسر په نامه یو غر دی ، چې په سر یې همیشه دښمن چورلکې کینولې او عسکر به یې دتمریناتو لپاره پیاده کول ، بالاخره مجاهدینو په ځانګړي تاکتیک سره همدغه داچورلکو دکیناستلو ځای په په چاودیدونکو موادو فرش کړ ، او کله چې چورلکه ورباندې کیناستله دروند انفجار رامنځته شو ، چې په نتیجه کې چورلکه له سپرو عسکرو سره له منځه لاړه .

دا مې مختصرا هغه مهمې پیښې یادې کړې چې سږکال په هرات ولایت کې پیښې شوي دي دزیات تفصیل لپاره کولای شئ دالاماره ویب پاڼې خبري ارشیف وګورئ .

پوښتنه

محترم حاجي تاسو په وروستیو څو میاشتو کې دهرات په ولایت کې مهم مصروفیتونه او له مختلفو سیمو لیدنې کتنې مو درلودلې ، که په دې اړه خپل معلومات راسره شریک کړئ ؟

ځواب

په وروستیو دوو میاشتو کې زه دهرات ولایت له ټولو ولسوالیو څخه په لیدنو کتنو بوخت وم ، په دې لړ کې ما دهرات ټولو ولسوالیو ته سفرونه وکړل یوازې کرخ ولسوالۍ ته دمسافې داوږد والي له امله لا نه ړم ، دغه راز مې دپښتون زرغون ولسوالۍ څخه لیدنه ونه شوه ، له دې دوو سیمو ماسوا په نورو سیمو وګرځیدلو ، له مجاهدینو او سیمیزو مخورو سره مو لیدل کتل وشول ، او ددوی ستونزې مو واوریدې .

په هرات ولایت کې پخوا داسې تشویش موجود وو ، چې دتورن اسمعیل خان لخوا په ګڼ مقدار وسلې ویشل شوي دي او شاید په اطرافي سیمو کې مجاهدینو ته مشکلات جوړ کړي ، خو موږ چې په ټولو سیمو وګرځیدو ، جهاد او مجاهدینو ته هیڅ خطر موجود نه وو او نه هم دموضوع واقعیت داسې وو لکه پخوا چې اوازه وه ، دهرات اولس له مجاهدینو سره نږدې روابط او قوي ملاتړ درلود ، او په ټولو سیمو کې دمجاهدینو ولسي ملاتړ مخ په زیاتیدو وو .

ـــ محترم حاجي صاحب مننه چې له موږ سره مرکې ته حاضر شوئ

ـــ له تاسو هم ډیره ډیره مننه

استشهاد ته سلام
|
امتیاز مطلب : 0
|
تعداد امتیازدهندگان : 0
|
مجموع امتیاز : 0


کندهارښارکې2اجیرعسکرغلچکي بریدکې ووژل شول
ساعت 19:48 | بازدید : 676 | نویسنده : استشهادته سلام | ( نظرات )

له کندهارولایت نه داسلامي امارت مسؤول مجاهدی دیوه رارسیدلي خبرپه ترځ کې وایې چې : نن سهار 7 نیمي بجې ددي ولایت مرکز کندهارښار اړوند دلویي ویالي په سیمهکې دشاولي خان کورته څیرمه داجیردښمن دوه تنه عسکر دمجاهدینوله لوري دیوه غلچکي بریدپه پایله کې ځای په ځای ووژل شول

له بریدوروسته مجاهدین روغ رمټ ترخپلو سنګرونو پوري راورسیدل

2013/12/8

استشهاد ته سلام
|
امتیاز مطلب : 0
|
تعداد امتیازدهندگان : 0
|
مجموع امتیاز : 0


منوی کاربری


عضو شوید


نام کاربری
رمز عبور

:: فراموشی رمز عبور؟

عضویت سریع

نام کاربری
رمز عبور
تکرار رمز
ایمیل
کد تصویری
نویسندگان
نظر سنجی

ستاسو قدرمنو نظر دسایت په هکله؟

آخرین مطالب
خبرنامه
براي اطلاع از آپيدت شدن وبلاگ در خبرنامه وبلاگ عضو شويد تا جديدترين مطالب به ايميل شما ارسال شود



دیگر موارد

آمار وب سایت:  

بازدید امروز : 357
بازدید دیروز : 2108
بازدید هفته : 2465
بازدید ماه : 5341
بازدید کل : 98962
تعداد مطالب : 958
تعداد نظرات : 57
تعداد آنلاین : 2

استشهاد ته سلام

تبادل لینک هوشمند

تبادل لینک هوشمند
برای تبادل لینک  ابتدا ما را با عنوان  داستشهادته سلام راید سپس مشخصات لینک خود را در زیر نوشته . در صوروجود لینک ما در سایت شما لینکتان به طور خودکار در سایت ما قرار میگیرد. 






آمار وب سایت

آمار مطالب

:: کل مطالب : 958
:: کل نظرات : 57

آمار کاربران

:: افراد آنلاین : 2
:: تعداد اعضا : 1

کاربران آنلاین


آمار بازدید

:: بازدید امروز : 357
:: باردید دیروز : 2108
:: بازدید هفته : 2465
:: بازدید ماه : 5341
:: بازدید سال : 10319
:: بازدید کلی : 98962