الجـــــــهاد فی سبیل الله
د افغانیستان ناشونی اشغال
ساعت 15:45 | بازدید : 582 | نویسنده : استشهادته سلام | ( نظرات )

دافغانستان په اړه ډير مشهوره ده، چي تل دنړۍ ددجالي قدرتونو لپاره دماتي میدان ثابت شوی، خو داچي څومره مشهوره ده، هغومره حقیقت هم لري.

امریکاچي په یرغليز ډول دنړۍ دنیولو په اراده لومړی په افغانستان يرغل وکړ، نو خپل ځواک ته په کتلو سره يې دافکر هم نه کاوو، چي یو وخت به په افغانستان کي دوی دروس په پرتله ډيره ناوړه ماته خوري او دهغوی په نسبت به ډير ذليل کیږي، په افغانستان کي يې دروس ماته دروسي حکومت دکمزورتیا او دروسي جنرالانو دغلطو پلانونو له امله بلله، خو اوس مهال خپله امریکا دروس په پرتله له ډیر ناوړه ماتي سره مخ ده او خسارې يې دروس په نسبت له اندازې زیاتي دي.

په افغان جګړه کي به دروس او امریکا زیانونه په پرتليزه توګه را واخلو، چي ورڅخه دامریکا ناوړه ماتي څرګندیږي.

لکه څنګه چي جګړه سړي غواړي، همداسي اقتصاد ته هم اړتیا لري، دروس دماتي یو لامل اقتصادي کمزوریتا شوه، خو دامریکایانو په نسبت يې مالي زیانونه په افغان جګړه کي بې حده لږ وو، ځکه روس په دغه څه کم ۱۰ کلنه جګړه کي دهر کال مصارف له دوو ميلیاردو ډالرو نیولي تر دريو ميلیاردو ډالرو پوري وه، خو دامریکا شوي مصارف په دغه ۱۳ کلنه جګړه کي تر یو ترېلیون ډالرو اوړي، د۲۰۱۳ کال په مارچ میاشت کي دامریکا شوي مصارف شاوخوا ۹۰۰ ميليارده ډالره وو، چي اوس يې دغه مصارف یو ترېلیون ته رسیږي، سره له دې، دغه جګړه لا تمامه شوي نه ده، په ۲۰۰۹، ۲۰۱۰ ،۲۰۱۱ کلونو کي دامریکا کلنی مصرف تر ۱۰۰ ميلیاردو ډالرو زیات شوی دی، چي دا دروس په نسبت یو په پنځوس ډیر مصرف دی، په افغان جګړه کي دامریکا ټول مصارف دیوه اټکل له مخي تر ۲ تريلیونو پوري رسیږي، همدا دافغانستان جګړه وه، چي امریکا يې په ميلياردونو نوره پوروړي کړه.

له بله پلوه روس خپل ټول تلفات شاوخوا ۱۵ زره ښودلي او په دغه روانه صليبي جګړه کي دامریکایانو دور کړل شویو شمېرو په بنسټ تراوسه شاوخوا ۳۴۲۷ بهرني عسکر وژل شوي، خو خپله امریکايان هم دغه شمېره حقیقي شمېرې نه بولي، بلکه په افغان جګړه کي دبهرنیانوتلفات تر ۱۵ زره زیات دي، چي ډیری یې امریکایان دي، نو دې ته په کتلو سره دامريکایانو تلفات تر روس کم بلکه تر روس زیات دي.

په دې برسېره دمالي زیانونو په لړ کي دروس ددفاع او کورنیو چارو دوزارت دبیانونو له مخي، دافغانستان په جګړه کي ددوی په يوولس زره ګاډو برسېره ۱۴۶۱ ټانګونه او زري پوښونه هم ویجاړ شوي دي، خو په دغه جګړه کي دامریکا دویجاړو شویو ټانګونو او شوبلو شمېره تر ۲۵۰۰ زیاتیږي.

په دغو ټولو زیانونو برسېره امریکا دا هيله هم له لاس ورکړي، چي ددوی تر وتلو وروسته به ددوی لاس پوڅی حکومت پاته وي او دامریکایانو له تګلاري سره سم به خپل حکومت ته دوام ورکوي، ځکه روس تر وتلو وروسته په افغانستان کي دنجيب داسي حکومت پرېښود، چي ددغه ادارې په نسبت يو په څو ځله قوي وو، خو هغه حکومت دروس تر وتلو وروسته څلورو کلونو ته ونه رسیدو،چي له منځه ولاړ، نود امريکایانو تر وتلو وروسته به هم دغه اداره تر ډېره پاته نه شي او همدې حقيقت ته په کتلو سره دکرزي دادارې چارواکو لا پخوا یوموقتي کور په کابل او درې څلور نور کورونه په خارج کي جوړ کړي دي، چي تر تېښتي وروسته به پناه ور وړي.

روس په خپل وخت کي دامریکا داوسني حالت په نسبت ډیر قوي هیواد وو، په جګړو کي اموخته وو، بلکه دروس په اړه دامشهوره وه، چي نه په شا کېدونکی ځواک، يابه ځینو نورو دروس تشبیه له فیل سره ورکوله، چي یوځل یوځای پښه کېږدي، بیايې څوک نه شي ښورولی، له بله پلوه افغانستان ته ډير نږدې هم وو، خو بیايې هم خپل اشغال ته دوام ور نشو کړای، نو امریکاچي تل يې په جګړو کي دتيښتي لاره خپله کړي او له بله پلوه له افغانستان څخه ډيره لري ده او هم يې زيانونه له روس څخه ډير دي، نوڅنګه به دغه اشغال ته دوام ورکړي؟

دې ته په کتلو سره دغه صليبي اشغال هم پای ته رسيدونکی دی، افغانستان یو ځل بيادنړۍ دوياړلو هيوادونو په سرلیک کي راغی او دايې ثابته کړه، چي یو نه اشغالېدونکی هيواد دی او ډير نږدې یوه ورځ به امریکایان دروس په پرتله په ډیر ناوړه حالت کي له دغه هیواد څخه په بشپړه توګه په تېښته وځي .

عادل خپلواک



افغانستان
|
امتیاز مطلب : 0
|
تعداد امتیازدهندگان : 0
|
مجموع امتیاز : 0


مطالب مرتبط با این پست
می توانید دیدگاه خود را بنویسید


نام
آدرس ایمیل
وب سایت/بلاگ
:) :( ;) :D
;)) :X :? :P
:* =(( :O };-
:B /:) =DD :S
-) :-(( :-| :-))
نظر خصوصی

 کد را وارد نمایید:

آپلود عکس دلخواه:








منوی کاربری


عضو شوید


نام کاربری
رمز عبور

:: فراموشی رمز عبور؟

عضویت سریع

نام کاربری
رمز عبور
تکرار رمز
ایمیل
کد تصویری
نویسندگان
نظر سنجی

ستاسو قدرمنو نظر دسایت په هکله؟

آخرین مطالب
خبرنامه
براي اطلاع از آپيدت شدن وبلاگ در خبرنامه وبلاگ عضو شويد تا جديدترين مطالب به ايميل شما ارسال شود



دیگر موارد

آمار وب سایت:  

بازدید امروز : 804
بازدید دیروز : 468
بازدید هفته : 1742
بازدید ماه : 3175
بازدید کل : 96796
تعداد مطالب : 958
تعداد نظرات : 57
تعداد آنلاین : 2

استشهاد ته سلام

تبادل لینک هوشمند

تبادل لینک هوشمند
برای تبادل لینک  ابتدا ما را با عنوان  داستشهادته سلام راید سپس مشخصات لینک خود را در زیر نوشته . در صوروجود لینک ما در سایت شما لینکتان به طور خودکار در سایت ما قرار میگیرد. 






آمار وب سایت

آمار مطالب

:: کل مطالب : 958
:: کل نظرات : 57

آمار کاربران

:: افراد آنلاین : 2
:: تعداد اعضا : 1

کاربران آنلاین


آمار بازدید

:: بازدید امروز : 804
:: باردید دیروز : 468
:: بازدید هفته : 1742
:: بازدید ماه : 3175
:: بازدید سال : 8153
:: بازدید کلی : 96796