اې د زنګاوات مظلومانو !
اې دتلوکان بمبارځپيلو کورنیو !
اې دشاولیکوټ دوچ باغتو شهیدوشویو وراباڼو !
تاسو ته وایم اې دپنجوایي دکوډلو فاسفورس ځپلیو شهیدانو !
زیری مې درباندې . . . چې نن مو وینو رنګ راووړ . . . کاناډا ماته شوه ، او په راغلي لار وتښتیدله ، مبارک مو شه ، اوس نو دشهادت په پالنګ آرام سرونه ولګوئ ، ځکه چې دقربانیو آرزو مو ترسره شوه ، وینه مو هدر نه شوه ، بلکې دا دی دفتحې بشارت یې راووړ ، د میوند ، ژړۍ ، پنجوایي ، ارغنداب ، شاولیکوټ ، ډنډ او دکاناډایي وحشت په اور کې دلولپه کندهار. . . دلراوبر . . . دهر کلي او درې . . . هر شهید او غازي . . . او ددې فاتح وطن دهر وطنوال دې اووه وارې مبارک وي . . . داستره فتحه مو بختوره شه ، چې دشمالي اتلانتیک یوبل وحشي تاړاکګر مو یوازې دایمان په زور دشکست په شرم ولاړه . . . هوکې . . . یوازې دایمان په زور . . .
اې وېدو غازیانو ! سرونه راپورته کړئ . . . چې زیری مې راوړی . . . تاسو ته وایم . . . چیغې دروهم . . . شناختې مو ټکوم . . . سرونه راپورته کړئ . . . چې زیری مې راوړی . . .تاته وایم ! اې عبدالحنان جهاداول صاحب ، ملاشهزاده ، ملاعبدالباقي ، شیخ عبدالحکیم شاولیکوټي ، قاري فیض محمد سجاد ،حاجي برګیټ اکا ،ملاعبدالبصیر ، ملانظرمحمدفرقاني ، حافظ عبدالرحیم ، ملاعبدالغني ، ملاندامحمد مؤمن ،سیدحیدراغا ، عزیرالله اغا ، ملاشیرجان مستیري ،غلام نبي عباس ، ملاعبدالشکور ،ملامحمود کامران ، ملاسراج الدین او دکندهار نورو شهیدو اتلانو !!
سترګو مو روښانه . . . او زیری مې درباندې . . . چې وینو مو رنګ راووړ . . . ستاسو قربانیو موږ ته دازادۍ ویاړ راوباښه . . . ستاسو دوینو ډیوو زموږ داستقلال لاره روښانه کړه . . . او دادی نن له کاناډیي ښکیلاک څخه دمیدان ګټلو او ازادۍ جشن لمانځو .
مبارک . . . مبارک
له کاناډایانو ازادي مو مبارکه !
او ددښمن تیښته مو مبارکه !
هو کې ، هغه کاناډایان چې کلونه وړاندې دغرور او کبر په اوج کې یې ستر امریکایي طاغوت ته دکندهار داشغال ټټر وهلی وو ، او له خپل استدراجي تخنیک سره یې دمیړانې دغه ټاټوبی ترولکه لاندې راوستی وو ، همدا نن یی دشرم او شکست پیزوان په پوزه دتیښتې لار ونیوه .
دا زیری دهرافغان او مسلمان حق دی ، چې باید ورته ورسول شي او پرې خوشاله شي ، مګر ما ترټولو اولین مستحق تاسوشهیدان وبللئ ، ځکه دغه ویاړ تاسو ګټلی دی ، همدا تاسو وئ چې دخپلو وینو په طوفاني څپو کې مې دکاناډایي او امریکایي فرعونیت کښتۍ غرقه کړه ، دکاناډایي /امریکایي کفر له استدراجي تخنیک سره مو په تش لاس مقابله وکړه ، دپاشمول ، ډنډ ، پنجوایي ، ارغنداب ، خاکریز او شاولیکوټ په معرکو کې مو کاناډایي صلیبیانو ته دخپل ایمان زور وښود ، تردې چې امریکایي کفر بالاخره د شکست له فضیحت منلو وروسته به دې مجبور شو ، چې له دې وطن څخه دانتقام اخیستلو په پار زمین سوخته عملیات پیل کړي ، چې په نتیجه کې یې دکندهار په سلو کې اتیا فیصده دانارو ، انګورو او نورو میوو باغونه دصلیبي بیلدوزور ترځنځیرونو لاندې پایمال او یا هم د ډیزي کټر بمونو په لمبو کې لولپه شول .
کاناډایي/ امریکایي کفر په دې وطن دهر ډول ستم میچنې وګرځولې ، هرډول وسلې یې استعمال کړې ، دبمبار ، تخریب ، تعذیب او ستم ټولې تجربې یې وکارولې ، مګر د بریا مخ یې ونه لید.
دادی ، د صلیبي یرغل دازمون څوکلن بهیر پای ته نږدې شوی دی ، کفري یرغلګر مات دي ، که پرون هالنډ ، ډنمارک ، استرالیا ، پولینډ ، هسپانیه او نور وتښتیدل ، نن دکاناډایي عسکرو دتیښتې ورځ وه ، هغه کاناډا چې دافغانستان داشغال په ویش کې دکندهار ولایت وررسیدلی وو او دلته یې دخپلې کالونۍ جوړولو خوبونه لیدل ، هغه خوبونه چې زموږ دغازیانو دپولادي ګوزارونو او لړزوونکو انفجارونو په لوخړو کې لولپه شول ، له اتلانتیک راپورې وتی کاناډایي ښار بیرته په ټولیدو دی ، او خپلې سوړې ته ځان ته رسوي ، نن په دې هیواد کې ددې ښامار د پجوړو وروستۍ ورځ وو او رسما یې خپل اشغال پای ته ورساوو .
ځمکه او آسمان هماغه دي ، او هماغه لمر دغازي وطن دهسک په تندي ځلیږي ، مګر نن یو بل څه ویني ،د مؤمنو افغانانو په لاس دیوه بل بې ایمانه یرغلګر دشکست منظره ، هوکې همدا لمر په هر چا راخیږي او لویږي ، مګر داسې د ویاړ صحنې همیشه یوازې په دې وطن کې ګوري .
ویاړ په دې سرلوړۍ . . .
مبارک مو شه !!
افغانستان