الجـــــــهاد فی سبیل الله
غراق چا وران كړ لیکوال موسی مهاجر
ساعت 16:12 | بازدید : 506 | نویسنده : استشهادته سلام | ( نظرات )

دیهودیت په تبليغاتي زهرو ککړو صليبیانو تل کوښښ کړی، ترڅو په خپلو مخالفینو او مخالفو هيوادونو ډول ډول تورونه پوري کړي او بياددغو تورونو په بنسټ په خپلو مخالفینو دبرید جواز ترلاسه کړي.

امریکایانو په ۲۰۰۳ کال کي په عراق تريرغل مخکي په دې هيواد تور پوري کړ، چي دغه هیواد کيمیاوي وسلې لري، خو څنګه چي دامريکایانو موخه ددغه هيواد اشغال وو، نوځکه يې دکيمیاوي او ايټومي وسلو دمخنیوي دنړیوال سازمان دکتونکو او استازو خبري ته غوږ نه کېښود چي عراق کيمیاوي وسلې نه لري او په دغه هيواد يې یرغل وکړ.

امریکایانوپه عراق تربرید وړاندي ددې هیواد ولسمشر صدام حسین دخپلو تبلیغاتو په مټ یوظالم او بې رحمه واکمن معرفي کړ او صدام حسین یې په عراقیانو ظالم ګڼلو، که څه هم دصدام حسین په وخت کي له ځینو شیعه وو او کردانو سره زیاتی شوی دی، په زرګونو کسان هغه مهال دصدام حسین له لوري اعدام شوي او په جګړو کي وژل شوي دي، ولي هغه مهال عراق له داخلي انتشار څخه خلاص وو، عامو خلکو په عراق دامریکا تريرغل مخکي ارام او سوکاله ژوند درلود، شیعه او سني په یوه کلي او یوه سیمه کي اوسيدل، هيچا بل ته زیان نه رساوو او نه سنیانو او نه هم شيعه وو هغه مهال دافکر کاوو، چي زه شیعه او ته سني او يازه سني او ته شیعه يې، داخوډيره لري وه، چي شیعه دي په سني او سني دي په شیعه برید ترسره کړي او یادي دیوه او بل دویني تویول ځان ته روا وګڼي، که دصدام حسین دحکومت له لوري په خپلو مخالفو شيعه مشرانو او داسي نورو زیاتی شوي وي، خو هغه خاص تر شیعه وو نه وو، بلکه هغه خپل مخالف سنیان هم ځپل، خو دغو کړنو دسنیانو او شیعه وو په منځ کي داسي یو بېلتون رانه ووست، چي ددې ویره دي پیداشي، چي عراق دي په دوو برخووویشل شي.

خپله عراقیان وايي، چي دوی دامریکاتريرغل مخکي ددې څه فکر نه دی کړی، چي څوک سني او څوک شیعه دی، بلکه ټولو له امن څخه په ډکه فضا کي ژوند کاوو.

خو خبره په عراق دامریکا تريرغل وروسته بدله شوه او دغه هیواد دکورنۍ جګړې په لوري روان شو، په ۲۰۰۳ کال کي په عراق دامریکا تريرغل وروسته سنیانو او هم شیعه وو دامریکا په خلاف جهاد پيل کړ، سنیانو زیاترو دعراق داسلامي امارت ترمشرۍ لاندي او شیعه وو ډیرو يې دمقتداالصدر ترمشرۍ لاندي دمهدي په لښکر کي له دغه ښکېلاک سره جګړه کوله، که څه هم دمهدي لښکرو په نوم دمقتدا الصدر ډلي وسله واله مبارزه لږ وروسته پیل کړه، ولي له پيله دغه شیعه عالم دامریکایانوله وجود سره مخالف وو.

امریکایان چي کله په دې هیواد کي له دوو محاذونو سره مخ شول، نو يې له خپل ځان سره دراوستلیو نيمه عراقي غربیانو په مرسته وغوښتل، ترڅو دسنیانو او شیعه وو په منځ کي مذهبي جګړه پيل کړي او غوښتل يې ترڅو په دې سره دامریکايي پوځ تلفات کم شي، ځکه هغه قوت چي دواړه لوري يې دامریکا په خلاف کاروي، هغه به سنیان اوشيعه په خپل منځ کي استعمال کړي او له بله پلوه دمذهبي جګړې په پيلولو سره به په دغه اسلامي هیواد کي داسي اور بل کړي، چي اور يې نه يوازي دغه اسلامي هیواد وسوځوي، بلکه نور اسلامي هیوادونه چیرته چي شیعه اوسنيان اوسيږي، هم په دغه اور وسوځيږي، امریکایانو دسنیانو او شیعه وو دمذهب له بيلوالي څخه ګټه واخيستله، هغوی دعراق واک دهغوی همغږو شيعه وو ته ورکړ او په عراقي پوځ کي یې هم شیعه مسلکه کسان ډير داخل کړل، چي په خلاف يې دسني وسله والو جګړه ډيره په زور کي روانه وه، که څه هم په ځینو ځایونو کي دمهدي لښکرو په نوم شیعه ډلي هم جګړې کولې، ولي دهغوی هدف به ترډيره امریکایان وو، خو عمومي جګړه دامریکایانو او دهغوی دلاس پوڅي حکومت په خلاف دسنیانو روانه وه، امریکانو له دغه نکتې څخه هم ګټه واخيستله او دحکومتي چارواکو په وژلو سره يې شيعه وو ته فکر ورکاوو، چي سنیان ددوی په خلاف جګړه کوي او له بله پلوه یې په دې سره چي ډیری شیعه له حکومت سره ولاړ دي ځینو سنیانو ته فکر ورکړ، چي باید دشيعه په ضد جګړه وشي.

دغه مذهبي جګړه چي په د۲۰۰۶ او ۲۰۰۷ کلونو کي پيل او زور یې واخیست، په هغه ځای ونه درېدله، بلکه نه یوازي په اور يې اوس مهال هم خپله دغه هیواد سوځوي، بلکه لمبې يې نورو هیوادونو ته هم ورسېدلې.

دغه اور هغه مهال لاتازه شو، چي ددې هیواد لومړي وزیر نوري المالکي د۲۰۱۳ کال په ديسمبر میاشت کي خپل پوځ ته امر وکړ، ترڅو په انبار ولایت کي دسنیانو په احتجاجي کېمپ برید وکړي، نوري المالکي چي دمذهبي جګړو او اختلاف اصلي لامل بلل کیږي او ددې هیواد سنیان یې له خپلو ټولو حقونو څخه بې برخي کړي دي، په دغه کړني سره عراق دکورنۍ جګړې یوه نوي پړاو ته داخل کړ، دنوري المالکي په دغه اقدام نه يوازي سنیانو خپله غوسه څرګنده کړه، بلکه ځينو شیعه وو هم دنوري المالکي دغه اقدام دکورنۍ جګړې پيل وبالو او ويې غاندو، شیعه عالم مقتدا الصدر هم درواني میاشتي په ۱۹ نيټه دنوري المالکي دغه وروستۍ کړني ته په اشارې سره وویل، نوري المالکي یو ظالم او دیکتاتور شخص دی، نوموړي دامریکایانو له لوري په کښېنول شویو چارواکو انتقاد وکړ، هغوی يې وږي لېوان وبلل او ویې ویل، دنوري المالکي دحکومت زیاتره چارواکي له غرب څخه راغلي، په دې معنا، چي هغوی کار هم دغرب لپاره کوي او دغرب هدف، چي دسنیانو او شیعه وو جګړه ده په مخ بیايي.

دغه جګړې اوس مهال داسي ويره پيدا کړي، چي خدای ناکرده عراق په دوو برخو وويشل شي، په دې برسېره دکورنۍ او مذهبي جګړې له امله عراقيان په هیڅ ځای کي خوندي نه دي، اوس مهال زیاتره خلک دعامه ګڼي ګوڼي ځایونو ته نه ورځي، تجارت او دخلکو اقتصاد هم سخت زیانمن شوی او دغه هیواد په اقتصادي او جنګي لحاظ له یوه ستر بحران سره مخ دی.

دسنیانو او شیعه په منځ کي فاصله ورځ تربلي زیاتیږي او غرب خپل هدف ته دخپلو لاس پوڅو په مټ رسیږي، چي په دوو بر خو دعراق ويشل دي هغه امریکا چي ځان دبشري حقونو مدعی، دنړۍ قاضي او دانسانیت خواخوږې بولي، عراق يې په وینو ولاړو او لا هم په دغه هیواد کي ددوی په لاس بل شوي اور ته لمن وهي.

موسی مهاجر



افغانستان
|
امتیاز مطلب : 0
|
تعداد امتیازدهندگان : 0
|
مجموع امتیاز : 0


مطالب مرتبط با این پست
می توانید دیدگاه خود را بنویسید


نام
آدرس ایمیل
وب سایت/بلاگ
:) :( ;) :D
;)) :X :? :P
:* =(( :O };-
:B /:) =DD :S
-) :-(( :-| :-))
نظر خصوصی

 کد را وارد نمایید:

آپلود عکس دلخواه:








منوی کاربری


عضو شوید


نام کاربری
رمز عبور

:: فراموشی رمز عبور؟

عضویت سریع

نام کاربری
رمز عبور
تکرار رمز
ایمیل
کد تصویری
نویسندگان
نظر سنجی

ستاسو قدرمنو نظر دسایت په هکله؟

آخرین مطالب
خبرنامه
براي اطلاع از آپيدت شدن وبلاگ در خبرنامه وبلاگ عضو شويد تا جديدترين مطالب به ايميل شما ارسال شود



دیگر موارد

آمار وب سایت:  

بازدید امروز : 1434
بازدید دیروز : 505
بازدید هفته : 1434
بازدید ماه : 4310
بازدید کل : 97931
تعداد مطالب : 958
تعداد نظرات : 57
تعداد آنلاین : 2

استشهاد ته سلام

تبادل لینک هوشمند

تبادل لینک هوشمند
برای تبادل لینک  ابتدا ما را با عنوان  داستشهادته سلام راید سپس مشخصات لینک خود را در زیر نوشته . در صوروجود لینک ما در سایت شما لینکتان به طور خودکار در سایت ما قرار میگیرد. 






آمار وب سایت

آمار مطالب

:: کل مطالب : 958
:: کل نظرات : 57

آمار کاربران

:: افراد آنلاین : 2
:: تعداد اعضا : 1

کاربران آنلاین


آمار بازدید

:: بازدید امروز : 1434
:: باردید دیروز : 505
:: بازدید هفته : 1434
:: بازدید ماه : 4310
:: بازدید سال : 9288
:: بازدید کلی : 97931