لیکوال: قاري محمدیوسف احمدي بـــــرخه: نوي خبرونه كـــتني: 8
دزابل ولایت له شملزو ولسوالۍ نه داسلامي امارت مسؤول مجاهدین دیوه رارسیدلي خبرپه ترځ کې وایې : دکندهار دمعروف ولسوالۍ دشمس الله دپوستي اودځنځیر دعبدالحق دپوستي شریرو اربکیانو په ګډه ددي ولسوالۍ په مختلفو کلیو کې اولسي خلک وهلي ټکولي دي ، اوپنځه تنه کلیوال یې له ځان سره دبندیانوپه توګه بیولي دي
خبرزیاتوي : اربکیانو دسینزو او غبرګي په کلیوکې دخلکو دوکانونه مات اوچورکړي ددوکاندارانو 6 لکه روپۍ اونور سامانونه یې غلاکړي همدارازیې په ګڼ شمیرکلیو کې دخلکو له کورونو دتلاشۍ په بهانه قیمتي زیورات توکي او نورسامانونه غلاکړي
ددښمن له لوري اوس هم په سیمه کې دخلکو ځورونه روانه ده
2014/1/26
افغانستان