له تيرو پنځو ورځو را په دې خوا د کنړ ولايت چپې درې د ولسوالۍ له لارې د کابل ادارې د مزدورو عسکرو يو لوي کاروان غوښتل چې د نورستان ولايت ته تیر شي، نن دکابل ادارې د کورنيو چارو وزارت رسنيو ته وويل چې د دوي عملیات کامیاب وو او ګواکې ډيرې سیمې يي له مجاهدینو نه په کنړ او نورستان کې نيولې دي !!؟
په واقعيت کې د کنړ ولايت چپې درې ولسوالۍ کې د ګوسلک او تریينک ترمنځ سيمو کې دا پنځه ورځې کيږي چې د دښمن يو لوی کاروان چې ۸۰ ټانکونه او رينجر موټر پکې ونډه لري د چپې درې په ګوسلک سیمه کې له سختې محاصرې او کلابندۍ سره مخ دي چې دا پنځه ورځې د مجاهدینو لخوا بیلابيل کمینونه ورته نیول شوي او پراخ بریدونه پرې دوام لري، د پنځو ورځو په موده کې د دښمن ۴۸ عسکر وژل شوي، ۱۸ ټپيان دي، ۴ ټانکونه ۳ رينجر موټر تخريب شوي، يوه پوسته مکمله ویجاړه شوې ،او دښمن تر نورستانه پورې لا هم دبريدونو او ګوزارونو لاندې ده، په نښته کې زموږ ۳ تنه مجاهدين شهيدان ،۷ تنه ټپيان شوي او د دښمن د بمبار له امله د ملکي خلکو ۳ کورونه مکمل ویجاړ شوي ، ۲ ښځې، ۱ ماشوم او ۲ نارینه هم په کې ټپيان شوي دي، داچې دښمن په سيمه کې د مجاهدینونه دسيمو دنيول اوپه اصطلاح تصفيې خبره کړې کاملا دروغ ده، دښمن اوس هم په لويه لار کې ترمحاصرې لاندي ده، له سړک نه يو لويشت هم يو خوا بلخوا نشي تلای او مجاهدين هم په خپلو پخوانيو سنګرونو کې د دښمن په وړاندي بريدونوته دوام ورکوي .
ذبیح الله مجاهد د اسلامي امارت ویندی
۱۴۳۵/۲/۱۳هـ ق
۱۳۹۲/۹/۲۵هـ ش ــ 2013/12/16م
افغانستان